محمد کریم نور


(طنز) له ښاغلي قانوني سره لنډه مرکه

 نور : ښاغلی قانوني، ښه راغلاست

قانوني : زه تل ښه راځم، خو ډېره مننه

س : ښاغلی قانوني، تاسې ولې ځان قانوني نومولی؟

ځ : قانونيتوب ښه کار دی، خو کله کله سړی دې ته اړ شي چې ځان قانوني وښیي یا ځان قانوني وبولي .

س : ډېر خلک تاسې تورنوي چې ګواکي قانوني قانون ماتی سړی دی .  تاسې څه وایاست؟

ځ : دا د  ښاغلي کرزي او د ده د ملګرو تبلیغات دي . سړی چې په خپله "قانون ساز" وي، هغه به کوم قانون مات کړي او څنګه به قانون ماتی وبلل شي . 

س : تاسې په حکومت کې څه کار کوئ او ولي یې کوئ؟

ځ : زه د ملګرو په برکت د پارلمان کار و بار پر مخ وړم . دا کوم ځانګړی دلیل نه لري چې ولې یې کوم، زه خپله راسپارل شوې دنده پر مخ وړم . او پوښتنه مه کوه چې چا در سپارلي، ځکه چې هغه زما کار دی، او په خلکو پورې هېڅ اړه نه لري .

س : پارلمان څه شی دی؟

ځ : ولې ملالۍ جویا نه پوښتې؟

 س : که د مېرمن جویا ځواب واورو، نو تاسې به بیا د ښکرورو په سر کې راشئ او همداسې ستاسې  ملګري . تاسې په دې که څه وایاست؟  آیا پارلمان همداسې شي ته وایي؟

ځ : زه که د ملالۍ جویا پر ځای وای، نو داسې به مې نه غپل!

س : زه نه وایم چې تاسې خدای مه کړه بې ځایه غاپئ، تاسې هم پر ځای غاپئ او هم پر ځای داړي خښوئ . خو پوښتنه دا ده چې که مو په پارلمان کې  خونیان، غله او بېګانه هم لیدلای، نو بیا به هم پټه خوله ناست وای او  که د نه د ملالۍ په څېر به مو غپلئ؟

ځ : زموږ په پارلمان کې رښتیا هم خونیان، تورن، بېګانه او نورو غلامان شته، خو دا تر ډېره بریده د کرزي تبلیغات دي .

 س : کله چې یو رژیم یا حکومت نسکور شي، او د تېر حکومت کارمنو ته ټولیزه بښنه اعلان شي، نو بیا نوی دولت څوک نه تورنوي .  ستاسې په دولت کې اوس هم داسې لوړپوړي کسان شته چې لګیا دي او تر خپل وس پورې نه یوازې اخلاقي، جنایي، بلکې ورسره ورسره سیاسي او بشریت په ضد جرمونه  کوي . دا خلک به څوک محکمه کوي؟

ځ : که چېرې نوی حکومت راغی، نو دا  بیا د هغه حکومته دنده ده . هغه واک لري چې یا یې نیاوتون ته راکش کړي او یا یې هم زموږ په څېر وبښي . خو زه فکر نه کړم چې دا حکومت به ړنګ شي، ځکه چې دا زموږ حکومت دی .  او زموږ حکومت په دې مانا چې د خلکو حکومت دی .

 س :  د پارلمان غړي څنګه ارزوئ؟ آی دوی پر خپلو دندو پوره واکمن دي؟  آیا دوی کولای شي چې یوه پېچلې سکالو ته ژر حل لار پیدا کړي او د دولت اړین تصمیمونو ته ژر او هوښیارانه ځواب ووایي؟

ځ : که څه هم چې پوښتنه د ډېره پېچلې او اوږده ده، خو دومره درته ویلای شم چې په پارلمان کې داسې خلک هم شته چې ستا پر پوښتنه به په ګرد سره پوه نه شي، خو داسې پوه کسان هم شته چې زما په شان به یې ځواب کړي .

 س : د پارلمان دنده څه شی ده؟

ځ : رالېږل شویو پرېکړو ته د شنو یا سرو کارتونو پورته کول د پارلمان دنده ده .

 س : سور کارت د څه لپاره دی او شین کارت د څه لپاره؟

ځ : زه په دې اند یم چې دغه سکالو به ډېر پېچلی شي که ځواب ووایم . په لنډه توګه به درته ووایم چې کله خلکو ته امر وشي، سور کارت پورته کوي، او کله هم شین . دا چې څوک راته امر کوي، پر هغه زه هم نه پوهېږم .

س : زه نه پوهېږم چې تاسې به تل په پارلمان کې شتون لرئ که نه، ځکه چې ستاسې پارلمان تل په کال کې ۳۶۰ ورځي ټینګ وي . خو زه خبرېږم چې تاسې کله کله وزیران هم درغواړئ .  تاسې هغه وخت په پارلمان کې شتون درلود چې د تجارت  وزیر مو درغوښتی و؟

ځ : هو، زه وم .

 س : دا چې افغانستان سمندر ته لاره نه لري، نو د سوداګرۍ لپاره به  کومي هوایي لارې مناسبې وي؟ ستاسې وزیر څه وړاندیز وکړ؟

ځ : خبر داسې ده چې فرهنګ خو یو بې فرهنګه شی دی . په دې شیانو له سره نه دی خبر، خو زه په خپله تجربه ویلای شم چې د "دوبۍ" لار لږ خطرناکه ده . زه په دې تمه وم چې فرهنګ به نوې لارې موندلې وي، خو هسې یې ناهیلی کړم .

س : خلک وایي چې تاسي بې له پارلمانه، نور کاروبار هم لرئ . د بېلګې په توګه، کله کله قاچاق، او داسې نور او داسې نور .   ستاسې اند څه دی؟

ځ : دا د کرزي تبلیغات دي .  که دا رښتیا وي، یوه ورځ خو به یوې رسنۍ په دې باره کې کوم خبر ورکړی وای .  او بل دا چې زه نور ډېر شخصي کارونه لرم . که قاچاق هم وکړم، نو بیا به یې سر راڅخه ورک شي .

 س : تاسې کې سترګې پټې کړی، او داسې فکر وکړئ چې په یوه لویه دښته کې یوازې ناست یاست، کوم شعر یا لنډۍ به په لوړ غږ ووایاست؟

ځ : په دښته کې خو یوازې ډارېږم، زه دروغ نه وایم . خو که په تهران یا مسکو کې وم، نو بیا به دا شعر زمزمه کړم :

ما به اینجا از خاطر حشمت وجا آمدیم

از غلامي آنجا، حاکم  به  اینجا آمدیم

 نور : واه واه واه . ملت ته څه پیغام لرئ، کوم بل شعر وي، کومه لنډۍ؟

قانوني : "ملت "  چیست؟ 

benawa