ميراث_لنډه كيسه

ليكوال، اسدافغان خوست


د ملك د لويې كلا مخې ته څو موټر ودريدل موټر ټول په خاورو ككړ و،زيات

گردونه پرې پراته ؤ داسې بريښيده چې له اوږده مزل وروسته راستانه شوى دې
، له موټرونو څخه سپاره كسان راكوز شول په مخونو يې خړې خاورې پرتې وې
څيري يې غمجنې ښكاريدې،سپرو كسانو له وروستې موټر څخه د يو وژل شوى ځوان
تابوت راښكته كړ،  تابوت يې د موټر په خوا كې په كټ كيښود،يو كس د تابوت
تخته پورته كړه،وژل شوى
ځوان په شونډو كې موسكى مالوميده و،له څيرې څخه غنمرنگه و، د ځوان په مخ
باندي څو ځايه وينه پرته وه شونډي يې توري شوى وې مخ يې څو ځايه زخمونه
درلودل،د ځوان په څيره كې د وهلو نښې نښانې له ورايه ښكاريدي،د ځوان ږيره
او بريت اوس راغلي و ،داسې بريښيده چې د ځوانۍ يې لا اوس دويم يا دريم
پسرلۍ تير شوى دي
څو شيبې تيرې شوي ملك او د هغې زامنو لخوا كټ براجوري كلا ته ننويستل شو،
كټ د لويې كلا د چوترې په څنگ كې كښودل شو ،د كټ په ليدو سره د جمال مور
او خورگانې لكه د بې روحو ديوالونو په څير ولاړې پاتې شوې،خو د تابوت د
تختې په لرې كيدو په تابوت راولويدي،
د جمال  په ليدو سره په كلا كې ژړا او چيغې شوي،د مور او خويندو ژړا او
چيغو زور واخيست زوراوري ژړا او چيغو يې د كلا ديوالونه لړزول
مور يې چيغې كړي:


اخخخ دا د گلاب گل چا مړ كړ،،،،خداي مو غبرگ زامن مړه كړه،،،،،


 څو شيبې تيرې شوي د كلي ښځي هم ډله ډله د خان د كور په طرف روانې وې،د
ښځو په راتلو سره به يې مور او خورگانې يو ځل بيا د جمال په سورې سورې
بدن ور وغوړيدې،
د كلي ښځو به هم ورسره ژړا او وير پيل كړ،
 د كور بهر نارينه اخوا ديخوا كيدل،د كور څخه د چيغو او ژړا غږ همداسې راته،ملك صيب
 څو تنه كليوال  د قبر تيارولو لپاره هديرې ته ليږلې و،

جمال د ملك وراره و له پلار همدا يو پاتې و ،پلار يې څو كاله د مخه  وفات

شوي و،جمال‎ ‎خپلې زړې مور په ډيره خوارى رالوى كړى و د ملك د زامنو سره
جنگونه او د ملك نفرت  د جمال مورډيره ځوروله، همدا څو مياشتي د مخه يې
ورته واده وكړ ،مور يې ورته خوشاله وه چې گوندي لمسي يې پيدا شې خو  په
نوي غوړيدلې گل يې ډير ژر خزان راغى او زوي يې ځوانيمرك شو،
مازديگر تير و ،او لمر خپلې وروستۍ وړانگې په منډه منډه له غرونو اړولي

څو تنه كليوال په كور ورننوتل،
د كلي خلكو د جمال جنازه اوږو ته پورته كړه تر دروازي پوري يې خويندي د
كټ پښو پوري نښتې وې، خو اخير يې
جنازه د هديرې په طرف روانه كړه،
ښه شيبه وخت تير شو جمال يې اوس خاورو ته سپارلى و
د كلي سپين ږيري او ځوانان له هديرې راستانه شول،

خلك دجومات مخې ته علې ناست و

په خپلو منځو ېې كې سره رنگارنگ خبرې كولې يوه تن د خان څخه وپوښتل:
خان صيب دا پيښه څنگه رامنځته شوه.
خان لږ غلى شو ترلږ سوچ كولو وروسته يې خوله وخوزيده:

څو ورځې د مخه مې گاونډې ولايت ته ليږلاي و د يوه كس سره مي څه پيسي وې،

هغه قرضدارې پيسې وركړي وې خو جمال دا څو ورځي ورك و، خلك مي پسې وليږل
خو نن يې په لاره كې مړي پروت و،غلو پيسې  هم ترې وړې وې او وراره يې هم
راته شهيد كړي و،

څو ورځې تيرې شوې د خان د وراره فاتخه پاي ته رسيدلې وه په كور كې يې لا

غم كم شوى نه و
د خان د خجري مخي ته يو موټر ودريد دوه كسان ترې ښكته شول،
دواړه د پاخه عمر كسان و له رنگه تور و خو هډور كسان و
د ملك سره په خجره كې تر ډيره ناست و،ښه شيبه يې سره خبري وكړي اخير
ملك له جيبه توره غوټه راوويسته د ميلمنو په طرف يې گوزار كړه او ويې ويل
بس دې؟
پوره دوه لكه دي دوه لكه،

تور هډور سړې لږ غلى شو او وىې ويل

ملك صيب والا پدې خو نه ارزې،په ډيره خواري مو وواژه، تاته يې سلامت
جايداد يې درپاتې شو،
خان صيب يو بنډل نورې پيسې هم ورگوزار كړي او راغلې كسان په بيړه له خجري ووتل

پاي

اسدافغان خوست
باك ولسوالې خپل كور

٢٠١٠:٧:٢٤