راشه ننګرهارته

راشه ننګرهارتهچې ګلان درته ډالۍ کړمه
باغ دنارنج ګل نه ارغوان درته ډالۍ کړمه

داخو دژوندي طاقت ژوندي  ولسوکوردی
سوله يو ارمان د باچا خان درته ډالې کړمه

دلته ملنګ جان دوطن عشق ملنګي کړې
مينه دوطن ننګ دافغان درته ډالۍ کړمه

دلته د حمزه دمينې ښکلی کتاب ولوله
راشه دالفت دشعر ديوان درته ډالۍ کړمه

دلته دميرويس اوابدالي دننګ بچي اوسي
غيږه دغيرت نه خو ږ داستان درته ډالۍ کړمه

دلته په حجروکې فيصلې په اتفاق کيږي
کور دلروبر د ټول افغان درته ډالۍ کړمه

خپل دکلي سره دانارګل ګلان به هيرکړې
زه که  مينې شورکې د نرګس ګلان ډالۍ کړمه

تانه دکابل دسيند ښکلا به درنه هيره کړي
زه که دکونړ د سيند رومان درته ډالۍ کړمه

لپه کړه لاسونه که دسولې يوارمان غواړی
مينه دحفيظ کې سره ګلان درته ډالۍ کړمه

                                                         زرلښته (حفیظ )