د افغانستان د ماليې وزارت په يوه کال کې د کورنيو عايداتو د څه باندې پنځوس سلنې زياتوالي خبر ورکړى دى.
دوى وايي په لمريز ١٣٨٧ کال کې د افغانستان درست کورني عوايد څلوېښت ميليارده افغانۍ ( نژدې يو ميليارد ډالره) وو ، خو په ١٣٨٨ کال کې دغه کچه تر شپېتو ملياردو افغانيو ور اووښتې ده.
د ماليې وزارت وايي د عواېدو ډېره برخه يې د گمرکاتو ده او په تېرکال کې اداري اصلاحاتو او د فساد ضد منډو ترړو يې د کورنيو عايداتو په لوړېدو کې لويه مرسته کړې.
افغانستان چې تر ډېره پر وارداتو متکي دى وايي کورني عوايد يې زيات شوي او د عاېداتو لويه برخه يې د گمرکونو ده.
وياند عزيز شمس بي بي سي ته په خبرو کې د عواېدو د زياتېدو لاملونه په گمرکونو کې ژور بدلونونه او دغلته د درغليو مخنيوى په گوته کړ.
ده ووېل دغو هڅو يوازې په يوه کال کې د کورنيو عواېدو کچه له پنځوس سلنې ور واړوله :
((په ۱۳۸۸ په مجموع کې ۶۴ ميليارد ډالره افغانۍ لاسته راغلې دي. او په وړم ۱۳۸۷ کال کې موږ ۴۱ اعشاريه پنځه ميليارده عوايد درلودل، چې په سلو کې کابو ۵۴ زياتوالی راغلی دی. ))
وړاندې ويل کېدل چې افغانستان ته په راتلونکو مالونو اخيستونکى ټکس په بشپړه حکومت ته نه وررسيږي خو اوس حکومت وايي په دې برخه کې تر يوه بريده بريالي شوي.
موږ تر ډېره له امنیتي ستونزو سره مخامخ یو او بل دا چې فساد د عوايدو د ټيټوالي ستر لامل دی.
د افغانستان د ماليې وزارت لا هم ناامني او فساد په سمه توگه د کورنيو عواېدو په راغونډلو کې ستر خنډونه بولي چې په وينا يې په لرې کېدو به يې د کورنيو عواېدوکچه تر دې هم لوړه شي.
وياند عزيز شمس څرگنده کړه چې په کرار نه دي ناست او د يو شمېر نورو بنسټونو په همکارۍ يې ددغو خنډونو د پورته کولو پوخ نيت کړى:
((موږ تر ډېره له امنیتي ستونزو سره مخامخ یو او بل دا چې فساد د عوايدو د ټيټوالي ستر لامل دی. ))
سره له دې چې د افغانستان کورني عواېد لوړ شوي ، خو لا هم د هېواد د عادي بودېجې يوه برخه او د پرمختيايي بودېجې نژدې ټوله برخه پر بهرنيو مرستو ولاړه ده.
د ١٣٨٩ لمريز کال لپاره عادي بوديجه دوه اعشاريه څلور ميليارده ډالر او پرمختيايي بوديجه يو اعشاريه اووه ټاکل شوې چې د پرمختيايي بوديجې نژدې ټوله برخه پر بهرنيو مرستو ولاړه ده.
سرچینه : بي بي سي (پښتو)