احمد تکل: د ريښتینپالي مادیت انځورګر
لیکنه: پامیر ساحل
د پښتو شاعري د نورو ژبو د هغې په څېر له بېلا بېلو پړاوونو تېرېږي او په کې وخت تر وخته نوښت رامنځ ته کېږي. د پښتو شاعري له ټپې، کاکړۍ غاړې، تر اوسمهاله ازاد او سپین شعر پورې، د بېلا بېلو مهالپېرونو راز راز انځورونه په ډاګه کوي. د انګلیسي شاعرۍ په څېر پښتو ژبه هم، له وخت سره د بېلا بېلو غورځنګونو، که هغه ادبي وي، که ټولنیز، که اقتصادي او که سیاسي، تر اغېز لاندې راغلې ده. څنګه چې په انګلیسي کې کلاسیک، رومانټېسېزم، او بیا د ماډرنېزم نظریو، د ادب بڼه بدله کړه، په همدې ډول موږ د پښتو ادب هم په مهالپېرونو کې وېشلای شو. پښتو هم د کلاسیک شاعري لري او همداسې د رومانټېسېزم او د ماډرنېزم هغه هم لري. خو زما په اند، د انګلیسي شاعرۍ پرتله، پښتو اوسمهال هم د شاعرۍ په دوو پېرونو کې سا اخلي. د انګلیسي د شاعرۍ د کلاسیک په توګه د ګیوېن ډوګلس، تامس کیمپیون او ویلیم شیکسپير نومونه د بېلګې په توګه یادېدای شي. دلته دا په یاد ساتل په کار دي چې له کلاسیکي مهالپېره مخکې هم د انګلیسي شاعري وه، او دا کلاسیکي مهالپېر په اوروپا کې تر ریناسینس (Renaissance) وروسته بلل کېږي. بل مهالپېر د رومانټېسېزم دی چې په کې د ویلیم ورډزورت، سیمیول ټېلر کالرېج، او جان کیټس نومونه د یاد وړ دي. د رومانټېسېزم د شاعرۍ ځانګړتیا دا وه چې په کې به د طبیعت د ښکلاګانو انځورونه کښل کېدل او د هغه مهال پنځونې (تخلیقات) زیاتره د طبیعت د ښایستونو، او راز راز رنګونو د ستاینو ګردچاپېره څرخي. تر دې وروسته د ریالېزم او د ماډرنېزم وخت راځي. ماډرنېزم د نولسمې پېړۍ د نوي مادیت د فلسفې او د کارل مارکس د اقتصادي او ټولنیزو نظریو تر اغېز لاندې ادبي مهالپېر دی چې په کې د تامس سټییرنز ایلیټ، ویلیم بټلر ييټس او نورو شاعرانو نومونه راځي. په ماډرنېزم کې د ټولنې د ټولنیز-سیاسي او ټولنیز-اقتصادي بڼې ريښتونی انځور کښل، د خپل وخت غوښتنې پوره کول، له وخت سره پل په پل تګ، او د یوې ځانګړې نظریې په هیندارې کې ژوند ته کتل او د ټولنې د ټولو ناروغیو درملنه د شاعرۍ موضوع ګانې وګرځېدې. بل پلو، د پښتو د کلاسیک په شاعرانو کې د بېټ نیکه، خوشال بابا، امیر کروړ، اکبر زمینداروي، رحمان بابا او د ډېرو نورو پخوانیو شاعرانو نومونه اخیستل کېدای شي.
پښتو شاعري اوسمهال د رومانټېسېزم، او ماډرنېزم په دواړو پېرونو کې تر سترګو کېږي. په یوه بڼه خو هغه شاعران دي چې اوس هم د طبیعت ښکلاګانې په خپلو ولسوالیو کې ګوري، او بیا یې انځورګري کوي. دا شاعران د میني هغه دودیز انځور، پخواني او نوي علامتونه هم د خپل یوه ځانګړي چاپېریال تر اغېز لاندې په خپلو پنځونو کې راولي. د بېلګې په ډول،
په خپل شرنګ به ویده شمه، په خپل شرنګ به راویښ شم
بنګړي مې کړه د لېچو، ګرځوه مې په لاسونو ( اسحاق ننګیال)
مارغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري، کلی مو چینار نه لري (پیر محمد کاروان)
دا زما زړه که تصویر د لاله زار دی
راتېر شوی د خالونو په بازار دی
زه باران د کاڼو هم وژلی نه وم
چې پرې مړ شوم دا د چا د ګل ګوزار دی
روغ د داسې تماشو کله جوګه وي
محبت د لېونو خلکو روزګار دی (رحمت شاه سایل)
د ګل و پستې غېږې ته یې نه پرېږدي ظالم
په څاڅکي د شبنم پسې لمر هره ورځ راځي (دروېش درانی)
د اند له زړه نه یو چا ځوانې هیلې داسې لوټ کړې
لکه د سپینو غرو له څوکو چې نښترې لاړې (اجمل اند)
زما یې ټوله زندګي په داو کړه
په بام ختل نه وو، بلا وه خلکه
بیا به کوترو ته شپېلي نه وهم (طایر ځلاند)
لمر چې ډوبېدلو نو غلط شولو
سروه د خپل سیوري نه اوږده نه وه (سید شاه سعود)
اوبه دې تېل شي نور د دغې چینې
ما او جانان چې ورله نه راځو نو
په چینارونو دې لمبې پورې شي (ډاکتر محب الله سباون)
او داسې نور ډېر زیات بیتونه، غزلونه، او نظمونه (شعرونه). دلته یوه خبره یادول ډېره اړینه ده چې د پښتو رومانټېسېزم د انګلیسي د هغه په څېر نه دی. دا نه ده چې زما له پورتنیو بېلګو څوک دا مانا واخلي چې د رومانټېسېزم خبره شوې ده نو د پښتو رومانټېسېزم هم باید کټ مټ د انګلیسي د هغه په څېر اوسي. ځېني کره کتونکي ښايي پر ما دا نیوکه هم وکاندي چې په پورتنیو بېلګو کې کلاسیکیت، یا دودیز اند هم پټ پټونی کوي. زه په ځواب کې دا ویل غواړم چې په پورتینو بېلګو کې د علامتونو کارونه په رومانټیکي ډول شوې ده او بل دا چې پورتنۍ زیاتره بېلګې له غزلونو اخیستل شوې دي او د غزل هم خپل یو دودیز کلاسیک جوړښت وي چې که چېرې بڼه یې بدله شي نو بیا غزل، غزل نه پاتې کېږي. (۱) دویم، ما په دې بېلګو کې هایکو راخیستې دي، او هایکو د جاپان ژانر دی چې په کې به د طبیعت د ښایستونو کیسې کېدې (۲) او همدا د طبیعت د ښکلاګانو پیېلی انځور د رومانټېسېزم ځانګړتیا ده.
د پښتو ماډرنېزم شاعران هم ډېر دي او دوی بیا د بېلا بېلو نظریو تر اغېز لاندې خپله شاعري کوي. د ماډرنېزم د شاعرۍ غورځنګ په سوېلي اسیا کې یواځې په یوې غونډلې (فقره، جمله) کې رانغاړل کېږي او هغه دا ده چې د ماډرنېزم ترمخې هنر د ژوند لپاره وي. مانا دا چې د ژوند او د ژویو د ښېګړې او ښه ژوندون لپاره د پېیلي او ناپېیلي هونر پنځونې د ماډرنېزم یواځینۍ موخه ده. د پښتو د ماډرنېزم په توګه دپوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار، غني خان، اسحاق ننګیال، رحمت شاه سایل، دروېش درانی، اجمل اند، عارف تبسم، پیر محمد کاروان، سید شاه سعود، طایر ځلاند او د احمد تکل نومونه د بېلګې په ډول اخیستل کېدای شي. دا شاعران د غزل، پښېل (مقفا) شعر، معرا شعر، او ازاد په هر یو ژانر کې خپلې پنځونې د لوستونکیو مخې ته ایښې دی. په دوی کې پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار او اسحاق ننګیال د سپین (ناپېیلي) نظم سرلښکران هم بلل کېږی. په یادو شويو شاعرانو کې زیاتره په یو مهال هم دودیز دي او هم نوي. مانا دا چې د رومانټېسېزم او د ماډرنېزم د مهالپېرونو دواړو انځورګران دي. او تر ټولو د ارزښت وړ خبره دا ده چې دا شاعران یوه ځانګړې نظریه هم لري چې ترمخې یې خپل هنر د ژوند لپاره د پوړۍ په څېر کاروي. د بېلګې په ډول پوهاند زیار هیومانېزم او سوسیالېزم د ټولو وګړو د ژوند لپاره سمه لار ګڼي. سید شاه سعود د فلسفې د تشکیک او د ماورای طبیعیات د نظریو (Theories of Scepticism and Metaphysics) شاعر ګڼل کېدای شي. طایر ځلاند د مادیت او د ماورای طبیعیاتو (Materialism and Metaphysics) دواړو ډګرونو شاعر دی او احمد تکل بیا د د فلسفې د ريښتینپالې او مادیت (Realism and Materialism) پر لار خپل یون کوي.
په دې لیکنه کې غواړم د احمد تکل پر شاعرۍ یو ځغلنده نظر واچوم. احمد تکل د لوی او ګران افغانستان د میدان وردګو له ولایته دی. احمد تکل درې چاپې شعري ټولګې لري، لومړۍ یې کرونده نومېږي، بله د ښکلا یوه شېبه او درېیمه یې د پنجرې شا ته ده.
تکل د نورو افغانانو په څېر له پلرني ټاټوبي پر داسې مهال کډه په سر شوی چې افغانستان د خپلو ګاونډیو د ناولیو سیاستونو له کبله نور د ژوند وړ پاتې نه شو. د شاعرانو په منځ کې تکل ښه پېژندل شوی او منل شوی شاعر دی، خو د لوستونکیو ترمنځ ښايي دومره نه وي نامتو څومره چې پیر محمد کاروان او یا هم ځېنې نور هغه دي. د دې لاملونه ډېر کېدای شي، زه د خپل اند پر بنسټ ښايي تر یو څو ورسېږم. زه سکوایم چې له هېواده لېرې کېدل او در په در کېدل، بیا د ژوند د تېرولو لپاره د پانګې د اړتیا د پوره کولو لپاره سرګردانېدل، کېدای شي دوه لوی لاملونه وي خو زه د نوموړي له شخصي ژونده دومره نه یم خبر چې یوې پایلې ته ورسم. د هنر پر بنسټ که ووایم نو احمد تکل ریالېسټ میټیریالېسټ دی او د فلسفې دا څانګه د لوستونکیو لپاره ښايي دومره زړه راښکونکې نه وي،او نوموړی یواځې د ماډرنېزم د مهالپېر شاعر دی. دویم دا چې تکل ازاد نظم ډېر لیکي. درېیم دا چې احمد تکل د ځېنو اوسمهاله لویو شاعرانو په څېر هم له رسنیو لېرې دی (که څه هم پخپله رسنوال دی) او هم د موسیقۍ په نړۍ کې د نوموړي شعرونه نه دي زمزمه شوی. د خپل دې دلیل لپاره به د اوردو د ژبې د لوی شاعر مېرزا اسد الله خان غالب بېلګه مناسبه وي چې ولیکم. غالب خوار غریب او له اناييته ډک وګړی وو. (۳) د نوموړي په وخت کې یو بل شاعر شیخ محمد ابراهیم ذوق د وروستي مغول هیندي پاچا بهادر شاه ظفر استاد وو او په دربار کې یې ناسته پاسته وه. ذوق هغه مهال دومره نومیالی وو چې له لېرې لېرې به خلک د هغه لیدو ته راتلل، او غالب هیچا نه پېژنده. (۴) تر هغې وروسته، غالب نن د موبایل ټیلي فون او انټرنېټ په مهالپېر کې هم ټوله نړۍ پېژني او درناوی ورته لري، او د ذوق خبره یا خو د اردو ادب د تاریخ په کیتابونو کې کېږي او یا هم د غالب د ژوند او هنر د څېړنو پر مهال. د هغه وخت په یوه کیتاب کې د ذوق دومره ستاینه شوې ده چې بیا وروسته زبات شوه چې بس دی نور ستاینه په هيڅ ډول له ریښتیا سره سمون نه خوري. (۵) نو احمد تکل نه خو د دربار شاعر پاتې شوی، او نه هم پورتنيو لیکل شويو لاملونو د نوموړي د نومیالي کېدو لپاره څه ونډه لرلې ده.
احمد تکل، لکه چې مخکې مې ولیکل، ریالېسټ دی نو ځکه یې هر شعر یواځې او یواځې پر ريښتیا ولاړ دی، لکه:
((شعر: افغانستان
باد دوحشي غرونو دسوړو منځ كې كور جوړ كړ
او ستورو
دچنارونو سركې ځاله وكړه
سپوږمۍ دهسك لمنه
ځان ته دمينې او ګرانښت زانګو كړه
لمر دفصلونو دكرلو برخه بېله
او دخونو روڼولو برخه بېله وركړه
اوبه يې پټې شوې چينوكې چې يې جبر كښته ونه شړي
ايمان دزړو څښتن شو
غرور دسترګو ناموس
او آزادي دهسكو غاړو ضمير
خداى ورته صبر دايوب په تله
اوقرباني داسمعيل په خوښه ومنله
افغانستان يې جوړكړ))
اوس د اند خاوندان دې ووايي چې ايا دا نظم ټول پر ريښتیا نه دی ولاړ؟
په فلسفې کې ریالېسټ میټیریالېسټان د بشپرړتیا او د بدلون د خوځښتونو په اړه ډېر فکر کوي او ژوند د بشپړتیا په لور یو یون ګڼي. داسې کسان د ژوند په هر یو ډګر یواځې د لا ښه والي په لور بدلونونو ته ګوري، ان دا چې د مینې احساس یې هم ثبات نه مومي. د دې فلسفې ترمخې ژوند یواځې خوځښت دی، د تکل د یوه نظم دا مېسرې یې انځور ګرې دي:
(( کله چې مینه کوم، زه سکوایم
چې کومه لویه مینه بل کوم وختې
د افسانو په شانې
سترګې په لار ده راته
ځکه په هیڅ نجلۍ مې تنده هسې نه ماتېږي
چې انتظار یم ورته------- (سترګې په لار)-----))
موږ خواوشا د ټولو شاعرانو په پنځونو کې وینو چې د یو کس په مینه کې یې دیوانونه کښلي دي، تکل له دې دوده یاغي دی.
د تکل د ریښتیا ویلو عادت د خپل هېواد په اړه هم هسې دي لکه د نورو موضوعاتو لپاره چې دی. افغانستان څه د پردیو او څه د خپلو ښامارانو ناوړه دندو خوړلی دی. پر دې موضوع د نورو افغانو شاعرانو په څېر تکل هم لیکل کړي:
((خنجر او دار ته یو سرکشه سردار
د آزادۍ د جګړې
او یو نا مرده محکوم یوشانې دی
د خپل وطن فولاد خنجر، مزري پړي او چینار ورته د دار ستنې شي----(خنجر او دار)----))
په دې شعر کې د خپل هېواد د فولادو، د مزرو او د چینار کارونه دا وښيي چې د افغانستان په ورانۍ کې موږ هم پړ یو، موږ هم د آزادۍ د جګړې تنکي ځوانان نه دي پېژندلي او پر دار مو ځړولي دي. دې ته ورته یو فکر په یوه بل نظم کې هم محسوسېږي:
(( ستا د نیمګړو تابلو ګانو انځور شوې، تکه سپینه، آبي سترګې نجلۍ
چې طلايي ويښته یې
سپینه سینه پټوي
او نا اشنا کاته یې
څه استفهام اوروي
د سپينې پاڼې له کاږه چوکاټه
ته وا د سرو د پوځ سرتېرې د (جهاد) زندان کې
خپل اسارت تېروي
خپل اسارت تېروي؟ ------- (یو نیمګړی انځور، یو بې سر لیکه شعر)-----))
پر افغانستان چې هر څه تېر شول، دا بحث چې چا د جهاد په نوم فساد وکړ او چا د ټولنوالې او پرګنوالې (Socialism and Communism) پر نامه تر حده وتلې ولسپالي راوسته، دا دلته اړین نه بولم چې ولیکم؛ خو د تکل دا میړانه چې خپل احتساب کوي، او دا نړۍ ته وښيي چې د سرو ځواکونو تېری پر یو ځای، خو د (جهاد) د زندانونو کیسې باید هم ښکاره وي، د یوه شاعر لپاره ډېر لوی او ارزښتمن کار دی. یو بل شعر هم د خپل ځان د احتساب انځورګر دی:
(( هغه دی اورمه د پښو غږونه
چوپتیا چې کله د مرمیو پر غوغا بره شي
زه یې د زړه له هر یو ټوپ سره اواز اورمه
هغه دی اورمه د پښو غږونه
درانه دي
ته وا چې ځمکه رېږدي
زه یې لاسو کې د وسلې تصویر لیدلی شمه
او زه یې سیوری د کابل د کنډوالو له پاسه ښه پېژنم ..... تر پایه، ----- (قاتل مې)---- ))
د احمد تکل شاعري که پوره ولوستل شي نو ترېنه دا ښکاره کېږي چې نوموړی د خپل ځان د احتساب پوره بهیر د ریښتیا په مرسته کوي.
د ژوند د تېرېدو، او په دې بهیر کې د بدلون راتګ ورته والی له بېلا بېلو شیانو سره کېدای شي، خو تکل د خپل ژوند د تېرېدو په ترځ کې د خپل هېواد هغه انځور هم وښيي چې د کتلو نه دی. د نوموړي په یوه شعر (د جمعې ورځ) کې دا ښودل شوې چې څنګه یو ماشوم، د کابل په اوړي کې د خپل کور د بام په سر بادیوه الوزوي او د دې وېرې له کبله چې پلار یې د جمعې له لمونځه له راتګ سره دی و نه ګوري، بادیوه ترېنه د بريښنا د رسولو په سیم کې نښلي او تار یې هم جړیږي، همدا ماشوم په دې خوشالۍ بیرته له بامه راکوزېږي چه ځه ښه دی پلار مې و نه لیدم. تر مودې وروسته ماشوم لوی شوی؛ هم هغه کابل، هم هغه اوړی، خو له بامه د راکوزېدو پر مهال له احتیاطه کار اخیستل ځکه چې ( پر پخسه ورو تېرېږم
چې نړېدو ته یې څه پاتې نه دي). بیا د وران، ویجاړ کور انځور او د کرکې احساس دی هڅوي چې وژاړي، پلار یې نور نشته او دی پخپله پلار شوی...!!
دا کیسه، د خپل ژوند کیسه، له هغو آړونو (شرایطو) سره تړلې ده، له هغو بدلونونو سره کلک اړیکی لري چې هم د وګړي د بدن په ودانۍ کې راځي او هم د وګړي د اوسېدو په ودانۍ کې. د ژوند سفر، له ماشومتوبه تر پخپله د پلار کېدو یون خو طبیعي دی، خو د دې بهیر پر مهال چې څه پر هېواد تېر شوي او څه حال د دې کورګي شوی، نه د ویلو دی او نه هم د زغملو. اوس که دا کیسه موږ د هر افغان پر ژوند پلي کوو نو داسې به ډېرې لږې بېلګې په لاس راشي چې په کې به بام هسې روغ رمټ وي لکه پخوا چې وو او د کور انګړ به هم حصار لري. په هيندارې کې د خپل ژوبل مخ انځور لیدل خو ښايي د زغملو وړ وي، خو همدا ژوبل مخ بیا نورو ته کټ مټ ښودل کېدای شي له شاعره پرته نور څوک ونشي کړلای.
احمد تکل د خپل شعر په یوه بله موضوع کې د خپل کلي، چې صدمرده نومېږي او د میدان وردګو د نرخ په ولسوالۍ کې پرته ده (۶) لپاره د خپلې مینې ښکارندويي داسې کوي چې دلته هم د ريښتیا لمن نه پرېږدي:
(( وروڼو، تربرونو، ما در پرېږدئ، صدمردې ته، ما د تل لپاره
دلته مې زړه تنګ دی، نفس مې وزي
کنه زارۍ به وکم
کنه ژړا به وکم
کنه ښېرا به وکم
کنه کنځا به وکم
چیغې به کړم
چا ته به لاس واچوم
کوم څوک به وولمه--- (ما در پرېږدئ)----))
احمد تکل په بشپړ ډول، د اوسمهاله پښتو شاعرۍ هغه ځلاند ستوری بلل کېدای شي چې د خپل مهالپېر غوښتنې هم پوره کوي، او په دودیز ډول، د انځور یو مخ نه ښکاره کوي بلکې هر اړخیزه انځورګري یې د خپل هنر لپاره قاعده جوړه کړې.
د انګلیسي د رومانټېسېزم د مهالپېر ځواني مرګ شاعر جان کیټس ویلي وو چې ښکلا ريښتیا ده او ريښتیا ښکلا؛ تکل هم، بې له څه شکه، د دې وینا د پت پوره ساتنه کړې ده او کوي به یې هم.
نوټ: په دې مقالې کې چې د چا شعري بېلګې هم ورکړل شوي، هغه ما هم هسې لیکلي چې څنګه په کیتابونو کې لیکل شوې وې. ما یې له لیکنې سره هیڅ کار دی لرلی، پرته د رحمت شاه سایل او ډاکتر محب الله سباون له شعرونو چې، په هیڅ ډول یې له کره او سم لیکلار سره تړاو نه درلود، نو بیا مجبور شوم او سم مې ولیکل. د طایر ځلاند په هایکو کې د کوترو پر ځای ((کمترو)) لیکل شوی وو چې بله مانا ورکوي، نو هغه مې هم بدل کړ.
اخځلیک:
۱: له طایر ځلاند سره د غزل په اوسمهاله ارزښت د لیکوال مرکه، مشال راډیو.
۲: راته غوږونو کې بنګړي شرنګوي، اظهار، اظهار الله، ډاکتر (د دې کیتاب سریزه)
۳: نیا اور پرانا غالب، اظهار، اظهار الله، ډاکتر
۴: اردو زبان کې کلاسیک شعراء، پنجاب یوني ورسټي لایبریري، لاهور (غالب، فن اور شخصیت)
۵: اردو ادب کي مختصر ترین تاریخ، اختر، سلیم، ډاکتر.
۶: د افغانستان د کلیو او ولایتونو د جغرافیې په اړه بېلا بېلې پاڼې.
نور هغه کیتابونه او سرچینې چې ترې د دې لیک لپاره مرسته اخیستل شوې:
- http://www.bartleby.com/200/index.html
- http://www.iep.utm.edu/a/
- http://www.textetc.com/criticism.html
- http://www.online-literature.com/ts-eliot/3172/
- History of Western Philosophy, Russell, Bertrand.
- روایات فلسفه، جلالپوري، علي عباس.
پای.