غفور زي لكڼوال ته ډالۍ

ته چى په بم والوځې ګرانه خوسته

لكه يتيم ژاړم جانانه خوسته

ته خو د بم الوځوالو نه يي

زما جنته ګلستانه خوسته

تا نه سر ټيټې دوښمنان تلالې دى

زما توريال او قهرمانه خوسته

نن خو دبيا له تنه وينې څاڅې

په غم دواړه مسافر ژاړيږې

چى دمسجد اوهم ممبر ويران دى

نن په خوستيانو دى مخشر ژاړيږې

ددې حالاتو بردش نه لرې څوګ

په داسې حال دسمه غر ژاړيږې

دامى ايمان دامى زمير نه منې

چى راقيبان ستا په كوڅو كى ګرزې

ماتې به وخورې دا ناولې راقيب

 

كه څو جهازو او په ټنګو كى ګرزې

همدې راقيب ته به سر ټيټ نه كړمه

تر څو چى وينه مى راګو ګى ګرزې

دستا دخټو تيږو وران يو ديوال

 

زه په فاريس او خوتن نه وركوم

دستا په هر كلې كى دنګ دنګ څنار

په امريكا او لندن نه وركو م

دستا د وچ غره يوه لويشت ځمكه

 

دټول جهان په چمن نه وركوم

اى دګور ګورو او ما مڼو خوسته

ډير مى ياديږې ستا ګردوته سلام

زما دپټاوو ناغوړګيو خوسته

ستا چهار چا پيره دانګو غروته سلام

دستا خوستى درپسى ژاړم مدام

دستا سپيرو خاورو ايرو ته سلام

 

سيد كريم خوستى

 

 

 

سيدكريم العين په مندوزيو كى دبم چاودنې په ورځ