راليږونکی : شر يف ا لله غفورزي لکنوال
 

  ښاغلي عبدلباري جهاني غزل

غزل

هغه ګرېوان چې د ازله د ګنډلو نه و
جنون يې هم د زولنو د ټينګېدلو نه و


د ارمانونو په ساحل مې بېړۍ ډوبه شوله
بيده قسمه دا ګودر د غرقېدلو نه و

چې بې خبره دې رخصت شوم له حضوره څخه
د عزرايل خاموش پيغام د اورېدلو نه و

د دار پر سر که مې نارې د انالحق وهلې
شيخه معذوز يم هغه سُر ستا د ويلو نه و

يوازې ما د خپل جانان قولونه واخيستله
دا کوه طور د فرعونانو د ليدلو نه و

زه په لمبو کې سوځېدم جلوه مې وليدله
هغه مقام د هر خامبازه د ورتللو نه و

چې "جهاني" يې د پېړيو په وعده اوبيږي
خواره زاهده هغه جام ستا د چښلو نه و