سولی ته بلنه

دازمونږد كلي لارې
څاري ستا لارې دا خوارې

ستابه هم پرې ګزر وشي
دوي به خلاص كړې د ناخوالې
شور به بياشي دمرغيو
دوي به بيا كړي جوړې ځالې
دګودرخواله به راشي
مستې پيغلې ښې خوشحالې
دشاعرشعربه بيا كړي
دالفت اومينې چارې
لوړې سترګې به رحيم كړي
شي به دا سترګې بيا سيالې