احمدنويدنظري_لښكرګاه
دلښكرګاه ښارپرهرچوك (موټرموهابغل ته ودروئ) اورېدل كيږي.
پدې وروستيوكي ددولت يوشميرلوړپوړوچارواكوپرېكړه وكړه هغه موټرچي قانوني اسنادلري بايد راجستراودرګرځېدلوجوازوركړل شي ،خودزرګونوموټرونودراجسترياثبت وروسته دغه پروسه ځكه بنده سوه چي ولسمشرحامدكرزي دغه كاردنه منلووباله اوديوه حكم په صادرولويي امركړئ چي دځانګړوكمېسيونونولخوادي دغه بې اسناده موټرچي شميريي يوازي په هلمندكي ترزرګونواوړي دروي اوظبط دي سي.
دبې اسنادوموټرودنيولوپه لومړۍ ورځ يوازي سل بې اسناده موټرونه ونيول سول چي په هغه كي درې ديرش يي دبهرنيوځواكونودكاروانوسرف موټران دي.
ولي دولت هغه مهال دغه موټرنه بندول چي په لومړي سركي هيوادته دلويوكانتينرونوپه وسيله واردسول ،اوخلكوپرې لكونه افغانۍ وركړلې.
كه اوس دولت دغه ډول هڅه كوي نودايوه ناكامه اوبې پايلي هڅه ده ځكه هركوريويادوه حتي درې بې اسنادموټرلري،كه چيري يوه كورنۍ يوبې اسناده موټرولري اودايي هم دكورنۍ دستونزودليري كولولپاره اخيستۍ وي نوكه چيري دغه موټريي دولت ونيسي ،دغه كورنۍ به بياوتوانيږي چي بل موټرځانته واخلي،نه هيڅكله نه.
دهلمنداقتصادي حالت هرچاته معلوم دى،يوشميرخلك قاچاقبر،ډيرخلك غريب اوپه اندازه ددولت لوړپوړي چارواكي ،شتمن اوقومي غله دي.
قاچاقبراوچارواكي خوهرډول موټرچي وي اخلي يي خودغه غريب بېچاره چي يوبې اسناده موټريي دزړه په وينواخيستۍ وي نسي كولاى چي يوځل بيادموټرخاندسي.
دبې اسنادوموټرونيول دوې موخي لري اوهغه داچي دهلمنداوشاوخواولاياتودخلكواقتصادي حالت كمزورۍ كول اوهغوته غاښ ماتوونكۍ ګوزارترڅويوشميردموټرخاوندان ددولت دمخالفينوسره يوځاى سي،ځكه بله چاره نلري ،مجبوره دى چي ياغلاوكړي ياقتل اوياهم دخلكودمزاحمت سبب وګرځي.
په هلمندكي ولايت اته نوي سلنه موتربې اسناده اوكانتينري،پدې خاطرخلكودغه موټرډير واخيستل چي دولت ورته اجازه وركړې وه اوهره ورځ سلګونه كانتينره موټردهرات پرلاره هلمندته راتلل چي دغه موټرډيرارزانه،ډيرنوي اوهرځاى پيداكيدونكي وه.
خلك هم ددې كارسره سخت مخالف دي اووايي كه چيري دولت ددې موټرودنيولوپلان درلودنوافغانستان ته به يي دننوتومخه نيولې وه خومتاسفانه اوس دغه ناوړه پروسه روانه ده اودهلمنددخلكوخرڅي سوي پيسې ټولوي اوترتوروخاورويي لاندي كوي.
surgar.net