امریکايي ساینسي څېړونکوپه ناروغو وینو کې داسي انټي باډي(۱) موندلې چې د راز راز ایچ آی وي ایډز په سلو کې تر نوي زیات ویروسونه له منځه وړي.
د دې انټي باډي دوه پروتینه له هغو حجرو سره نښلي او ویروس وژني چې د ایډز ویروس ورڅخه روغو حجرو ته د تلو لپاره کار اخلي .
د امریکا د روغتیا د ملي موسسې څېړونکي باوري دي چې دا انټي باډي د ایج آی وي د ویروسو په وړاندې ترټولو اغېزمن او قوي درمل دي چې تراوسه پورې پېژندل شوي دي.
ایچ آی وي د ایډز ناروغۍ رامنځته کوونکي ویروس دي.
دا ناروغي په پرمختللو هیوادونو کې تر ډېره کنټرول شوې ده خو وروسته پاته او بېوزلو هیوادونو ته لوی مصیبت بلل کېږي.
--------------------------------------
(۱) انټي باډي یو ډول پروتین دي چې د بدن په دفاعي سیستم کې رامنځته کېږي او په وینه کې جریان پیدا کوي ، معمولاً د مضرو باکتریاوو او ویرسو مخه نیسي .
taand.com