اور واخلم لمبه مى كړى

اور واخلم لمبه مى كړى يادونه ستا
خاورې او ايره مى كړى يادونه ستا
څنګه پتنګ لولافه شى وسوازې
داسى لولافه مى كړى يادونه ستا
هره ورځ او هره شيبه اى ګرانه
ژاړم په ژاړه مى كړى يادونه ستا
پريوزم په ځمكه رانسكور مى كړى
داسى ذلزله مى كړى يادونه ستا
شمس ومه قمر ومه رڼا ومه
تكه توره شپه مى كړى يادونه ستا
ړوند مى كړى او كوڼ مى كړى بيا بومى ځى
غم سره ميلمه مى كړى يادونه ستا
ته به وايي اور باندې چا سوې ده
توره قواره مى كړى يادونه ستا
تنګ شمه ډير تنګ شمه دخپل ځانه
ګرانه ګذاره مى كړى يادونه ستا
كله ښكلوم دښايسته سترګې
غم نه وى جلوه مى يادونه ستا
ستا خوستى شعر نه يم زما ځانه
شور مى كړى نغمه مى كړى يادونه ستا
سيد كريم خوستى العين