عن النعمان بن بشير قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ان الحلال بين و ان الحرام بين و بينهما مشتبهات لا يعلمهن كثير من الناس فمن اتقى الشبهات استبراء لدينه و عرضه و من وقع فى الشبهات كالراعى يرعى حول الحمى يوشك ان يرتع فيه الا ان لكل ملك حمى الا وان حمى الله محارمه الاوان فى الجسد مضعة اذا صلحت صلح الجسد كله واذافسدت فسدالجسد كله الاوهى القلب » (متفق عليه، و للفظ لمسلم)

ژباړه:

“له بن بشير رضى الله عنه څخه روايت دى چې ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واوريدل چې وېې فرمايل: بيشكه حلال او حرام دواړه څرګند او واضح دي، او د دې دواړو تر منځ ځينې مشتبه امور دي چې ډيرى خلك يې حكم نه پيژني، نو كوم كس چې د شبهو نه ځان وژغوره، يقينا چې خپل دين او ابرو يې (له تعرض نه) خوندي وساتل، او څوك چې په مشتبه امورو كې ښكيل شو حتمي ده چې په حرامو كې به اخته كيږي، د هغه شپونكي په څير چې خپله رمه د يوې ممنوعه منطقې تر څنګ پيايي، نژدې ده چې دغې منطقې ته يې مال ور واوړي او پكې وڅريږي. او پوه شئ چې د هر بادشاه لپاره يوه ممنوعه منطقه وي، او پوه شئ چې د الله تعالى ممنوعه منطقه د هغه محارم (حرام كړي شيان) دي. او پوه شئ چې د انسان په بدن كې كې يوه ټوټه غوښه ده چې كه چيرې هغه سمه شي نو ټول بدن ورسره سم كيږي او كه چيرې هغه خرابه شي ټول بدن ورسره خراب كيږي او پوه شئ چې دا زړه دى”

څلور ستر احاديث

علماء دا حديث يو د هغو څلورو احاديثو څخه شماري چې ټولې ديني لارښوونې هغو ته ورګرځي چې درې نور يې دا دي:
“انمالاعمال بالنيات…”
“ازهد فی الدنيا يحبک الله”
“من حسن اسلام المرء ترکه ما لا يعنيه”
د پورتني حديث معنا دا ده چې، په مسلمان واجب دي چې حلالو ته مخ كړي او حلال هغه څه دي چې الله تعالى پخپل كتاب كې او د هغه رسول پخپلو احاديثو كې حلال ګرځولي وي او له حرامو څخه بايد ځان وژغوري او حرام هغه دي چې الله تعالى په قران كې او د هغه رسول پخپلو سنتو كې حرام ګرځولي دي لكه چې رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي:
«الحلال ما احله الله فی کتابه و الحرام ما حرمه الله فی کتابه »
(جامع الترمذي عن سلمان رض) “حلال هغه دي چې الله تعالى پخپل كتاب كې حلال كړي دي اوحرام هغه دي چې الله تعالى پخپل كتاب كې حرام ګرځولي ”
همدا ډول رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته بيانوي چې د څرګنده حلالو او حرامو په منځ كې ځينې مشتبه امور هم شته چې ډيرى خلك يې حكم نه پيژني، نو چا چې له دې امورو ځان خوندي وساته، نو رښتيا چې ده خپل دين او ابرو پاك وساتل.

بريالى دعوتګر

په ټولو كې بريالى دعوتګر هغه څوك دى چې له شبهو نه ځان ساتي كه څه هم ډيرې وړې وي او دا خبره له دوو جهتونو ضروري ده.
لومړى: دى بايد د تقوا دارو څخه وي، ځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
«لا يبلغ العبد ان من المتقين حتی يدع ما لا باس به حذر ما به الباس » (جامع الترمذي عن عطية السعدي)
” بنده تر هغه پورې د متقيانو مرتبې ته نه رسيږي تر څو هغه شيان پرې نه ږدي چې (ظاهرا د خلكو په وړاندې د هغو كول) څه باك نه لري، له دې ويرې چې په هغو كې اخته نه شي ممنوع دي”
دويم: خپل ځان يې خلكو ته قدوه او نمونه ګرځولى دى.
همدا لامل وو چې كله رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلې ميرمن سره په خبرو پر مهال وليدل شو نو د ليدونكو اشتباه يې لرې كړه او وېې فرمايل چې دا زما ميرمن صفيه بنت حيى ده.
همدا ډول حضرت عمر رضي الله عنه به چې كله مسلمانانو ته د يوه كار امر كولو، نو خپله كورنۍ به يې په هغه كار كې د اخته كيدو نه سخته ډاروله ځكه چې ټولومسلمانانو به د ده كورنۍ ته كتل.
په همدې اساس هغه كسان چې نورو ته د دعوت دنده په غاړه لري، بايد دا ټكى په ژوره توګه درك كړي او خپل مسؤليت احساس كړي او په جدي توګه بايد خپلو اعمالو ته پاملرنه وكړي ځكه ډيرى خلك د دوى عملونو ته ګوري.

ځينې شبهې چې بايد ځان ترې وساتل شي
1. د نشه يې توكو استعمالول، لكه نسوار، سګرټ، چرس او داسې نور…. كه څه هم چې يو شمير علماء يې په كراهيت قايل دي خو اكثره يې حرام ګڼي، حكم يې چې هر څنګه وي خو د هغو مشتبهاتو نه حسابيږي چې د يوه دعوتګر سره نه ښايي.
2. د لغو او لهو ځايونو نه ځان ساتل: دا هم د هغو مشتبه ځايونو څخه حسابيږي چې بايد ترې ډډه وكړى شي.
3. ډير وخت په لوبو كې تيرول، ځكه وخت په حقيقت كې د انسان ژوند دى او په لوبو كې د ژوند سرمايه ضايع كول په هيڅ صورت روا نه دي. هو! بدن هم په انسان حق لري نو د ځينې سپورتي تمرينونو عملي كول ضروري دي خو بايد د دې لپاره يو محدود وخت ټاكل شوى وي.
4. د هغو بې هدفه او له عفت نه خالي مجلې او ورځپاڼې چې د وخت د ضياع، د عقل د كمزورتيا او د زړه د توان د ختميدو سبب كيږي هم په همدې حكم كې دي.
5. بې فايدې او فاسد مجلسونه پريښودل چې د انسان پر شخصيت باندې بد اغيز پريږدي او هغه خوراكونه چې اصلي سرچينه يې مشتبه وي دا ټول هغه مشتبهات دي چې بايد ترې ډډه وكړى شي…
6. پردې سربېره ډير نور شيان دي چې مسلمان، متقي دعوتګر يې پخپل ريښتوني حس او پاك زړه باندې درك كولاى شي.
زمونږ لومړنى مربي، رسول اكرم صلى الله عليه وسلم پدې اړه داسې لارښوونه كوي:
«دع ما يريبك الى ما لا يريبك» (جامع الترمذي، عن حسن بن على رضي الله عنه)
” هغه شى چې تا په شك كې اچوي پريږده او په هغه پسې لاړ شه چې تا په شك كې نه اچوي”
«من يخالط الريبة يوشك ان يجسر » (سنن النسا ئى، عن نعمان بن بشيررض)
” هغه سړى چې په مشكوكو شيانو كې ورننوزي، ژر ده چې نور جرءت به هم پيداكړي (او حرامو ته به مخه كړي) ”
په داسې حالت كې دعوتګران د غيبت كوونكو او عيب لګوونكو نه ځانونه ساتي، خپل دين او ابرو د نورو له غيبت نه خوندي ساتي او پاك سوتره پاتې كيږي چې بيا نور خلك هم ورپسې په پاك زړه اقتداكوي.



داصلاح انلاین نه په مننه