دا شعر مې د خوشحال بابا د یو شعر په پل لیکلې چې پکې د هر شعر لومړنیو مصرو سیلابونه ددویمنیو مصرو دسیلابونو سره توپیر لري-

د امید څلې

مات مې زړګې دې خو چاودلې نه دې

سینه مې ستړې خو همت مې لا بایللې نه دې

په کږلیچونو  کې لار ورکې به یم

په رڼو سترګو کې  لر لید مې لا بایللې نه دې

دې ستمونو دردولې یمه!

خو لا مې ځان د مایوسو سره پیلې نه دې

دا دیوسف او عایشې لاره ده

هڅې ناکسه په دې لاره لا راغلې نه دې

د ژوند بهټۍ د پخیدو لره ده

څښتن بنده خپل عبثه کړولې نه دې

هر غورځیدل د اودریدو پایلامه

بې غورځیدو څوک تر اوسه اودریدلې نه دې

بهیر د اوښکو خو نظر تیزوي

ځکه لنډ لیدې لا تراوسه ژړیدلې نه دې

تیر به شي دا به هم تاریخ وګرځي

وخت هیڅ کله هم څوک ځان سره تړلې نه دې

سخته ګهړۍ ده خو یاران شکر شته

دوي خپل مشتاق له دعا ګانو سپمولې نه دې

غمازه ستا زه هیڅ پرواه نه لرم

رحیم، الله د خپل درباره لا شړلې نه دې