مجبور: لنډه كيسه

ليكوال : اسدافغان

دا څلورمه مياشت وه چې نجيب په وظيفه پسې سرگردانه گرځيده سهار وختې چې به راپاڅيد نو د يو پنډ اسنادو سره به په ادارو گرځيده،كله به د يوې ادارې مخې ته ولاړ و او كله د بلې، چا به ځواب كړ او چا به هم د اداري له مخه په سپكو سپورو ويلو سره رخصت كړ خو زور او زر يې نه لرل چې وظيفه چا وركړې واي، نن هم نجيب سهار وختې له كوره د وظيفې پيدا كولو په نيت ووتلو كه څه هم سهار وختې و، خو نجيب اداره په اداره گرځيده خو چا ورته د هو ځواب ورنكړ تر ديرو گرځيدو وروسته يې يوې اداري ته سر ورښكاره كړ ،

مدير صيب سره تر جوړ تازه وروسته په څوكى چوپ كيناست، مدير صيب د چا سره په خبرو اخته شو
دا دولتي اداره وه،مدير صيب يې خير خواه انسان و نجيب ته يې هم ځكه بلنه وركړه
،انجينر ته يې ضرورت درلود، مدير صيب د هغه بل كس سره خبرې ختمې كړي نجيب هم سمدلاسه خپل اسناد د مدير صيب په ميز كيښودل مدير صيب ترې څو لنډې پوښتني وكړې، بيا د زدا كړو او كارې تجربې په اړه سره تر ډيره وغږيدل ،

مدير صيب په كمپيوټر كې په كوم كار اخته شو، نجيب په زړه كې هيله موجوده وه چې مدير صيب به ورته مثبت ځواب وايې خو مدير صيب لا هماغسې په كمپيوټر كې اخته وه نجيب تر ډيره لا همداسې ناست و د خپلې بې وسۍ په اړه يې فكرونه كول،
نجيب هم پوره نيم عمر په درس ويلو تير كړ، پلار يې پرې نور كار نه كولو يواځې درس يې پرې لوستلو خو اوس يې د پلار سيورى هم پر سر نه و، د ښوونځې څخه تر پوهنتونه پورې يې زيات كوشش كولو انجينرې يې ډيره خوښيده چې انجينر شې او خپل وطن اباد كړي،د خپل زيار او كوشش له بركته انجينري پوهنځي ته كامياب و،په ډير زخمت او كړاو سره يې دا څو كاله په پوهنتون كې درس ولوست څو مياشتې دې مخه يې درس سر ته ورسولو، د نجيب كورنۍ بې وسه و څه يې نه درلودل د دوكاندارانو قرضونه او د
ميرمنې خبرې يې چې كله دا شى نشته! او كله دا ! نجيب دې ته مجبور كړى و چې ټوله ورځ په وظيفه پسې وگرځي خو تر تير مازديگره به يې وظيفه پيدا نكړه، له پلاره چې څه جايداد ورپاتې و هغه يې د درس ويلو په وخت كې خرڅ كړي و، نجيب لا هماغسې په سوچونو كې ډوب و
د مدير صيب په غږ سره نجيب جټكه وخوړه د سوچونو لړى يې وشليده او ويې ويل:

وروره زه به ستا په اړه د رئيس صيب سره خبره وكړم سبا ته بيا راشه .....

نجيب لا خبرو ته خوله جوړوله چې د مدير صيب تيليفون وشرنگيد
مدير له مقابل كس سره په خبرو اخته شو څو شيبي يې سره خبري وكړې خو مدير صيب لا خبرې ختمې نه وې چې
دوه كسان اداري ته راننوتل،
يو ملازم او بل نا اشنا تن و، تر جوړ پخير وروسته ملازم مدير صيب ته وويل

ريس صيب درته تيليفون هم كولو او دا كاغذ يې هم راكړ،

مدير صيب په كاغذ كې سترگې وگنډلې په ځير ځير يې وكوت د
كاغذ څو كرښې يې ولوستې او په ځوان كې يې سترگې ښخې كړې
د ملازم بيا خوله وخوزيده او ويې وويل

،
مدير صيب دا د ريئس صيب تره زوي انځرگل دې دولسم يې خلاص كړي دي دا چې زمونږه د اداري د انجينر پوست خالې دي نو دا رايس صيب د انجينر په صفت مقرر كړ

په مدير صيب باندې خولې راماتې شوې انځرگل ته يې بد بد وكتل او د ميز څخه يې اسناد را اوچت كړل نجيب ته يې وركړل او ويې ويل

بښنه غواړم رايس صيب مونږ ته انجينر رالږيلاي دي تاسو كوم بل ځاي ځانته كار پيدا كړى،،،،


نجيب هم د اداري څخه غلى راووت ټوله ورځ همداسې وگرځيد چورت يې خراب و
مازديگر وختې كور ته لاړ
په انگړ كې پر شليدلې كټ كيناست د ميرمنې څخه يې اوبه وغوښتې
اوبه يې وڅښې او په شليدلې كټ همداسې چورتې ناست و
ميرمن يې ورته وويل
زوي مې ناروغ دي، ټوله ورځ يې تبه وه او كور كې هم هيڅ نشته،،،،،
نجيب هم خپلو تشو جيبو ته وكتل ميرمن يې لا همداسې غږيده نجيب د زوى لاس په لاس كې ونيوه تبه يې زياته وه
نجيب خپلې بې وسۍ او بيكارۍ ته سوچ يووړ سر يې ښكته اچولي و په سپيره انكړ كې يې سترگې گنډلې وې،
ميرمن يې هم پريشانه ناسته وه څو شيبې پس نجيب جيب ته لاس كړ، اسناد يې له جيبه راويستل
سترگې يې سرې وې څيره يې له غوصې ډكه وه د اسنادو پاڼې يې په ځير ځير وكتلې بيا يې ټوټي، ټوټي كړي،د اسنادو څيرې شوي پاڼې يې په انگړ كې وشيندلې او د كوره په گړنديو گامونو راووت ، د كور په انگړ كې د شليدلو كاغذونو پاڼې يوې او بلې خواته باد له ځانه سره وړلې،

نجيب هم زړه و چې له داود سره ووينې، د داود دې كور په طرف ور روان شو خو
د كلې جومات په خوا كې يې داود وليد
تر جوړ پخير وروسته ورته داود وويل:

انجينر صيب وظيفه د پيدا نكړه ؟ فكر كوم اوس به د ډالرو په بوجۍ ناست وې؟

نجيب چوپ ولاړ و څو شيبې پس يې سپيرې شونډې وخوزيدې

نه گرانه! وظيفه مي پيدا نكړه كوشش كوم چې كوم بل كاروبارپيدا كړم،

دواد ورته په غوږ كې څه وويل
او څو نوري خبرې يې هم ورسره وكړي بيا د جومات خوا څخه د يوې گوښه ځاي ته څنگته شول انجينر او داود لا تر ډيره خبري وكړي، د داود به كله كله اواز جگ شو

پيسې به وگټې پيسې! بس زما سره كار شروع كړه چې د ژوند په خوند د پوهه كړم،،
نجيب ورته همداسې غلى ناست و ، د داود سره يې هو وكړه او خبره يې سره پخه كړه،


څو ورځې تيرې شوي انجينر او داود خپل كار پيل كړى و نجيب ورسره څو مياشتې ښه كار وكړو ،نجيب اوس

قرضونه خلاص كړل او كور يې هم د سرو او سپينو ډك كړ،ژوند يې اوس ښه شوى و

د معمول سره سم نجيب او داود نن په موټر كې سامان ځاي په ځاي كړ،تر ناوخته مازديگره يې له دواد سره په

موټر كې د سامان او لاري په اړه په خبرو اخته و دواد هم ورته هر ډول لاري وښودي،خپله اډه يې هم وروښوده ، اډه كه څه هم ډيره لرې نه وه خو نجيب بايد څو ساعته مزل په قاچاقې لارو كړى واى
نجيب بايد موټر خپل هدف ته تر سبا شپې پورې رسولاې واي، ځكه داود هم ورته زياتې پيسې منلي وي،او لار هم خطرناكه وه شپه له نيمايې
تيره وه نجيب هم دا وخت ښه وگڼلو چې خركت وكړي ځكه چې دا مهال لاره خالې وې
د اپيمو ډك موټر يې چالان كړ ، نجيب خوله په څادر تړلي و خو يوازې سترگې يې بريښيدې موټر يې د كلې څخه د ښار په لور روان كړ، كلى د ښار څخه دومره لرې نه و خو نجيب بايد په قاچاقې لارو موټر بيولاي واي ځكه چې د پوليسو گزمې زياتې شوې وې
سبا
مازديگر ناوخته و چې كلې ته د يو وژل شوي كس جنازه د څو كسانو لخوا راوړل شوه
ټول كليوال پرې ورټول شول
په كټ كي اوږد ځوان په وينو لمبدلاي پروت و په مخ يې څو ځايه د وينو څاڅكې پراته و
ټولو كليوالو ويل چي دا چا؟ دا چا ووژلو؟ دا خو انجينر نجيب دي!،دا خو دښمنى هم نه لره ټول كليوال خپه و او د جنازي شاوخوا ته ولاړ و

د راغلو كسانو څخه يوه تن خوله وخوزيده



لدې كس سره د اپيمو ډك موټر و، د پوليسو گزمې سهار وختې ليدلاي و خو ده ترې د تيښتي هڅه كوله موټر يې ترې تښتولائ و خو اخير پوليسو پرې مرمۍ وراولې وې او ځاي په ځاي يې وژلى و٠



پاي
اسدافغان خوست
٢٠١٠/٦/١٨
باك ولسوالې خپل كور

--