څومره لرې درنه اوسم
څومره لرې درنه اوسم دوزخونوکی وطنه
مدام ګرزم بې له تا نه په غمونو کی وطنه
بې وسې می درده وي اوژړاوي می چی ته سوزې
دبارودو سرو سکروټو سرو اورونو کی وطنه
که جنت شی که قدم په قدم ولرې کوثرې
خوښې نه شته په پرادیو وطنونو کی وطنه
ستا په یاد می اوښکې راشی دواړو سترګوکی می ډنډشی
ګرانه ته یی زما داوښکو په ډ نډونو کی وطنه
ستا سبا راته یادیږې مزدیګر می نه هریږې
ځکه ژاړمه مدام ستا په یادونو کی وطنه
ته که هر څومره غریب یی ته که هر څومره وران وران یی
ماته ګل یی زما دخوښې په ګلونو کی وطنه
سوله غواړم وروری غواړمه چی تا نوره اباد کړم
چی معلوم شی ددنیا ټولو ملکونو کی وطنه
ستا خوستی ټوټې شه غوښې وینه یی درجار شه
چی اباد شی ستا وګړې سمو غرونو کی وطنه
خوستی العین صناعیه ۲۰۱۰٭۶٭۲۶