د وخت مدیریت

ژباړن: انبیا ژمن

غورچاڼ: د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت څخه د ۸۰ سلنې کارونو د ترسرو کولو لپاره استفاده وکړ‌ئ. د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو کارونو په ځانګړولو پورې تړلی دی. په دې لیکنه کې مو هڅه  کړې ده چې د وخت مدیریت ځینې مهمې تګلارې تاسو ته در وپېژنو.

 

د وخت د مدیریت له نظره کارونه په څلورو برخو وېشل شوي دي

  1. مهم او سملاسي کارونه: دا کارونه پخپله ترسره کېږي
  2. مهم او غیر سملاسي کارونه: داسې ډول کارونه دي چې بریالي او غیر بریالي وګړي سره بېلوي او معمولاً نا بریالي وګړي د هغو ترسره کول ځنډوي.
  3. سملاسي او غیر مهم کارونه: دا کارونه د انسان د موخو په جهت کې نشته خو ترسره کېږي.
  4. کم ارزښته او غیر اړین کارونه: ځینې وګړي د مهمو او سملاسي کارونولپاره د ځواک په نه لرلو سره (کله د ساتېرۍ او کله د حواسو له تمرکز څخه د تښتې لپاره) ځانونه په دې کارونو لګیا کوي.

 

د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو او غیر مهمو کارونو په ټاکنه پورې تړلی دی، نو د بریالیتوب لپاره:

  1. له غیر مهمو کارونو څخه صرف نظر وکړﺉ.
  2. کارونه د لومړیتوب له مخې ترتیب کړﺉ.
  3. د وخت لوټماران وپېژنی.
  4. د وخت د رامنځ ته کولو لارې زده کړﺉ.

 

د وخت لوټماران

  1. کم ارزښته خبرې
  2. نا بللی مېلمه
  3. د کم ارزښته او غیر اړينو مطالبو مطالعه
  4. د مطالعې ناسمې لارې او عادات
  5. مزاحم او غیر اړين ټلفونونه
  6. د کاري انظبات نه لرل
  7. په تصمیم نیونه کې ټنبلي او بې اراده توب
  8. د کار پرېښودل سبا ته.
  9. په ځای نه غوښتنو ته د نه ویلو وړتیا نه لرل
  10. د حسونو د تمرکز نه لرل
  11. د نن او صبا کړلو عادات
  12. له ماتې څخه وېره

 

د وخت د رامنځ ته کولو لارې

  1. د مړه وخت ژوندي کول ( د بېلګې په توګه هغه وخت چې په انتظار کې یې تېروو، هغه وخت چې په میلی بس کې یو).
  2. په وخت سره د کارونو ترسره کول.
  3. د خوب د وخت تنظیمول.
  4. د تفریح په وخت باندې ډېر کنټرول.
  5. غیر مهمو غوښتنو ته «نه» ویل.
  6. د غیر مهمو کارونو شا ته اچول.

 

یادونه :  ژباړن انبیا ژمن ته ځان د مننې پوروړی بولم چې له اقتصاد بلاګ سره یې همکاري ګرمه ساتلې 

شبګیر مو