مينه قربانې غواړې /لنډه كيسه



ليكوال/اسدافغان

د شپې تورو تيارو شيبه په شيبه خپلې وزرې خورولې،
هوا سړه وه،او ورسره نرى نرى باد چليده،باد د ونو نيمه وچې پاڼې ورو ورو ښورولي او يوه نيمه پاڼه به يې له ځان سره په هوا كړه،او د تل لپاره به يې له ونې جدا كړه، كله كله به باد ودريده خو څو شيبې وروسته به بيا باد پيل شو،
ابراهيم اوبه په دويم پټې ور خوشې كړې، پداسې حال كې چې لاسونه يې ريږديدل، او سړو نيولى و،غټ څادر يې له ځانه راتاو كړ
او په پوله چوپ كيناست ، ابراهيم د كلې څخه بهر په خپله كرونده كې د غنمو كرلو لپاره پټې اوبول،لوى اختر لا څو ورځې پخوا تير شوى و، خو بيا هم ناوخته نه و ،او د غنمو كرلو لپاره ښه وخت و،
كرونده يې له كلې ډيره لرې نه و، او لدې ځايه د كلې په كورونو كې د څراغونو رڼاګانې ښې ښكارېدې
ابراهيم له ونې ټيټ و ،له څيري غنمرنګه و خو په وجود ښه غوښن و ،واده يې څو كاله پخوا كړى و ،چې لا تراوسه يې ثمره دوه ماشومان و،
ابراهيم به له ورځنۍ مزدورۍ پرته تر مازديګر ناوخته پورې په خپله كرونده كې كار كولو،
د كلي او شاوخوا سيمي د ډيرو كورونه ديوالونه يې د خپلو لاسونو تڼاكو په زور ودان كړې و،
نن يې د اوبو نوبت د ورځي و، خو د يو تن كليوال سره يې په نويې جوړيدونكي كلا كې ډير كار پاتې و،
له ځان سره يې پريكړه وكړه چې د ورځي به په كلا كې كار وكړم او شپي ته به كرونده اوبه كړم
.

ابراهيم له ځانه پټو ښه راتاو كړ ، خو سړو بيا هم ريږدولو،
ښه شيبه وخت تير شو، د شپي څوارلسمې سپوږمۍ رڼا هم هره خوا په خوريدو وه،او له دې ځايه د كلې كورونه تت غوندي ښكاريدل،
ابراهيم د لاټين زيړې او تتې رڼا ته چوپ ناست و،د لاټين رڼا كې يې سترګي ګندلې وي،ټوله سيمه باندې چوپتيا خوره وه او يوازې په وياله كې د اوبو كرار كرار شرنګهارى اوريدل كيده ،ابراهيم به
كله كله شاوخوا سيمه وڅارله خو بيرته به يې سر ښكته واچوه،او ځان به يې ښه سره راټول كړ،
،ابراهيم چې يو ځل بيا سر راپورته كړ اود كلي په طرف يې سترګي واړولي نو د يو تور سيوري په ليدو يې په زړه كې نامرايې شانته ويره خوره شوه
د كلې څخه يوه توره سيورى د ابراهيم په طرف راروانه وه،سيورى د سپوږمۍ رڼا ته لږه لږه ښكاريده ، توره سيورى د ابراهيم په طرف ورو ورو رانږدي كيده او د ابراهم په زړه كې يې ويره شيبه په شيبه زياتوله،لاسونه يې له پخوا زيات ريږديدل،په شونډو يې د ،ياالله خير، جمله جارې وه
سيورى اوس رانږدې شوى و،
څو قدمه لرې چې ابراهيم كله خپل ګاونډي جانباز وليد نو ايله يې د ارام ساه واخيسته او ويې ويل
:
سر خوړليه ودې ډار كړم،

جانباز يوه ترخه موسكا وكړه او ويې ويل
:
ډارنه! نيمه شپه كې به څنګه بهر ګرځې كوچنى خو نه يې؟
.

جانباز د ابراهيم سره په پوله كيناست او په خبرو ورسره اخته شو،
څو شيبې تيرې شوي ابراهيم له ځايه پاڅيد،د لاټين په زيړه رڼا يې پټى وكوت پټى اوبه شوى و،
اوبه يې په بل پټې ورخوشې كړې او په پوله غلئ كيناست،جانباز پسې يې سترګې واړولې،خو
هغه كوز بل پټې ته د حاجت د رفع كولو لپاره تللى و،

جانباز د حاجت رفع كولو لپاره د پټې پولې خواته ناست و،تر ډيره وخته په بوټو او وښو كې اخته و څو شيبې پس راپاڅيد،زړه كې خوښ شو چې د كلونو كار يې په څو شيبو كې ترسره كړ،
جانباز د ابراهيم په طرف ور روان شو او ويې ويل
:
كه اوبه درڅخه زياته شوه زه هم يو دوه پټې اوبه كوم
.
ابراهيم د هو په نيت ورته سر وخوزاو او جانباز د كلې په طرف روان شو،
ابراهيم په پوله چوپ ناست و،ټوله سيمه باندې چوپتيا خوره او داسې ښكاريده چې د خداى ج ټول محلوقات په درانه خوب ويده دې،كله كله به نرى نرى باد پيل شو خو بيرته به ودريد،
***
د ابراهيم د خور خوبانو په ټول كلي او شاوخوا سيمه كې د ښايست اوازې خورې وې، د هغې تورې زلفي،سپين مخ،سره اننګې،سري ګلابي شونډي،او تورو سترګو د هر ځوان زړه وړى و،د كلي ډيرو ځوانانو خوبونو يې تښتولي و
هر چا غوښتل چې خپل كور پرې ودان كړي او هر ځوان كوښښ كولو چې خپله يې كړې خو جانباز بيا داسې زړه پرې بايللي و چې خوب يې ترې تښتولى و،ډوډي خوند نه وركوه او له كار روزګاره وتلئ و لنډه دا چې سم پسې ليونى و،
څو ځله يې مور او پلار د خوبانو غوښتو لپاره ور واستول خو بيرته به بينوا راستانه شول جانباز څو ځله د كلي سپين ږيري هم په جرګه ور وليږل
خو ابراهيم له جانباز كركه كوله او نه يې غوښتل چې خور يو بدعمله او لوچك ته وركړي،ابراهيم تر هره ورځ مركو او ميلمنو نور ستړى شوى و ،د خوبانو د كوژدي دسمال ابراهيم اخير د خپل ترور زوى ته وركړ،
د جانباز تر هغې وروسته زړه مات شوى و،زړه كې يو پټ درد هر وخت ځورلو
او په مينه كې يې ماتې نشوى زغملى،

***
ابراهيم له ځان سره رنګارنګ چورتونو لاهو كړى و، په ټول كلې كې يې له جانباز كركه كيدله،د هغه له كارونو او چال چلند يې نفرت راته له ډيرو كسانو يې اوريدلې و چې
جانباز ډير وخت د ولسوالئ مركز ته ځې راځې، ځينو كسانو خو دا هم ويل، چې جانباز په سيمه كې د بهرنيانو نظامې مركز ته هم كله كله ځې او راځې،
ابراهيم لا هم ويرې اخيستئ و خو ځان ته به ي پدي ډاډ وركولو چې الله مهربان باچا دى
ابراهيم همداسې په سوچونو كې لاهو و په كرونده نرى نرى يخ باد چليده،
ښه شيبه وخت تير شوى و،ابراهيم په هغه پټې هم اوبه ورخوشې كړې چې جانباز پكې د حاجت رفع كولو لپاره ناست و،څو شيبې تيرې شوئ پټى لا نيمايې نه و اوبه شوى چې
د كلي چوپتيا يوه عجيبه غرهاري ماته كړه،كلي ته له مخامخ غره څخه څو چورلكې راووښتي،او ورسره په هوا كې د طيارو ويرونكې غږونه اوريدل كيدل،
چورلكي په منډه منډه كلي ته رانږدې كيدې،او طيارې هم په كلي باندي تاويدې راتاويدې، چورلكو په كلي باندې څو دورې ووهلي،دوه چورلكي په هوا كې ډيرې لوړې تاويدې خو دوه نوري بيا لږي ټيټي تاويدې راتاويدې، درندو او ويرونكو غږونو او غرهارې يې كليوال له خوبه لا وختې ويښ كړي و،ابراهيم هم له ډيرې ويرې د يوې پولې خواته څملاست،زړه يې بې واره ټوپونه وهل د
لاټين رڼا يې ټيټه كړه،او ځان ته يې رانږدي كړ،
چورلكې لا همداسې په كلي تاويدې راتاويدې،چې
ناڅاپه د كلي څخه بهر په كرونده كې درز شو او ورسره څو د راكټ ويرونكي غږونه واوريدل شول،شيبه وروسته له چورلكي څو نور پرلپسې راكټ وويشتل شول،دوهمي چورلكي پيكه ته يوه اوږده ضربه وركړه،
د كروندي څخه په تياره كې تور لوګي پورته شول،هرې خوا خړې خاورې باديدي
سرې لمبي په پټيو كې ښكاره شوي،څو پرلپسې د راكټ ويرونكې غږونو د كورونو دراوزې او كړكي وښورولي
پټيو كې څو ځايه غټې غټې كندې جوړې شوى وى،او خاوره يې په هوا كې باديده
چورلكې هوا كې لا همداسې تاويدې او كليوال له ويرې په كورونو كې چوپ ناست و
د كروندې
يوي پولې ته نږدي ابراهيم پړمخې پروت و،
تنه يې دوه ځايه شوى وه،بدن يې سورى سورى و او د وينو نرې نرې څاڅكې ترې په خړو خاورو باندې ورو ورو تويدل،څو ګامه اخوا يې مات لاټين او څادر پروت و،او ويالي ته نږدي يې بيلچه پرته وه،
پټى اوس له اوبو ډنډ شوى و اوبه يې په پولو واوښتې خو ابراهيم د مرګې په درانه خوب ويده و،ښه شيبه چورلكي په هوا كې تاوراتاو شوى او وروسته په خپله مخه لاړي
.
جانباز د كروندي په طرف خلاصيدونكې كړكۍ خلاصه كړه،كرونده كې د كليوالو د لاټينونو رڼاګانې ښكاريدې ،لږه شيبه يې وروكتل لاس يې جيب ته ور دننه كړ،
موبايل يې له جيبه راويست
تڼيو باندې يې ګوتې كيكاږلي او غوږ ته يې ونيو
څو شيبې پس يې له مقابل كس سره خبرې شروع كړي
تر ډيره يې خبري سره وكړي هرې خبري سره به جانباز غوړيده وروستئ جمله يې وويله او ويې ويل
:
هو هو امر صيب مهم قومندان و ،شكر چې له شره يې خلاص شوو،
او ټيليفون يې قطعه كړ،له ځان سره يې ترخه موسكه وكړه او ويې ويل: همداسي ښه يې،هغه ته ندي اوريدلي چې مينه قربانې غواړي، ما هم له مستى جاسوسې نه كوله،
او په تيزى سره يې د كوټي كړكۍ بنده كړه٠
پاى
اسدافغان،خوست
باك ولسوالې
٢٠١٠:١١:٢٢