راليږونکی : محمد جاوېد کمال




کراره بده ورځ ده - طنز

د کو ټو ټو ټو ( Kotototo ) دهېوادولسمشرخوراغټه خېټه درلوده دکوټ جېبونه ېی هم ښه ژوروه . ښاغلی ولسمشردخپلی غټی خېټي له کبله تل دمېډېا (media )نښانه ووهروخت به ېی دنوموړې کارېکاتورونه خپرول اوملنډی به ېی په وهلي . ولسمشردغوملنډودومره په عذاب کی چی په پای کښی ېی دوطن دپرېښولوپرېکړه وکړه وېل ځه بابازه خپل دخېټي سره درڅخه ولاړم . تاسی پوه سی اوژورنالېزم مودنوی ولسمشردغوره کولودپاره ټول ټاکنی ترسره سولي . نوي واکمن خېټه نه درلوده ښه سپورټی اندام ېی وو ، ولی جېبونه ېی ترپخوانی مشرخوراډېروه متل دې چی واېی( هرنوی شې په پېل کی خوږوې ) دوخت په تېرېدوسره خلګ دخپل تللی مشرپه قدرپوه سول وېل ېاره واېم که ښه ووهغه تېرسوی واکمن لاښه وودخوارکی به ېوزوړکوټ په تن وو چی دوه جېبونه ېی درلوده ، ددغه نوي ښاغلی دجېبونو دشمېرلو دپاره دحساب ماشېن په کاردی . دخلګودپرله پسی غوښتونووروسته ددغه هېوادپارلمان پرېکړه وکړه چی پخوانی مشرته به ووطن ته دبېرته راتګ بلنه ورکوی نوېی وزاړه مشرته په دغه محتواېولېک ولېږی : جلالتماب ! ستاسی ساېه دی تل زموږپرسروی ...... ستاسی په وړاندی کومي ستونزی وي هغه اوس ېاله منځه تللی اوېاخوبېخی کوچني سوېدی مېډېاخپل چوکاټ پېژندلی دې اودژورنالېزم دټولو اصولودرناوی کوی . ستاسی دبېرته ژرراتګ په هېله . ددغه لېک په جواب کی پخوانی پاچاولېکل :داچی دوطن اوستاسی ستونزی کوچني سوېدی په دغه خبره دزړه له کومی خوښ سوم ، ولی زماخېټه نده کوچني سوئ . --- محمد جاوېد کمال .