غزل
ګله ! په سرو شونډو ښکلوه پرخه
خدای دې چې وجود ته کړه پرده پرخه
پرېوتله ستا پر لوپټه پرخه
ما نه ده نېکمرغه يو پر دوه پرخه
ته د ژوند د سره ګلاب د مخ لمبه
زه د ګل پر پاڼو يم پرته پرخه
پرېږده چې نن ښه ډېر درته وژاړم
پرېږده چې وريږي ټوله شپه پرخه
اوښکو دې باڼه په زهرو ولړل
زنګ کوي چې توره کړي لمده پرخه
رنګ د محبت پر فضا خور نه شو
درد مې جوړې نه کړه بدرګه پرخه
هسې شو راياد د چا هېر شوی نوم
نن چې ملابانګ راورېده پرخه
جلال امرخېل
31.01.2010
- حسیب الله شینواری
راشه ننګرهارته
راشه ننګرهارتهچې ګلان درته ډالۍ کړمهباغ دنارنج ګل نه ارغوان درته ډالۍ کړمهداخو دژوندي طاقت ژوندي ولسوکوردیسوله يو ارمان د باچا خان درته ډالې کړمهدلته ملنګ جان دوطن عشق ملنګي کړېمينه دوطن ننګ دافغان درته ډالۍ کړمهدلته د حمزه دمينې ښکلی کتاب ولولهراشه دالفت دشعر ديوان درته ډالۍ کړمهدلته دميرويس اوابدالي دننګ بچي اوسيغيږه دغيرت نه خو ږ داستان درته ډالۍ کړمهدلته په...
01.03.2010
- حسیب الله شینواری
عن النعمان بن بشير قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ان الحلال بين و ان الحرام بين و بينهما مشتبهات لا يعلمهن كثير من الناس فمن اتقى الشبهات استبراء لدينه و عرضه و من وقع فى الشبهات كالراعى يرعى حول الحمى يوشك ان يرتع فيه الا ان لكل ملك حمى الا وان حمى الله محارمه الاوان فى الجسد مضعة اذا صلحت صلح الجسد كله واذافسدت فسدالجسد كله الاوهى القلب » (متفق عليه، و للفظ لمسلم)ژباړه:“له بن بشير رضى الله عنه څخه روايت دى...