په ننګرهارکې یو کیلو واټ برښنا په ۵۵ افغانۍ ده!
ننګرهارولایت د حکومت لپاره یوه لنګه غوا ده، د ننګرهار ګمرکي عواید د ټول هیواد د ګمرکونو له عوایدو څخه لوړ دي، همدارنګه په کدرې لحاظ هم ننګرهار په لوړه کچه کې دی چې کیدای شي تر ډیره دا دننګرهار جغرافیوي موقعیت ددې لامل شوی وي، خو له بده مرغه چې ننګرهار او ننګرهاریانو ته مرکزي حکومت دومره پاملرنه نه ده کړې لکه څومره چې پکار ده.
ننګرهار نه یوازې په ننګرهار کې د چارواکو لپاره بلکې په مرکز کې دغیر ننګرهارې چارواکو لپاره هم یو لنګه غوا ده او دمرکزي حکومت ډير چارواکي په ریاستونو کې خپلې ونډې او کنډې لري، داسې ډير لرې به سره نه ځو او په اصلي موضوع به خبرې وکړو.
پخوانی متل دې چې وای (هله به خبر شي چې تارو جبې له ورشې) نو ماته هم دا احساس هغه وخت پیدا شو کله چې تیره اونۍ ننګرهار ته لاړم، تاسې ټول ښه پوهیږئ چې ننګرهار یو ګرمسیره ولایت دی او بیا د نورو ولایتونو په نسبت پکې ګرمي ډيره زیاته وي، او پکې د بریښنا دومره اړتیا ده لکه دکابل په یخنۍ کې چې لرګیو ته اړتیا وي، خو له بده مرغه چې په لس کلنه دوره کې ددې ولایت د بریښنا لپاره هیڅ داسې دپام وړ کار ونه شو، تیر کال ددولت له خوا یوه پروژه پیل شوې وه چې د نغلو بند بریښنا به ننګرهار ته تیره کړي، خلکو ته ډيرې ټینګې وعدې ورکړل شوې وي چې تر جوزا میاشت به د ننګرهار ښار ته بریښنا راشي، ان تر دې چې داسې اوازه وه کیدای شي رښتیا هم وي، چې دمالیی وزیر د هغه شرکت سره چې د نغلو بند نه تر ننګرهاره د لینونو د تیرولو پروژه ګټلې داسې قرار داد کړی، چې که د ټاکلي وخت څخه یې کار مخکې خلاص کړې نو له ټاکلو پیسو به ورته دیرې ورکړي او که یې وروسته خلاص کړ نو له ټاکلو پیسو به ورته څو سلنه کمه کړي، خو له بده مرغه چې لا تر اوسه پورې نه لینونه راغلل او نه بریښنا، دا موضوع څو عوامل لري:
۱ـ په ننګرهار ښار کې د دوه تنو له خوا شخصي بریښنا جوړه شوې چې دا معلومات نه شته چې ایا دا رښتیا هم شخصي ده که هماغه دولتي بریښنا بیرته په خلکو پلوري، تر ډیره داسې اوازه ده چې په دې پروژه کې پخپله والي ګل اغا شیرزی او ځنې نور چارواکي هم ونډه لري، دا ظالمان یو کیلو واټ بریښنا په ۵۵ افغانۍ پلوري چې ډير کم د ګوتو په شمیر خلک کولای شي چې له دې بریښنا ګټه واخلي، پدې پروژه کې څو اړخیزه ګټه ده،د ننګرهار ولایت د پي ارټي نه د بریښنایې جنریټرونو دتیلو لپاره هره میاشت پیسې تر لاسه کوي هغه پیسې هغوي په خپلو جیبونو کې اچوي، جنریټرونه یې د بریښنا د سټیشنونو تر څنګ لګولي، خو هیڅ چا هم لا ترا وسه نه دي لیدلي چې دا جنریټر دې لګیدلي وي، له بلې خوایې دولتي بریښنا د شخصي بریښنا په نوم په خلکو خرڅه کړې او هغه هم د سروزرو په قیمت.
څه موده وړاندې د بریښنا وزیر اعلان وکړ چې موږ خو ننګرهار ته بریښنا ورکوو او لینونونه مو هم تیر کړي خو په د لغمان په باد پښ ولسوالۍ کې امنیت نشته هلته څوک د بریښنا ډاګې نه پریږدي، له یوتن څخه چې په ملي اردو کې افسر دی او د ګمبیري په بیس کې دنده ترسره کوي دهمدې موضوع په اړه مې ترې وپوښتل، هغه وویل چې موږ هلته درې کنډکه ځای په ځای کړي او اوس هیڅ خبره هم نشته اوس هلته امنیت دی.
داچې تاسې تول ښه پوهیږئ چې دبریښنا وزیر اسماعیل خان په راتګ سره هغه په هرکار کې خپل تعصب او بدبیني له پښتنو او په تیره بیا د ننګرهار ولایت سره څرګنده کړې، زما ښه یاد شي کله چې دوه کاله مخکې په ننګرهار ولایت کې د وزیرانو شورا دایریده نو دکابینې یوازینی وزیر اسماعیل خان و چې په دې غونډه کې یې ګډون ونه کړ، ځکه یو خو هغه له دې ویرېده چې خلک راته ددې ولایت د بریښنا په اړه څه ونه وایي او بل یې خپل تعصب له ننګرهار سره څرګند کړ.
اسماعیل خان به په ځای پریږدو زموږ خپل چارواکي هم د پسته، ممیز، بادامو سره چای شوپوي، خو دخلکو له ګرمې او له غربته ګز ګز ژبې له خولې راوتي، خو دوی یې څه کوي، دوی خو هیڅ ګرمي نه احساسوي، په کور کې هم ایر کنډیشن په موټر کې هم ایر کنډیشن او په دفتر کې هم.
بل خواته زموږ ژور نالوستان (ژورنالیستان) دي، دوی هم اوس د چارواکو په ښورواګانو ماړه دي، ټوله ورځ د یوه چارواکي او بل چارواکي په حجرو او خیراتونو کې تېروي، خلک وایې ژورنالیست د ټولنې ترجمان وي، خو دننګرهار یو ژورنالیست خو هم د ننګرهار د خلکو د حالت ترجماني ونه کړه، فکر کړم دا هم د هغه ترجمانانو په څیر دي چې دنړیوالو ځواکونو سره دي، چې خبره یو ډول وي او دوی یې بل ډول ژباړي، دا ژور نالوستان له دې ویریږي، چې که داسې راپورنو ورکړو چې چارواکو پورې تړلي وي نو په موږ خو به بیا دا ښورواګانې او پلونه بند شي.
نور خو موږ ته هیڅوک پاتې نه شول خو بس خدای دې خپل رحم کرم پر موږ وکړي او خدای نور ددې مظلوم ملت فریادونه واوري.
حسیب الله شینواری