روژه چې د اسلام درېيم رکن دی او په عربي ژبه کې (صوم) ورته وايي، د منع کېدلو، پټه خوله اوسېدلو، صبر کولو، پرهېز کولو، ځان ژغورلو او بنديز په معنا ده. د فقهاوو په نزد له سهاره تر ماښامه په نيت سره د خوراک، څښاک او جماع پرېښودلو ته (صوم) يا روژه وايي. په قرآن شريف کې دغه عبادت د (صبر) په نوم هم ياد شوی دی چې معنى يې د نفس ساتنه، ثابت قدمي او استقلال ده.
د اسلام د مقدس دين له رويه روژه دې ته نه ويل کېږي چې صرف له خوراک او څښاک څخه ډډه وکړل شي او جنسي خواهشات پرېښودل شي، بلکې له روژې څخه غرض تقوا ده، يعنې خپل خواهشات په کنټرول او اختيار کې ساتل او د جذباتو له توپان څخه ځان ژغورل. الله تعالی په (سورة البقرة) کې دا حقيقت داسې څرګند کړی دی:
ژباړه: اې مومنانو! روژه پر تاسې فرض شوه لکه ستاسې څخه پر مخکنيو ملتونو چې فرض شوې وه، دا د دې لپاره چې تاسې تقوا غوره کړئ. (سورة البقرة آيت ١٨٣)
له دې څخه جوته شوه چې روژه د يو روحاني علاج په توګه فرض شوې ده، الله تعالی لږ وروسته د سورت بقرې په يو بل آيت کې د روژې دوه نور حقيقتونه هم واضح او څرګند کړي دي:
ژباړه: روژه د دې لپاره ده چې تاسې الله تعالی په لويې سره ياد کړئ او د دې لپاره چې تاسې شکر وباسئ. (سورة البقرة آيت ١٨٥)
له دې څخه څرګنده شوه چې روژه يوازې د انبياوو عليهم السلام تش تقليد او پيروي نه ده، بلکې په حقيقت کې د الله تعالی د هغه عظيم الشان احسان شکريه ده چې د خپل ګران پيغمبر په ذريعه يې پر انسانانو کړی دی، د انسانانو وحشت يې په تهذيب او اخلاقو، جهالت يې په علم او معرفت، ناپوهي يې په حکمت او دانايي، تاريکي يې په بصيرت او رڼا بدل کړل او د همدې کارونو په اثر د انسانانو قسمتونه بدل شول، په زړونو کې يې مينه او الفت توليد شول، له منځونو څخه يې کېنه او نفرت ووتل، له دې کبله نو الله تعالی يادونه وکړه چې روژه ځکه فرض شوه چې تاسې د هغه شکر ادا کړئ.
د روژې ځينې حکمتونه
په روژه نيولو کې خورا زيات حکمتونه دي ځينې يې موږ دلته بيانوو:
لومړی: د روژې په نيولو سره په انسان کې له الله تعالی څخه وېره او تقوا پيدا کېږي، لکه مخکې چې مو وويل د روژې تر ټولو ستر مقصد تقوا، له بدو بېزاري او د زړه صفايي ده. الله تعالی فرمايي: (لَعَلَّکُمْ تَتَّقُوْنَ) يعنې روژه پر تاسې ځکه فرض شوه چې تاسې متقيان وګرځئ.
تقوا د هغه کيفيت نوم دی چې تر حصول وروسته يې په زړه کې له ګناه او له بدو کارونو څخه د کرکې حس او د نېکو کارونو خوا ته ډېره مينه توليدېږي او د قرآن له مخې د روژې مقصد هم دا دی چې په انسان کې دغه کيفيت پيدا شي، نو که بالفرض روژاتي ته دغه غرض او غايت په لاس ورنه شي، ګويا له لويه سره يې روژه نه ده نيولې او يا سړی دومره ويلای شي چې صرف جسماني روژه يې نيولې، ليکن روحي ترې پاتې شوې ده.
د صحيح بخاري د (کتاب الصوم) په (باب مَنْ لَّمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّوْرِ...) کې له حضرت ابوهريرة رض څخه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل:
ژباړه: که څوک تر روژې نيولو وروسته بيا هم له دروغو ويلو او فريبه لاس وا نه خلي، نو الله تعالی دې ته ضرورت او اړتيا نه لري چې انسان دې خپل خواړه او اوبه پرېږدي. (بخاري شريف لومړی ټوک ٢٥٥ مخ)
همدا راز د سنن دارمي او نسائی په يوه حديث کې راغلي چې روژه له بدو کارونو څخه د منع کېدو ذريعه ده، نو څوک چې روژه نيسي، هغه بايد له بدو خبرو او غوسې څخه لاس واخلي، تر داسې حده که له ده سره څوک جنګ او جګړې ته تيار شي او ښکنځل ورته وکړي، نو د مومن وظيفه دا ده چې قهر وزغمياو هغه ته ووايي چې زه روژاتي يم.
دې ته ورته حديث د صحيح بخاري د (کتاب الصوم) په (بَابٌ هَلْ يَقُوْلُ اِنِّیْ صَائِمٌ اِذَاشُتِمَ) کې روايت دی:
ژباړه: د حضرت ابوهريره رض بيان دی چې رسول الله ص وفرمايل: د انسان هر عمل د ده خپل وي پرته له روژې چې هغه زما لپاره ده او زه به د هغه بدله ورکوم او روژه يو سپر دی، نو که يو چا روژه نيولې وي، هغه لره بېکاره او د فسق خبرې کول نه ښايي او نه د هغه لپاره شور او غالمغال کول په کار دی. که يو څوک ده ته ښکنځل وکړي يا ورسره جنګ کول غواړي، نو ده لره صرف داسې ځواب ورکول په کار دی چې زه روژاتي يم، په هغه ذات دي زما قسم وي چې د هغه په لاس کې د محمد روح دی، د روژاتي د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو تر خوشبويي هم زيات خوښ دی.
(بخاري شريف لومړی ټوک ٢٥٥ مخ) روژاتي ته دوې خوشحالۍ حاصلېږي: يوه خو دا ده چې دی روژه مات کوي، نو خوشحاله وي او بله دا چې کله له خپل رب سره ملاقت کوي، نو چې د خپلې روژې بدله ومومي خوشحاله شي.
دويم: د روژې په ذريعه په زړه کې انساني همدردي او سخاوت راپارېږي، څوک چې خپله لوږه او تنده احساس نه کړي، هغه په صحيح ډول څه رنګه د وږو او تږو له حاله خبرېدای شي، د روژې په ذريعه بډايانو ته دا احساس ورکول کېږي چې په لوږه او تنده کې څومره تکليف دی، نو د يو چا په مړولو او اوبه کولو کې به څومره ثواب وي، د تکليف درک هغه وخت سړي ته معلومېږي چې دی خپله ورسره لاس او ګرېوان شي. که تاسې فکر کړی وي په هر ځای کې چې د روژې نيولو امر شوی وي لکه په قسم ماتولو او نورو ډېرو ځايونو کې، هلته د روژو د نه نيولو په صورت کې مسکينانو ته ډوډۍ ورکول کافي ګڼل شوې ده، نو له دې څخه څرګندېږي چې روژه او غريبان مړول د موقع پر وخت د يوبل قايم مقام ګرځي.
درېيم: د روژې په ذريعه د انسان عقل پر نفس باندې پوره او کامله غلبه پيدا کوي او په انسان کې استقامت توليدوي، مثلاً يو څوک چې پوره يوه مياشت په ځان کې دومره استقامت او ټينګښت پيدا کړي چې له سهاره تر ماښامه له حلالو شيانو لکه خوراک، څښاک او جماع څخه پرهېز وکړای شي، نو هغه بې له تکليفه کولای شي چې نور ټوله کال له ناوړو کارونو، بې خونده خبرو او بدو اخلاقيو څخه ځان وژغوري.
څلورم: په روژه کې انسان ته د شکر ايستلو موقع په لاس ورځي، مطلب دا چې څوک وږی او تږی نه شي، په بدن کې ضعف او کمزوري احساس نه کړي، هغه څنګه کولای شي چې د الله تعالی د نعمتونو شکر لکه څنګه چې ښايي ادا کړي، دا قاعده ده له چا څخه چې يو محبوب او مرغوب څيز څه زمانه ورک شي، نو د هغه د فراق او نيستۍ په وخت کې د هغه څيز قدر خورا ښه معلومېږي.
پنځم: روژه د الهي محبت لپاره يوه خورا ښه علامه ده، څوک چې د خپل محبوب او معشوق په محبت کې تر داسې اندازې ورسېږي چې خوراک او څښاک پرېږدي او له خپلې ښځې سره جنسي تعلقات هېر کړي، هغه ته رښتينی عاشق ويل کېږي، نو څوک چې له الله تعالی سره محبت لرل، په روژه سره اظهاروي او د ژوند خوندونو ته شا ورګرځوي، ځکه نو الله تعالی فرمايي: چې روژه صرف زما لپاره نيول کېږي او بدله يې خپله زه يم.
شپږم: روژه د جسم او روح دواړو د صحت لپاره ده، ځکه خو طب پوهان د ښه صحت لپاره بهترين څيز لږ خوراک ګڼي، همدا راز صوفيه کرام د زړه د صفايي لپاره همدا شی لازم ګڼي، له بل پلوه ميډيکل ساينس د ډېرو ناروغيو د صحت لپاره ځان وږی کول قطعي علاج ګڼي، د طبي هداياتو له مخې انسان بايد لږ تر لږه په هفته کې يو وخت ځان وږی وساتي او په کال کې يوه مياشت دغه لړۍ جاري ساتل ډېرې ناروغۍ له ځان سره وړي، خو په دې شرط چې په خوراک او څښاک، روژه مات او پېشلمي کې بې اعتدالي ونه شي، د لوړ شوګر او زيات وزن درلودونکي انسان لپاره خو د طب پوهانو له نظره روژه نيول اکسير او تر ټولو ښه ده.
د روژې په اړه ځيني فقهي مسايل
د روژې نيت کول: د روژې لپاره هم د نورو عباداتو په شان نيت کول ضروري دی، څوک چې د روژې نيولو اراده نه لري، ليکن له سهاره تر ماښامه خوراک او څښاک پرېږدي، دغه سړی روژاتي نه بلل کېږي، البته دا ضروري نه ده چې په ژبه به د روژې نيت وايي، ځکه نيت د زړه ارادې ته ويل کېږي، په خوله ويل يې ضروري نه دي، اوس سوال دا پيدا کېږي چې له کومه وخته به د روژې نيت کوي، لومړی بايد ووايم چې روژه پر شپږ ډوله ده:
لومړی: د رمضان مياشتې روژې دي.
دويم: د نذر معين روژې يعنې هغه روژې دي چې يو څوک يې پر ځان باندې خپله نذر کړي، مثلاً ووايي که زما دا فلانی کار وشو، نو زه به د جمعې په ورځ يا په دغه را تلونکې چهارشنبه روژه نيسم، دې ته (نذر معين) ويل کېږي.
درېيم: د رمضان مياشتې قضايې روژې دي.
څلورم: نذر غيرمعين يعنې هغه روژې دي چې يو څوک يې پر ځان خپله نذر کړي، خو ورځ ونه ټاکي، دا ونه وايي چې په فلانۍ ورځ به روژه نيسم، يوازې دومره ووايي (که مې دا فلانى کار وشو، نو زه به دوې ورځې روژه نيسم).
پنځم: د کفاراتو روژې دي، يعنې هغه روژې چې د يو کار په سبب پر چا لازمې شي، مثلا يو څوک په رمضان مياشت کې قصدًا خوراک، څښاک يا جماع وکړي او بيا د دې په بدله کې شپېته روژې نيسي، يا قسم پر واوړي او د هغه په بدله کې درې روژې نيسي، دغه راز روژو ته د کفاراتو روژې وايي.
شپږم: نفلي روژې دي.
له پورتنيو شپږ ډوله روژو څخه لومړي دوه قسمه روژې يعنې د رمضان روژې او نذر معين روژې، د دوی نيت که په شپه کې ونه کړل شي، نو تر زواله نيت کول يې جائز دی، په دې شرط چې روژه يې نه وي ماته کړې، ځکه د رمضان مياشتې روژې هر مسلمان پر ځان لازمي بولي، نو که څوک له شپې څخه نيت ونه کړي، سهار شي وروسته خبر شي چې روژه ده او هېڅ يې هم نه وي خوړلي، نو تر زواله وخت لري چې د روژې نيت وکړي، همدا حال د نذر معين يعنې هغو روژو هم دی چې خپله يې پر ځان نذر کړې وي او ورځ يې ټاکلې وي، مثلا ووايي: که مې فلانی کار وشو، نو سبا به روژه نيسم، سبا ورځ راشي خو روژه يې هېره وي، دا چې د ده ګومان دی چې خپله وعده به پوره کوم، نو دی کولای شي چې تر زوال مخکې د روژې نيت وکړي، په دې شرط چې له سهاره يې خوراک او څښاک نه وي کړی. درېيم او څلورم ډول روژې يعنې د رمضان قضايي روژې او د نذر غير معين روژې: د هغوی لپاره له شپې څخه نيت کول لازم دی، پاته چې شپږم قسم يعنې نفلي روژې شوې، د هغوی لپاره هر وخت تر زواله نيت کول جايز دی، يعنې که چا له شپې څخه د نفلي روژې نيت نه وي کړی، سهار پر لس بجې يې د روژې اراده شي، نو کولای شي چې له همدا اوسه روژه نيت کړي په دې شرط چې له سهاره يې د روژې خلاف څه عمل نه وي کړی. (الهداية کتاب الصوم صفحه ١٩٣)
روژه په کومو شيانو ماتيږي؟
خولې ته اوبه اچول او بې له قصده ځنې تېرېدل، يو څوک ګومان وکړي چې لمر لوېدلی دی روژه ماته کړي، وروسته خبر شي چې لمر نه و لوېدلی، يا په پېشلمي خوراک کوي خبر نه وي چې صبح صادق داخل شوی دی، په دغو ټولو صورتونو کې روژه ماتېږي، بيا به يې قضاء راوړي، ليکن کفاره نه لازمېږي، ځينې خلک په پېشلمي کې په داسې حال کې خوراک کوي چې صبح صادق داخل شوی وي، ليکن دوی وايي چې تر اوسه اذان نه دی شوی، دا روژه صحت نه لري ځکه روژه له وخته سره اړه لري، نه له اذانه سره، بل دا چې اذان د لمانځه لپاره دی، نه د روژې لپاره.
په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
څوک چې قصدًا خوراک، څښاک ياجماع وکړي، يا نسوار او سګرېټ وڅکوي، نو پر دغه کس له قضاء نيولو پرته کفاره هم لازمه ده، کفاره دا ده چې شپېته ورځې به مسلسله روژې نيسي، په منځ کې به يوه ورځ هم نه ناغه کوي، ليکن که څوک دايمي ناروغي لري، يا دومره ضعيف وي چې د روژو نيولو توان نه لري، نو بيا دې شپېته مسکينانو ته دوه وخته تر موړتيا پورې ډوډۍ ورکړي.
په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
هر قسم خوشبويي بويول يا خوشبويي لګول، مسواک وهل، پزې ته اوبه ننوتل، په سترګو کې رانجه يا دوا اچول، احتلام يعنې شيطان خطا ايستل، خودبخود قی وهل، پر سر يا بدن باندې تېل يا روغن لګول، دوړې، ګرد او غبار يا د لرګي بريده حلق ته ننوتل، په هېره سره خوراک، څښاک ياجماع کول، ستن يعنې پېچکارۍ لګول په دغو ټولو شيانو سره روژه نه ماتېږي.
پوښتنه: آيا په هېره سره روژه ماتېږي او که نه، ځينې خلک فکر کوي چې روژه به ماتېږي، صرف کفاره به نه لازمېږي؟
ځواب: په هېره خوراک، څښاک او جماع کولو سره روژه نه ماتېږي، د بخاري شريف د (کتاب الصوم) په (باب الصائم اذا اکل او شرب ناسيا) کې دا روايت راغلی: ژباړه: له حضرت ابوهريرة رض څخه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل: که د چا روژه هېره شي، خوراک يا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه چې دا په حقيقت کې الله تعالی په ده خوراک او څښاک وکړ. (بخاري شريف جلد اول صفحه ٢٥٩)
او په (سنن دارقطني) کې روايت دی:
ژباړه: له حضرت ابوهريرة رض څخه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل: څوک چې د رمضان مياشتې روژه په هېره سره ماته کړي، نو پر هغه نه قضا شته او نه کفاره يعنې روژه يې صحيح ده او په کار ده چې خپله روژه پوره کړي.
(دارقطنی کتاب الصوم جلد ٢صفحه ١٥٨) په هېره تر خوراک کولو وروسته قصدًا دوهم ځل خوراک کول
پوښتنه: که يو څوک په هېره سره خوراک يا څښاک وکړي، نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا په دې سره کفاره ورباندې لازمېږي که يې صرف د دغې ورځې روژه ماته شوه؟
ځواب: پر دغه کس صرف د دغې ورځې روژې قضاء لازمه ده، کفاره نشته ورباندې، په هدايه کې راغلي:
ژباړه: چا چې په هېره سره په روژه کې خوراک وکړ او د ده ګومان شو چې روژه مې ماته شوه، وروسته يې قصدًا نور خوراک ورپسې وکړ، نو پر دغه کس يوازې د دغې ورځې روژې قضاء لازمه ده، کفاره ورباندې نشته . (الهداية کتاب الصوم صفحه ٢٨٠)
په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
که څوک داسې ناروغ وي چې روژه نه شي نيولای، يا يې نيولای شي ليکن د ناروغۍ د زياتېدو وېره لري، همدا راز مسافر لره، شيدې ورکوونکې ښځې لره که څه هم چې د بل چا کوچني ته شيدې ورکوي، په دې شرط چې د روژې نه نيولو ضرورت محسوس کړي، اميدواري يعنې حاملې ښځې ته چې د خپل ځان يا د اولاد د نقصان وېره موجوده وي، په دغو ټولو صورتونو کې روژه نه نيول جائز دي. همدا راز ښځې لره د حيض په ورځو کې روژه نيول جائز نه ده، ليکن په دغو ټولو صورتونو کې به د قضاء شويو روژو قضاء راوړي، البته دوی ته اختيار دی، که مسلسله قضايي راوړي او که په منځ کې څو ورځې فاصله ورکوي.
په احتلام پېښېدلو سره روژه نه ماتيږي
څوک چې ويده شي احتلام ورته پېښ شي، يا تر پېشلمي مخکې جنابت ورته پېښ شوی وي او د غسل کولو ضرورت ولري او يا يوې ښځې ته وګوري انزال شي، نو په دغو درېيو صورتونو کې يې روژې ته هېڅ نقصان نه رسېږي. په ابوداود، ترمذي او بخاري کې راغلي:
قَالَ رَسُوْلُ اللهِ ص لاَيفطر مَنْ قَاء وَلاَمَنْ اِحْتَلَمَ وَلاَمَنْ اِحْتَجَمَ.
ژباړه: رسول الله ص وفرمايل: د هغه چا روژه نه ماتېږي چې قی ووهي، يا احتلام ورته پېښ شي او يا وينه وکاږي. همدا راز د بخاري د (کتاب الصوم) په (باب الصائم يصبح جنبًا) کې روايت دی:
ژباړه: عبدالرحمن له مروان څخه خبر شو چې حضرت عايشې او حضرت ام سلمه دواړو ويل چې (ځينې وخت به) په داسې حال کې سهار شو چې رسول الله ص به له خپل اهل سره جُنب راپورته شو، بيا به ده مبارک غسل وکړ، په داسې حال کې چې روژه به يې وه. (بخاري شريف جلد اول صفحه ٢٥٨)
همدا راز که روژاتي له ښځې څخه مچه واخلي، خو انزال نه شي، نو روژه يې نه ده ماته، د صحيح بخاري د (کتاب الصوم) په (باب القُبلة للصَّآئم) کې دا روايت راغلی:
ژباړه: حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايي چې رسول الله ص به په داسې حال کې له خپلو ځينو بي بي ګانو څخه مچه واخيستله چې روژه به يې وه، دې مبارکې تر دغې خبرې کولو وروسته وخندل. (بخاري شريف جلد اول صفحه ٢٥٨)
ليکن که يې له ښځې څخه مچه واخيستله او انزال شو او يا له ښځې سره پرېوت ځان يې ورپورې وموږی او انزال شو، نو په دغو صورتونو کې روژه ماتېږي، بيا به يې قضاء راوړي، البته کفاره نه ورباندې لازمېږي، په هدايه کې راغلي:
ژباړه: که چېرې يو کس په مچه اخيستلو يا ښځې ته په لاس وروړلو سره انزال شو، نو يوازې د دغې ورځې روژې قضاء ورباندې لازمېږي، کفاره نشته. (الهداية کتاب الصوم صفحه ١٩٩)
ليکن که يې د مخ يا شا په طرف کې جماع ورسره وکړه، نو له قضاء سره کفاره هم ورباندې لازمېږي او په هغه صورت کې چې پر ځان يې باور وي چې نه انزالېږم، له ښځې څخه په مچه اخيستلو يا په غېږ کې نيولو يې روژې ته هېڅ ډول زيان نه رسېږي، په هدايه کې راغلي:
ژباړه: يعنې که يې په مچه اخيستلو سره پر خپل نفس د نه جماع کولو او نه انزالېدو اطمينان و، نو مچه اخيستل هېڅ پروا نه لري. (الهداية کتاب الصوم صفحه ١٩٩)
په روژه کې قی وهل
همدا راز په قي وهلو روژه نه ماتېږي، خو که يې قصدًا په ډکه خوله قی وواهه روژه يې ماته ده، قضاء به راوړي:
ژباړه: که چېرې چا ته خودبخوده قی راغی، نو روژه يې نه ده ماته په دليل د دې قول د رسول الله ص که چا قی وواهه، نو قضاء نشته، ليکن که يې قصدًا قی وواهه، نو قضا به راوړي. (الهداية کتاب الصوم صفحه ٢٠٠)
په روژه کې په ژبه سره د يو څيز خوند کتل
څوک چې په ژبه د يو څز خوند وګوري په دې سره روژه نه ماتېږي، البته مکروه کېږي:
ژباړه: حضرت عبدالله بن عباس رض فرمايي: هېڅ پروانه لري که روژه دار د يو څيز خوند وګوري، يعنې د ښوروا يا د بل شي. (سنن البيهقي باب الصائم يذوق شيئًا جلد ٤ صفحه ٤٣٥)
همدا راز په هدايه کې راغلي:
ژباړه: او چا چې په خپله خوله د يو څيز خوند وکوت، نو روژه يې نه ماتېږي، د فطر نه کېدو په سبب صورتًا او معنًی، البته دا کار مکروه دی، ليکن هغې ښځې ته چې د کوچني د حفاظت په خاطر داسې کوي او بله چاره نه وي، هېڅ پروا نه لري. (هدايه کتاب الصوم صفحه ٢٠٢)
د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
پوښتنه: آيا ښځې لره جائز دي چې د روژې مبارکې مياشت کې د حيض يعنې مياشتني عادت د بندولو په موخه دوا وخوري، د دې لپاره چې روژه يې قضاء نه شي او د روژې مبارکې مياشتې پوره روژې ونيسي، که چېرې نه وي جائز او يوه ښځه داسې وکړي، نو دعادت د ورځو د راتګ پر وخت به روژه نيسي که به يې خوري؟
ځواب: هو، ښځې لره داسې کول جائز دي، د احاديثو په مشهور کتاب (مصنَّف عبدالرزاق) کې روايت شوي چې يو وخت له عبدالله بن عمر رض څخه پوښتنه وشوه که چېرې د يوې ښځې د مياشتني عادت وينه ډېرې ورځې جاري پاتې شي او دا غواړي چې يوه دوا وخوري او وينه يې بنده شي، دا خو به کومه ګناه نه لري. ده مبارک ورته وفرمايل: نه، نه، دا هېڅ خبره نه ده. (مُصَنَّف عبدالرّزاق جلد اول صفحه ٣١٨)
فقهاء ليکي ځکه حيض د رحم د هغو وينو نوم دی چې د ښځې له فرج څخه دباندې راووځي، که چېرې په يو سبب سره هغه وينه راونه وتله مثلاً يا يې د حيض د ورځو تر راتګ مخکې د وينې د بندېدو دوا وخوړله، يا يې کوچنی په نس شو، يا د يوې ناروغۍ له کبله څو مياشتې د ښځې مياشتنی عادت وځنډېد، يا ښځه دومره زړه شوه چې حيض راتګ يې بند شو، نو په دغو ټولو صورتونو کې به خپل لمونځ کوي او روژه به نيسي، ځکه د لمانځه د قضاء کولو او د روژې د خوړلو چې کوم سبب دی يعنې د ښځې له رحم څخه د فرج بهر وينه راوتل، هغه نه دی موندل شوی. (ردالمحتار جلد اول صفحه ٢٠٧، ٢٢٥)
په درمختار کې راغلي: (وهوالحيض دم من رحم ورکنه بروز الدم) يعنې حيض د رحم وينو ته وايي او رکن يې د وينو ظهور او ښکاره والی دی.