موږ د حقيقت په پېژندلو كې د خپلو حواسو محتاج يو. خو ، كه د خپلو سترګو ومنو نو سپوږمۍ طلايي رنګ لري او كه د لامسه حس ومنو ،د څاه اوبه په اوړي سړې او په ژمي تودې دي ، حال دا چې نه د سپوږمۍ اصلي رنګ طلايي دى او نه اوبه په اوړي سړېږي او په ژمي تودېږي ، نو موږ د حواسو په وسيله حقيقت ته څنګه رسېدلى شو؟
پوهانو دې پوښتنې ته په ځواب كې ويلي دي چې انسان عقل هم لري او د پېښو او ښكارندو په علتونو پسې ګرځي. دى له ځانه پوښتنه كوي چې سپوږمۍ ولې طلايي ښكاري ؟ ايا د سپوږمۍ خاوره زرينه ده ، كه څه بل چل دى ؟ او بنيادم په دې ډول د شك، او دليل او بيا بيا پوښتنو په مټ واقعي معرفت مومي يا ورنژدې كېږي.
تعقل او ا ستدلال د انسان د فطرت برخه ده او لكه څنګه چې نورې وړتياوې د تمرين په مرسته بهتره كېږي ، د تعقل او استدلال قوت هم د تمرين او ممارست په ذريعه غزونې كوي.
خو زموږ كلچر او روزنيز نظام د ( ولې ؟ ) له اورېدو سره چندان دلچسپي نه لري. د ماشوم ( ولې ؟ ) ته يا غوږ نه نيسو يا د ټوكو او دروغو ځواب وركوو. د افغاني ټولنې په مكالمو كې يوه مشهوره جمله ده چې : ولې خو جنګ ته وايي ! په تعليمي كتابونو كې مو ډېرې خبرې د حافظې د لوښي د ډكولو لپاره كېږي، او د ( ولې ؟ ) برخه پكې خواره وي.
موږ چې ګومان كوو چې د هر شي حقيقت ته رسېدلي يو، نو پوښتنې نه لرو او په علتونو پسې نه ګرځو. زموږ په ګومان ټولې هغه پوښتنې چې ځواب غواړي، ځواب يې راسره دى او ان لحد ته هم د پوښتنو تيار ځوابونه راسره وړو.
زموږ په پخواني ادب كې شاعر ډېر ځله پوښتنه كوي خو خبره داسې نه وي چې دى يې په ځواب نه پوهېږي ، دى يو ازې د مخاطب د متوجه كولو لپاره ، د تاكيد لپاره او د كلام د اثر د ډېرولو لپاره پوښتنه كوي. رحمان بابا فرمايي :
زه دا هسې ديوانه او مجنون چا كړم
له رواجه ، له رسومه بيرون چا كړم
نه پوهېږم چې دا چارې په ما څوك كړي
ليونى د خپل نګاه په افسون چا كړم
دلته شاعر له مخاطبه سوال نه كوي، بلكې غواړي چې مخاطب لا ډېر هغه چا ته متوجه كړي چې په شاعر يې افسون كړى دى . دا رنګه بلاغي پوښتنې ته په بديع كې تجاهل العارف وايي. تجاهل العارف د پخوا په څېر اوس هم د كلام د اغيز د زياتولو او د مخاطب د ذهن او احساس د پارولو يوه ذريعه ده خو د پوښتنې كولو په برخه كې د اوسني او پخواني ادب تر منځ دغه توپير راغلى چې اوسنى شاعر ممكن په رشتيا هم پوښتنه وكړي. د رشتيا پوښتنه په تجاهل العارف كې نه حسابېږي.
شاعري به د تجاهل العارف صنعت ته محتاجه وي خو د ټولنې د پرمختګ ، د كلچر د ودې او د حقيقت په لور د مزل لپاره واقعي پوښتنو ته هم محتاج يو. راځئ په تياره شوې ژبه او چمتو كړيو ځوابونو شك وكړو او ځانونه له درېدلي حالته راوباسو. موږ په تياره ژبه كې مثلا وايو چې د مڼې ګل دوديزه مشاعره . ايا دوديزه ده ؟
موږ په تياره ژبه كې وايو چې : د وزيرانو عالي شورا غونډه وكړه. ايا كه يې عالي ونه بولو ، څه مشكل پكې شته ؟ موږ د خپلو بحثونو په رپورټ كې ليكو چې : هر اړخيز غور ورباندې وشو. ايا رشتيا هر اړخيز وي؟ ... هغه خبره چې د عادت له مخې يې كوو ، فكر پكې نه دى شوى او هغه ليكنه چې د عادت په اساس يې ليكو، نه پكې فكر شته ، نه پكې هنر.
لــــیکوال: اسدالله غضنفر | تاند