راليږونکی:ليلومه




غزل


راکړي د جانانه دي غمونه پنډې پنډې
په سر د ګرځومه تهمتونه پنډې پنډې

چې صبر مې زړګی شي جنان بلکل رانه هيرشي
په غاړه ګرځومه تعويزونه پنډې پنډې

د ستا ښايست د ګلو څخه کم نه دي جنانه
ته ولې ښوروې لاس کې ګلونه پنډې پنډې

چې جوړ کړمه تصوير ستا,بيا په اوښکو رانه وران شي
په جيب کې راسره وي کاغذونه پنډې پنډې

فريده بې عتباره شوې باور مې په تا نشي
که وکړې راته ډير ډير قسمونه پنډې پنډې

فريدالله حسن زۍ