ستا تصوير مې و په زړه کې هغه ګل شو
يو څراغ و هغه هم نيمه شپه ګل شو
هم له تانه لرې مرمه هم دې غېږ کې
راته ښکاري زما عمر لکه ګل شو
زه له ژونده نا امېده شومه هلته
په اوربل کې چې دې مړاوى تازه ګل شو
که نصيب يې شوه ګرمي ستا د ساه ګانو
يخ وهلى دا غوټۍ ارمان که ګل شو
په غوسه شوه په خندا شوه سعادته
خوى يې دا شېبه اغزى دا شېبه ګل شو
يو څراغ و هغه هم نيمه شپه ګل شو
هم له تانه لرې مرمه هم دې غېږ کې
راته ښکاري زما عمر لکه ګل شو
زه له ژونده نا امېده شومه هلته
په اوربل کې چې دې مړاوى تازه ګل شو
که نصيب يې شوه ګرمي ستا د ساه ګانو
يخ وهلى دا غوټۍ ارمان که ګل شو
په غوسه شوه په خندا شوه سعادته
خوى يې دا شېبه اغزى دا شېبه ګل شو