نه ستا ژبه پښتو ده نه زما ژبه پښــــــــتو ده
ډير لرې چيرته غره کې ديو چا ژبه پښتو ده
سم دم پښتون به راشي په کابل کې به ګونګی شي
نو ځــــــــکه هيڅ پوه نه شوم چې دچا ژبه پښتو ده
پښتو به پرې ونه وايې پښتو باندې شــرميږي
که خدای په ژبه ګونګ کړي د پاچا ژبه پښتو ده
ارمان د پوپلزيو محمدزيو غوندي ټولو هيره کړې
که نه په دې وطن کې د هر چا ژبه پښتو ده
کله چې د نورو ژبو زده کړې ته هوډ وکړې
نو هله به بيا پوه شې چې بلا ژبه پښتو ده
سندرې يې خوږدي او غزلې په کې خوند کړي
ټپه په کې بې سارې د ښکلا ژبه پښتو ده
ساحل ځکه خوشاله دی چې يار ورته ويلي
هم ستا ژبه پښتو ده او هم زما ژبه پښتو ده
14.07.2010
- حسیب الله شینواری
خدايه !
خدايه دا تور زړګی مې سپين کړې ته نور
چې نور ، ونه وژنم بچی د خپل مور
خدايه دا ګوتې رانه غبرګې واخله
که مې ماشه راښکله بيا په خپل ورور
ربه د مټو زور مې هم اوبه کړه
که ورا نه وه مې پرې داځل د چا کور
خدايه ما خپله پرې لمبه لمبه کړه
که مې په بل چا ب...
29.12.2010
- حسیب الله شینواری
احمد تکل: د ريښتینپالي مادیت انځورګر
لیکنه: پامیر ساحل
د پښتو شاعري د نورو ژبو د هغې په څېر له بېلا بېلو پړاوونو تېرېږي او په کې وخت تر وخته نوښت رامنځ ته کېږي. د پښتو شاعري له ټپې، کاکړۍ غاړې، تر اوسمهاله ازاد او سپین شعر پورې، د بېلا بېلو مهالپېرونو راز راز انځورونه په ډاګه کوي. د انګلیسي شاعرۍ په څېر پښتو ژبه هم، له وخت سره د بېلا بېلو غورځنګونو، که هغه ادبي وي، که ټولنیز، که اقتصادي او که سیاسي، تر اغېز لاندې راغلې ده. څنګه چې په انګلیسي...