راليږونکی : شر يف الله غفورزي لکڼوال پېرمحمد کاروان
غزل
درې واړه پر مــــا ګران دي اول یار زما دکلي
چنــــار زمـــــا دکلــــي او کـــوکنار زمـا دکلي
پر سریـې لـــري تُورې دهُمـــا دوزر سیـــوری
ټکــــــری زمـــا دکلــي او دستار زمـــا دکلي
حجرې مو لـه جرګــو له مرکونه تشې مه شه
ګــودر ته جونې درومي په کتار زما دکلي
په ډول په کډا ګانو مرور یاران پخلا کړئ
ربــــــــاب زمـــــا د کــــلي او ستار زما دکلي
هاپورې دغره سرته زنځیر خپور ګلونه خیژي
شاید چــــــې په ولجه به شي بهار زمـا دکلي
شپونکی زما دکلي بویه کشر اسرافیل دی
دنیا ته به مـــحشر ځي وار په وار زما دکلي
دریاب کې دسندرو به څپې څپې څپې شي
ټپـــې ټپــــې ټپـــــې په یــکــه زار زمـــا دکلي
ترې ستوری په نیزه کې دغزل کاروان راوړه
سپوږمـــۍ به خا مـخا درښیي لار زما دکلي
شعرونه