كندهاره

سيد كريم خوستى


داغم مى هروخت ژړاوې زړه ناقراره زما

څو به بمونو كى الوزې كندهاره زما

ستا دطالب يادملا يا د عسكر په مرګې

چى شم خبر نو ټول وجود شى بې احتياره

كله انګريز كله روسان كله تور سور اسريئل

په اور دسوازې بې ګناه دمينې ياره زما

څو به بمونو كى الوزې كندهاره زما

ستا لوې جماعت كى دسپينګيرو په سرو وينو لونګې

دشپې راياد شى اوښكې څاڅې تر سهاره زما

يو خوا مى ډير دى دهجران بل خوا دستا غمونه

په اور مۍ سوازې تور لوګې شوم ګلنګاره زما

زما دسوې زړه ټكوره زما د سترګو توره

چور او تلان شولې برباد شولې ګلزاره زما

څوبه بمونو كى الوزې كندهار زما

چى ددوستې لاس راكوى نوره مى وژنې په چل

خاونده خدايا دادښمن كى خوارو زاره زما

چى شي راياد دستا خوران اووږې تږې خلك

سترګو نه اوښكې وينې ځې دزړه پرهاره زما

نور وس مى نه شته سيدكريم داسى سوالونه كوم

چۍ نور سمسور كى كندهار پرورديګاره زما

څو به بمونو كى الوزې كندهاره زما

چى شم خبر نو ټول وجود شي بې اختياره زما

خوستى عربى امارات العين ۲۰۱۰+۷+۸