خبر: نیویارک ټایمز

ژباړه او ترتیب محمد سلطان (شریفی) 

کله چی د سولی مشورتی جرګی کږدۍ ته د سلو مترو په واټن سره د طلیبانو راکیتونه و لګیدل، او سمدستی ځانمرګو برید کونکو هم خپلو ځانو ته چاودنه وکړه.

افغان ولسمشر د چارشنبی په سهار چی د عسوی کال ۲/۶/۲۰۰۱۰ سره سمون خوری  د سولی ملی مشورتی جرګه په دی هڅه چی د خپل پلان سوی جرګی په هکله د خلګو ملاتړ تر لاسه کړی، اود طالیبانو جنګیالی هم ودې ته وهڅوی چی نور نو جنګ بس کړي.

دننه د جرګی په کږدی کی د افغانستان پخوانی ولسمشر ربانی چی د طالیبانو سره سخت خلاف وو، د جرګی ریس وټاکل سو، چی داډول کړنو د جرګی ځنی استازی د خپګان سره مخ کړل. ښا غلی جوینده چی په کابل کی د ولسی جرګی یو بی طرفه غړی وو، وویل، چی دا یوه لویه غلطی ده، ځکه ټوله پخوانی توپک سالاران د جرګی په لمړی قطار کی ناست دي. افغانستان ته به په داشکل هیڅکله بدلون را نسی، چی په حکومت کی پخوانی توپک سالاران په دوامداره شکل سره د حکومت استازی توب کوی.

حضرت شا نوریستانی چی د نوریستان ولایت اوسیدونکی دی او په افغان حکومت کی د یو سناتو په حیث دنده تر سره کوی وویل، چی ښه به دا وای چی د جرګی ریس یی د خلګو په خوښه ټاکلی وای، ده زیاته کړه چی د ولسمشر دا کار به د خلګو زخمونه پټی نه کړی. پداسی حال کی چی نورو استازو په جرګه کی د ربانی په مشر توب سره خوښی وښودل، او پدی باور وه چی د نموړی مشرتوب کومه ستونزه نه پیښوی.

په جرګه کی د کندهار ولایت یوه استازی چی محمد ابراهیم نومیدی وویل چی  دغه راغوښتل سوی خلګ په رشتيا سره د ولس استازیتوب کوی. پداسی حال کی چی د ولسمشر ورور د کندهار ولایتی شورا ریس دی او په جرګه کی د کندهار استازی بلل کیږی.

که څه هم  د ولسمشر څو استازو پدې کی شک درلودی چی د ربانی په مشر توب سره به طالیبان و دې ته وهڅوی چی د سولی پروسې ته زړه ښه کړی. حاجی شوکت ستانکزۍ چی د لوګر ولایت د قومی شورا غړۍ دی وویل، چی په جرګه کی داسی نور خلګ وه چی طالیبانو ته د اعتیبار وړ کسان دی او طالیبان هم د دهغو خلګو سره خبرو اترو ته  حاضیریدل.

که څه هم په  جرګه کی ځینی استازی د ولسمشر  دواړه ملاتړی او مخالیفینو وجود درلوده، خو په صورت عموم په ټولو کی د داسی یو ویری احساس پیدا شوی وو چی په وطن کښی وضع مخ په خراپیدو ده، او اوس نو دولت هم په افغان ولس کی نور اعتبار له لاسه ور کړی دی.

نموړو ویل چی دا به ډیره خطرناکه وی، چی ولس په درواغو  او ساختګی کړنو باندی د سولی پروسی ته امیدواره کړو. د ولسی جرګی یوبل غړی پدې شرط چی نوم یی وانخستل سی وویل، چی دا جرګه نه بلکی یو ورکشاپ دۍ. ده زیاته کړه  چی په جرګه کی ۱۶۰۰ کسان د ریس جمهور نژدی استازو پخپله خوښه را غونډ کړی دی.

ولسمشر د جرګی شروع مستقمآ طالیبانو ته په یوه ایشاره سره وکړه او په هغه کی یی خاریجی ځواکونه متهم کړه چی کڼی خلګ ددوی له لاسه د طالیب جنګیلیو سره یو ځای سوی دی. ده وویل چی طالیبان باید راسی چی په خپل وطن کی په سوله او سوکالی کی ژوند وکړی.

لیکین ددې درمخه چی ولسمشر ځپله وینا پای ته ورسوی، طالیبانو حامد کرزی ته خپل ځواب د یوې توغندۍ په ټوغولو سره ورکړ.

 کله چی د ولسمشر وینا د سولی مشورتی جرګی کږدۍ ته نژدې د یو راکیټ په چاودنه سره ا ګډه وده سول او وروسته د وسلو په ډزو کی ولسمشر ودی ته و هڅیدی چی خپلو لیدونکو ته ووایی چی د تشویش وړ خبره نده. ځینی کوښښ کوی چی راکیټونه را وتوغوی. نموړی خپلی وږې وغورځولی یعنی بی تفاوته یی وکڼل، ده همدا راز زیاته کړه چی اوس نو ددی چاودنو سره موږ عادت سوی یو، زما درې کلنه زوی هم ور سره عادت سوی دی.

نیویارک ټایمز زیاته کړې چی ددی حملی په جریان کی موږ د طالیبانو ویاند ذبیع الله مجاهید د تلیفون پر کرښو باندی پیدا کړ. نموړی نیویارک ټایمز ته وویل چی ددې حملی څخه مو مقصد د سولی مشورتی جرګی ګډوډول دی.

کله چی د ولسمشر بیان پای ته ورسیدۍ یوه شیبه ورسته  دوهمی توغول سوی توغندۍ په یوه لویه چاودنی سره جرګه ګډه وده شول،  جرګه  پداسی حال کی ۹۰ دقیقې وځنډول سول کله چی فغان امنیتی ځواکونه د طالیب جنګیالیو سره په جګړه بوحت وه.

د پولیسو د یو افسرپه وینا، چی عزت الله نو میدی او د کابل د پنځمی ناحیی کارکونکی وو، داسی وویل چی یو ځانمرګی برید کونکی خپل ځان ته د شیعه ګانو د تکیی خانی د مسجد سره چاودنه ورکړه چی هغه مسجد د سولی مشورتی جرګی غونډی ته ډیر نژدی وو.

نیویارک ټایمز زیاته کړه چی ښاغلی غزت الله هم د نورو افغانانو په شیان صرف خپل یو نوم واخست، او ویی ویل، چی پولیسو راپور درلود چی و دغه منطقی ته یو څو ځانمرګی داخیل سوی دي. پداسی حال کی چی د طالیبانو ویاند ذبیع الله مجاهید ددی پیښی تړاو پر غاړه  واخیست او زیا ته یی کړه چی طالیب جنګیالیوڅلور ځانمرګی برید کونکی کابل ته لیږلی دی. پداسی حال کی چی نموړی تر دغه مهاله مطمعین نوو چی په هغو ځانمرګو برید کوونکو کی به چا ځان ته چاودنه ور کړې وی او که نه.

 طالیب ویاند په داسی حال کی چی جګړه روانه وه د ټلیفون پر کرښه وویل، چی زموږ اصلی مقصد د جرګی ته خنډ او اخلالول دی. نموړی زیاته یی کړه چی لیږدول سوی جنګیالی په اتومات اسلحو، راکیټونو، اولاسی بمونو مجهز دی.

نموړی پخپله وینا کی دا هم په ډاګه وویل ، چی طالب جنګیالی خپل ځانونه د کابل پول تخنیک ته څیرمه پر بامونو ځانونه ځای پرځای کړی دی او د سولی د مشورتی جرګې پر کږدۍ باندی ډزی کوي.

 خبرپاڼه زیاتوی چی د تکیه خانی او د پل تخنیک منطقی امنیت یوه هفته مخکی نیول سوی وو، او د عامو خلګو پر مخ یی راشه درشه بنده کړی وه.

د پولسو د یوبل مشر په وینا، چی د نوم اخیستلو څخه یی ډډه وکړه، نیویارک ټایمزته داسی بیان ورکړی دۍ، چی طالیبانو خپل ځانونه مخکی نه مخکی په یو کور کی ځای په ځای کړی وه او اوس یی د همدغه ځای څخه حمله وکړه، ددغه پولیس په وینا چی چارواکو يو پوخ سینه سړۍ چی محمد نبی نومیږی.اصلآ د وردګو د ولایت اوسیدونکی دی نیولی دی.

 د پولیسو دغه مشر زیاته کړه، چی د محمد نبی  په اقرار کی ورته ویلی دی چی و ده ته جنګیالیو صرف لس ورځی مخکی د یو چوکیدار په حیث کار ورکړی وو،  ده خبر پاڼی ته وویل چی محمد نبی یی هغه وخت ونیوه کله چی یی د جنګ پر وخت موهیمات خلاص شول او د تښتی په حال کی وو.

دغه افسر نیویارک ټایمز ته وویل کله چی د جنګیالیو دغه کور  د چهار شنبی په ماپښین له امنیتی ځواکونو له خوا ونیول سو، نو پدې کور کی یی د دوو کسانو طالیب جنګیالیو مړه جسدونه هم پیدا کړه. او دوه افغان پو لیس هم په دغه عملیات کی ژوبل سول.

د ځینو معلوماتو پر اساس طالیبان ودغه علاقی ته د ښځو په چادری کی ننوتلی وه چی امنیتی چارواکی یی منحریف کړی وه.

د ولسمشر ویاند وحید عمر خبر پاڼو ته وویل، چی زموږ امنیتی ځواکونو برید کونکو ته په ډیره چټکی سره ددی حملی ځواب ورکړ، او دری سره ځانمرګی برید کونکی یی ووژل. نموړی په دی خبره ټینګار وکړ چی برید کونکو ونشوای کولای چی د جرګی کږدی ته نژدی ورشی او جرګی ته خطر مواجع کړی. لیکین خبر پاڼی وویل، چی دا معلومه نده چی د برید کونکو څخه څو کسانو په خپله ځانو ته چاودنه ور کړه ددې در مخه چی پولیس هغه ووژنی.

د نیو یارک ټایمز خبرپاڼی زیاته کړه چی ولسمشر کرزی طالیبانو ته د وروڼو خطاب وکړ او ویی ویل چی (ګرانو طالیبانو)  او ده دا هم وویل چی خلګ د دولتی چارواکو او خاریجانو له بی عدالتی له لاسه طالیبانو سره یو ځای سوی دی ځکه ظلم یی ورسره کړی دی چی دوی یی په خپل ژوندانه کی ډیر زهیر کړي دی. ( دوه مخی او درواغجن)

ولسمشر پخپله وینا کی وویل چی هغه طالیبان چی د حکومت چارواکو او ناټو ځواکونو له لاسه فراره سوی دی کولایسي بیرته را ستانه سی او ږموږ سره یو ځای سی.

 د نیویارک ټایمزپه حواله ولسمشر په خپله وینا کی زیاته کړی ده چی هغه کسان به هیڅکله و نه بخښم، چی د القاعیده سره تړاو لری او بیګناه افغانان یی وژلی او ژوبل کړی دی. نموړی پخپله وینا کی وویل چی د هغو کسانو دپاره د سولی په جرګه کی ځای نسته چی، معلیمان، عالیمان او د مکتب زدکوونکی یی وژلی دی.

خبر پانی زیاته کړي ده چی ولسمشر دا دلیل ور نکړ، چی هغه کسان چی د طالیبانو سره یو ځای سوی دی علت یی څشی دی. ایا علت یی د خلګو د پاره اسانتیاوی نه برابرول دی، د دولتی چاورواکو پر بی غوری، بی پروایی، رشوت او اختیلاص، ددولت سره خپګان، ددولت پر ناتوانی باندی او توپک سالاری باندی خفه دی،  خبر پاڼی وویل چی دا یی هم با ید واضح کړی وای.

په جرګه کی چی د جمعت اسلامی ګوند مشر ربانی د جرګی د مشر په توګه وټاکل سو، کوم چی د ولسمشرد مخالیفی پارټی چی ډاکټر عبدالله یی د تیری ولسمشریزی ټولټاکنی پر وخت مشر توب کاوه ملاتړ کوی.

نیویارک ټایمز زیاتوی چی مشورتی جرګه چی د لویی جرګی نه بیل ډول ده،  ددې جرګی اکثریت کاندیدان د حکومت د چارواکو لخوا په خپله خوښه ټاکل سوی دی.  چی په افغان ولس کی یی ددې جرګی مشروعیت تر سوال لاندی راوستلی دی. چی ایا افغان ولس به د ولسمشر دغه ډول کړونو ته په جدی سترګه وګوری او که نه.

خبر باڼه زیاته وی چی  تر دې درمخه چی ولسمشر کرزی ددوهم ځل لپاره وټاکل سی.  د تیر کال په ولسمشریزه ټاکنه کی یی جرګه او د طالیبانو سره سوله کول د ولسمشر یو د هغه مهیم ټکو څخه وه چی ده یی په اړوند ولس ته وعدی ورکولی.  کوم داخلی جنګ او جګړی چی خلګ یی  ډیر په خپګان کی اچولی دی .

نیویارک ټایمز لیکلی چی ددې اوسنی جرګې پایله مخکی نه مخکی لیدل کیده، ځکه ولسمشر ددې جرګې لپاره استازی يو په یو، په خپله خوښه را غونډ کړی وه، اودا چی ددې جرګی په جریان کی به څه ډول خبری اتری کیږی هر څه مخکی پلان سوی وه. لیکین دا  د دوی د پاره بی خطره نوه، ځکه د ولسمشر دا هر څه کړنی د ولس تر سوال لاندی راغلی وه. چی دا هر څه د یو سمبولیک په شکل د ملی یوالی په نامه مخکی نه مخکی د یوې ننداری یا ډرامی په شان جوړسوی او ترتیب سوی دی. یعنی دا د اولس په سترګو کی خاوری شیندل دی، او بیا د نړی څخه  د ملی یوالی په نامه  د خیرات پیسې راټول دی،

 مارټین وان بلجیرټ چی په افغانستان کی د پالیسی د څیړنی د ادارې کارکوونکی دی وویل، که چیری ولسمشر د سولی جرګې په خاطر جدی ګام اخیستی وای؟ نو ښه به دا وای چی دعام ولس استاځو او مشرانو سره یی پدې هکله صحی مشوره کړی وای نه د دولتی استاځو سره. چی تر څو یی ددې مشکیلاتو په عمق کی کار کړی وای ترڅو د مسلې د حل او فصل لاره یی موندلی وای.

سورغر ورځپاڼه