اسلامي اقتصادي پرمختګ
مخكې له دې چې اقتصادي پرمختګ له اسلامي نظره تعريف كړو غواړم چې د اقتصادي پر مختګ په اړوند څو عمومي خبرې وكړم، په نړۍ كې يوازې اسلامي هيوادونه وروسته پاتې ندي بلكې ډېر غير اسلامي هيوادونه هم وروسته پاتې دي، نو ويلى شو چې اقتصادي پر مختګ يوازې د اسلامي نړۍ مشكل نه دى.
په كال ۱۹۸۶ كې Raanaz weitz ويلي وو:،،په داسې حال كې چې بشريت په يوه سياره (ځمګه)كې سره شريك دي خو بيا هم د ټولو نړۍ يوه نده دا يوه داسې سياره ده چې په هغې كې دوه نړۍ دي يوه د بډايانو نړۍ او بله د غريبانو نړۍ ،،
د UNDP ۱۹۹۵م كال د انساني پر مختګ د رپوټ له مخې د نړۍ د نفوس له ۳\۴ درى پر څلور برخې څخه زيات وګړي په غريبو هيوادونو كې ژوند كوي او له دوى سره د نړۍ د عايد يوازې ۱۶% وجودلري .په داسي حال كې چې د نړۍ ۸۵% عايد د د پاتې ۲۰% بډايو خلكو په لاس كى دى.
دغريبو هيوادونو ډلبندي:
× لږ عايد لرونكي هيوادونه
× لږ_اوسط عايد لرونكي هيوادونه
× اوسط عايد لرونكي هيوادونه
× پورته_اوسط عايد لرونكي هيوادونه
× لوړعايد لرونكي هيوادونه
وړاندې له دې چې په اقتصادي پر مختګ باندې نورې خبرې وكړو لومړى لازمه گڼم چې د بيوزلۍ يا فقر په اړوند لنډ معلومات ستاسې خدمت ته وړاندې کړم:
غريبي(بيوزلي):
غريب هغه سړي ته ويل کېږي چې د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره كولو توان ونه لري. او لومړنۍ اړتياوې عبارت دي له كور، كالي، ډوډۍ، تعليم او داسې نور.
غريبي ډير اقسام لري چې لاندې به ورنه يادونه وشي.
د نني عصر زياتره كړاونه د غريبۍ له وجې مينځ ته راځي او همدغه د عايد بې انصافه ويش دى چې په نړۍ كې يې اور بل كړيدى كله د تيلو په سر جګړه کېږي او كله د خپلو تجارتي مفاداتو د خوندي ساتلو په موخه غريب او بيوسه هيوادونه ټكول کېږي. كه مونږ د ملګروملتونو جوړښت ته ځير شو نو دا به را ته جوته شي چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو سره هيڅ د حساب وړ قدرت نشته دوى يوازې د ميلمه په شكل په نړيوالو مجالسو کې برخه اخلي او د اسلامي هيوادونو څخه يو هم د ويټو حق نه لري ، دا سره له دې چې اسلامي نړۍ ډير زيات وګړي لري ، خو بالعكس كله هم چې د مسلمانانو په پلوى كوم بل منظور شي هغه د كفري هيوادونو له خو ا ويټو کېږي چې ددې ښه بيلګه د امريكا له خوا د اسرائيلو ضد سندونو (بلونو) ويټو كول دي.
همدا راز ويلی شو چې د عايداتو او وسايلو بې انصافه ويش ګرده نړۍ په ځانګړې توګه د عوامو او بې وسه خلکو د ډوبيدو باعث ګرځي .
اسلام هم د غريبۍ او بيوزلۍ خلاف دى او د همدې ټولنيز رنځ د له منځه وړلو پخاطر الله تعالى په هر بډايه مسلمان باندې زكات فرض كړيدى. رسول الله (ص) په يوه مبارك حديث کې فرمايي: [كاد الفقر ان يكون كفرا] ترجمه: نژدې ده چې فقر په کفر بدل شي، د کفر سبب شي.
ددې حديث مطلب دا دى چې ډير ځله يو انسان د فقر او غريبۍ له كبله غير اسلامي يا غير شرعي كارونو ته لكه غلا او داسې نورو ته مخه کوي او په دې توګه نوموړى د كفر خواته ميلان كوي. همدا رنګه حضرت علي (رض)فرمايلي دي : [لوكان ا لفقر رجلا لقتلته] يعنې كه چيرې غريبۍ او فقر سړى واى، نو ما به وژلى و. له دي څخه څرګنديږي چې فقر يوه خطرناكه ستونزه ده او ددې د حل لپاره بايد ګړندي، په وخت او لازم اقدامات وشي .
د بيوزلۍ (غريبۍ) ډولونه:
په ظاهره خو بيوزلي ديته ويل کېږي چې يو سړى د خپلو لومړنيو اړتياو(ډودۍ،كور، درمل) د پوره كولو توان ونه لري مګر په اصل كې د بيوزلۍ يا غريبۍ ډير ډولونه او عوامل دي چې په لاندې توگه اشاره ورته کوو:
|
||||
اوس كه چيرې مونږ د غريبۍ دغه پورته عوامل او اقسام په نظر كې ونيسو نو دا به راته جوته شي چې ټول افغانان هرو مرو له يو ډول بيوزلۍ سره مخ دي [سياسي، اقتصادي، ټولنيزه، فزيکي] ځكه تر اوسه پورې زور واکي حا كمه ده، د هيواد چارې د نا اهلو په لاس کې دي او د هيواد په سياسي او نورو چارو کې د عوامو رول نشته، له نيكمرغه چې په دې وروستيو کې دا سلسله شروع شويده مګر تر اوسه دا يو سمبوليك او تش په نامه پروسه ده، له لوى خداى څخه ددې په اميد يو چې افغانان له دغو ټولو بدبختيو او بيوزليو څخه خلاص كړي.
د بيوزلۍ (غريبۍ) عوامل او د هغې د حل لارې چارې :
ارسطو ويلي دي چې“ بيوزلي او غريبي د انقلابونو او جرايمو والدين دي “ د نړۍ زياتره جګړې د بيوزلۍ او غريبۍ په وجه شويدي او ځينو هيوادونو ددې لپاره چې د نورو كمزورو هيوادونو پر وسايلو باندې قبضه وكړي پر هغوى يرغل كړيدى چې ښه مثال يې افغانستان او ځنې نور مظلوم اسلامي هيوادونه دي . د نړۍ زياتره جګړي اوس هم د عايد او وسايلو د غير عادلانه ويش له وجې کېږي. خلاصه دا چې د عايداتو او وسايلو غير عادلانه او نا انډول ويش انساني ټولنه نه يوازې له هوساينۍ محروموي، بلکه له ډول ډول ستونزو سره يې مخ کوي.
د غريبۍ او بيوزلۍ عوامل:
- د كپيټل (سرمايې .........) او تكنالوژۍ كمښت
- پر زراعتي سكتور اتکاء (د پرمختللي صنعتي سكتور نه موجوديت)
- د نفوس زياتوالى.
- په بهرنيو پورونو باندې تکيه کول او سودي قرض اخستنه.
په لاندې تصوير کې دغه موضوع ښه څرګنده شويده،كله چې كوم هيواد له بهرنيو هيوادونو څخه سودي پور واخلي نو بيا مجبور دى چې د هغوى ځنې اوامر او شروط هم ومني او نشي كولى چې په خپلو اقتصادي او سياسي پاليسيو كې پوره خپلواکي ولري .
غير ثابتې پاليسۍ (اقتصادي ، سياسي) يعنې د هر نوي حكومت د راتګ سره د نويو پلانونو عملي كول او پخواني پروګرامونه او پروژې په نيمه کې پريښودل او د سياسي عواملو له امله ور ته توجه نه كول.
- د زراعتي او صنعتي سكتورونو تر مينځ د همغږۍ نه موجوديت.
- په سود ولاړ اقتصادي (مالي) سيستم (د سود په وجه امير نور هم امير کېږي او غريب لاپسې غريب کېږي)
- د پوهې او مهارتونو كموالى.
غريبي او بيوزلي په لاندې لارو سره له مينځه وړل کېدى شي :
- د پوهنې او تكنالوژۍ په پر مختګ سره
- د اسلامي تمويلولو (Financing) د وسايلوا و اسانتياو په حمايه كولو، پياوړي كولو او تشويقولو سره.
- د پرمختيايي پروژو په پلي كولو کې له كارګرو څخه زياتې ګټې اخستنې سره.
د ځمکې قوانين او اصول (د ځمکې د ملکيت عظمي حد ټاكل او يا د بيكاره ځمکې په موثر ډول كارول او مستحقينو ته وركول
د اقتصادي پرمختګ د كچې (اندازې) لارې:
د اقتصادي پرمختګ د كچې معلومول مختلفي لارې لري لكه: د داخلي نا خالص محصول (GDP) وده ، د خلكو د ژوند دسطحې ښه كېدل، د غريب او امير تر مينځ د توپير كموالى او د يوه كس عايد (Per capita Income) او د بشري پرمختګ تر ټولو جامع كچه كونکى د بشري پرمختګ شاخص يا انډيكس دى (Human development Index)، په دې وروستيو کې د بشري پرمختګ ارزښت ته په پام سره په افغانساتان کې د يوه كنفرانس په ترڅ کې چې دكابل په پوهنتون کې د افغانستان د څو وزيرانو ا و د UNDP د ځينو غړو په ګډون جوړشوى و ګډون كوونکي د بشري پرمختګ د اهميت په اړه وګړيدل او په پاى کې د نومبر مياشت د بشري پرمختګ د مياشتي په نامه ونومول شوه. څرنګه چې د پرمختګ دكچه كولو نورې طريقې اسانه او ساده دي ، تشريح ته اړتيا نه لري يوازې د بشري پر مختګ انډيكس يوڅه تشريح ته اړتيا لري او هغه په لاندې ډول سره څيړو:
د بشري پرمختګ شاخص يا انډيكس :
د اقتصادي پرمختګ دكچه كولو دغه واحد په كال ۱۹۹۰ كې د UNDP په وسيله معرفي شو او اوس په كلنيو راپورونو كې د پرمختګ همدغه واحد چاپيږي. د پرمختګ دغه كچه كونكى له ټولو پورته ذكر شوو نورو طريقو څخه غوره دى ، ځكه په دې كې د داخلي ناخالص محصول((GDP)) يا ديوه هيواد د توليداتو څخه علاوه نور ټولنيز فكتورونه هم په نظر كې نيول کېږى.د بشري پرمختګ شاخص يا انډيكس (Human development Index) ټول هيوادونه د صفر او يوه په منځ كې د يوه واحد په اساس راولي، د اقتصادي پرمختګ دغه ارزيابي د پرمختګ. په دريو ((نهايي محصولاتو)) ولاړه ده او هغه درى په لاندې ډول سره دي:
1) د صحي وضعيت يا د عمر داوږد والي كچه، د يوه هيواد دوګړو اوسط ژوند او دا د تولد نه پس د متوقع ژوند پوسيله اندازه كېږي.
تر ټولو كم اوسط عمر ۲۵ کاله فرض كېږي او تر ټولو زيات اوسط عمر ۸۵ کاله فرض كېږي او په لاندې ډول سره اندازه كېږي.
اوسط احتمالي ژوند، د هغه هيواد د وګړو اوسط ژوند نيول كېږي.د افغانانو اوسط عمر 44,5دى خو [د بشري پرمختګ په نوي را پور کې چې په كال ۲۰۰۵ کې خپر شوي او سط عمرتقريب ۴۶] كاله اټكل شويدى .د ماشومانو د تولد په ترڅ کې د هر يو لكو ميندو له جملې څخه ۱۶۰۰ ميندې د صحي مراكزو د نه موحوديت له كبله له مينځه ځي او په هرو پنځو افغانانو کې يو د عصبي يا ذهني امراضو څخه كړيږي، او يوازې ۲۳% افغانان د صافو اوبو څخه برخمن دي ([1]). كه مونږ دغه معلومات په نظر کې ونيسو نو له تولد نه پس د افغانانو احتمالي ژوند مساوي کېږي له 0.325سره [44,5-25/85-25]
2) د پوهې (ليك لوست) كچه، دا د بالغو وګړو د ليك لوست او ښوونځي ته د تګ په اوسط كلونو سره اندازه کېږي او له همدې نه د سواد يا پوهې انډيكس په لاس راځي ددغو پورته دوه انډيكسونو له جمع كولو څخه په دې ډول چې 2/3وزن بالغ وګړو سواد او 1/3وزن لومړني ابتدايي مكتب ويلو انډيكس ته وركول كېږي ، د بالغ وګړو سواد ته ځكه ډېر وزن وركول كېږي چې په پاليسيو او عملي كارونو كې نسبت ماشومانو ته دوى ډېره ونډه لري نو ځكه دوى په اقتصادي پرمختګ ډېره اغيزه لري.
- دپوهې شاخص (انډيكس)=2/3(د سواد انډيكس)+1/3(د مكتب شمول انډيكس)
په افغانستان کې مكتب ته د ماشومانو د شاملولو كچه ۶۷%ته اوچته شويده، مګر د ښځينه ماشومانو د مكتب شمول كچه ۴۰% ده ([2]). نا ويلي دې پاتي نه شي چې دغه شميرې د انتقالي حكومت د دوران دي او پخوانۍ شميرې لدى څخه هم كښته دي .
. ۳) دژوند سطحه (سطح زندګي)كومه چې اندازه كېږي په في نفر عايد سره (عمومي عايد تقسيم د يوه هيواد د نفوس).
په كال (2004/05 )۱۳۸۳ كې د افغا نستان ټول نا خالص توليد(GDP) 5,683 مليونه امريكايي ډالره و او په همدې كال کې د افغانستان نفوس ۲۶مليونه و نو په دې حساب سره د افغانستان د نفر د سر عايد(Per capita GDP) ۲۱۸ امريكايي ډالره راځي . په همدې ډول سره د كال 1384(2005/06) لپاره د افغانستان ناخالص توليد (GDP) 7,058 مليونه امريكايي ډالره اټكل (تخمين) شويدى او په دې كال کې د افغانستان نفوس ۲۸ مليونه اټكل شوى چې د نفر د سر عايد تقريبا ۲۵۲ امريكايي ډالره راځي ([3]) .
د پورته دريو انډيكسونو له يو ځاى كولو څخه په لاندى ډول سره د بشري پرمختګ انډيكس په لاس راځي:
د بشري پرمختګ انډيكس(HDI)=1/3(د عايد اڼديكس) +1/3(احتمالي ژوند انډيكس) +1/3(دپوهې انډيكس)
ځنې وخت د بشري پرمختګ د انډيكس په حسابولو کې د ډيموكراسۍ اڼديكس هم شامليږي، د بشري پرمختګ انډيكس هميشه د صفر او يوه په منځ كې راځي
دغه د بشري پرمختګ دكچه كولو واحد ټول هيوادونه په دريو برخو ويشي.
a) د ټيټ بشري پرمختګ انډيكس (0-0.4)
b) د اوسط بشري پرمختګ انډيكس(0.5-0.79)
c) د لوړ بشري پرمختګ انډيكس(0.8-1.0)
له بده مرغه چې د افغانستان په اړوند بشپړه ډيتا نه ده موجوده نو ځكه د افغانستان د بشري پرمختګ انډيكس د نړۍ په لست کې وجود نه لري كوم معلومات چې ما كولى شوى تر لاسه كړم هغه مې پورته ذكر كړيدي . د نورو اسلامي هيوادونو د بشري پرمختګ په بنا طبقه بندي په لاندې ډول ده: ([4])
.دغه طبقه بندي د ۲۰۰۲ كال د ديټا په بنا شويده، نا ويلي دې پاتې نه شي چې دغه شميره په نړيواله سطحه شويده او د بشري پرمختګ په بنا ديوه هيواد نمبر يا شميره ښيي. په دغه لاندې لست کې يوازې اسلامي هيوادونه شامل دي او دا لست له انټرنيټ څخه د undp د بشري پرمختګ له راپور څخه را اخستل شويدى. د ټولې نړۍ د هيوادونو راپور (اقتصادي پرمختګ لست) په لاندې پته په انټرنيټ کې كتلى شى.
شميره |
هيوا د |
له زيږون (تولد) نه وروسته احتمالي ژوند |
د لويانو د سواد كچه (%) |
ناخالص توليد د نفر په سر |
د احتمالي ژوند انډيكس
|
د پوهنې انډيكس |
د ناخالص توليد انډيكس
|
د بشري پرمختګ انډيكس (HDI) |
||
لوړ بشري پرمختګ لرونکي اسلامي هيوادونه:
|
||||||||||
۳۳ |
بروناي دارالسلام |
76.2 |
93.9 |
19210 |
0.85 |
0.87 |
0.88 |
0.867 |
||
40
|
بحرين |
73.9 |
88.5 |
17170 |
0.81 |
0.85 |
0.86 |
0.843 |
||
44 |
كويت |
76.5 |
92.9 |
16240 |
0.86 |
0.81 |
0.85 |
0.838 |
||
47 |
قطر |
72 |
84.2 |
19844 |
0.78 |
0.83 |
0.88 |
0.833 |
||
49 |
متحده عربي امارات |
74.6 |
77.3 |
22420 |
0.83 |
0.74 |
0.90 |
0.824 |
||
د اوسط بشري پرمختګ لرونکي اسلامي هيوادونه: |
||||||||||
58 |
ليبيا |
72.6 |
81.7 |
7570 |
0.79 |
0.87 |
0.72 |
0.794 |
||
59 |
ماليزيا |
۷3 |
88.7 |
9120 |
0.80 |
0.83 |
0.75 |
0.793 |
||
65 |
البانيا |
73.6 |
98.7 |
4830 |
0.81 |
0.89 |
0.65 |
0.781 |
||
66 |
بوسنيا او هرزګوينا |
74.0 |
94.6 |
5970 |
0.82 |
0.84 |
0.86 |
0.781 |
||
74 |
عمان |
72.3 |
74.4 |
13340 |
0.79 |
0.71 |
0.82 |
0.770 |
||
۷7 |
سعودي عربستان |
72.1 |
77.9 |
12650 |
0.79 |
0.71 |
0.81 |
0.768 |
||
78 |
قزاقستان |
66.2 |
99.4 |
5870 |
0.69 |
0.93 |
0.68 |
0.766 |
||
80 |
لبنان |
73.5 |
86.5 |
4360 |
0.81 |
0.84 |
0.63 |
0.758 |
||
84 |
مالديف |
67.2 |
97.2 |
4798 |
0.70 |
0.91 |
0.65 |
0.752 |
||
٨٨ |
ترکيه |
٧٠،٤ |
٨٦،٥ |
٦٣٩٠ |
٠،٧٦ |
٠،٨٠ |
٠.٦٩ |
٠،٧٥١ |
||
86 |
تركمنستان |
66.9 |
98.8 |
4300 |
0.70 |
0.93 |
0.63 |
0.752 |
||
90 |
اردن |
70.9 |
90.9 |
4220 |
0.76 |
0.86 |
0.62 |
0.750 |
||
91 |
آذربايجان |
72.1 |
97.0 |
3210 |
0.78 |
0.88 |
0.58 |
0.764 |
||
۹۲ |
تونس |
72.7 |
73.2 |
6760 |
0.79 |
0.74 |
0.70 |
0.745 |
||
101 |
ايران |
70.1 |
77.1 |
6690 |
0.75 |
0.74 |
0.70 |
0.732 |
||
۱۰۲ |
فلسطين |
72.3 |
90.2 |
|
0.79 |
0.86 |
0.52 |
0.726 |
||
106 |
سوريه |
71.7 |
82.9 |
3620 |
0.78 |
0.75 |
0.60 |
0.710 |
||
107 |
ازبكستان |
69.5 |
99.3 |
1670 |
0.74 |
0.91 |
0.47 |
0.709 |
||
108 |
الجزاير |
59.5 |
68.9 |
5760 |
0.74 |
0.69 |
0.68 |
0.704 |
||
۱۱۰ |
قيرغيزستان |
68.6 |
97.0 |
1620 |
0.72 |
0.92 |
0.46 |
0.701 |
||
111 |
اندونيزيا |
66.6 |
87.9 |
3230 |
0.69 |
0.80 |
0.58 |
0.692 |
||
116 |
تاجكستان |
68.6 |
99.5 |
980 |
0.73 |
0.90 |
0.38 |
0.671 |
||
۱۲۰ |
مصر |
68.6 |
55.6 |
3810 |
0.73 |
0.62 |
0.61 |
0.653 |
||
۱۲۵ |
مراكش |
68.5 |
50.7 |
3810 |
0.72 |
0.53 |
0.61 |
0.620 |
||
138 |
بنګلديش |
61.1 |
41.1 |
1700 |
0.60 |
0.45 |
0.47 |
0.509 |
||
139 |
سوډان |
55.5 |
59.9 |
1820 |
0.51 |
0.52 |
0.48 |
0.505 |
||
دټيټ يا لږ بشري پرمختګ لرونکي هيوادونه
|
||||||||||
142 |
پاكستان |
60.8 |
41.5 |
1940 |
0.60 |
0.40 |
0.49 |
0.497 |
||
149 |
يمن |
59.8 |
49.0 |
870 |
0.58 |
0.50 |
0.36 |
0.482. |
||
151 |
نايجيريا |
51.6 |
66.8 |
860 |
0.44 |
0.59 |
0.36 |
0.466 |
||
د لږ بشري پرمختګ لرونكو اسلامي هيوادونو شميره زياته ده او زياتره غريب افريقايي هيوادونه[سينګال، تانزانيا، ګمبيا، ګيني بيساو، ايتوپيا، سيراليون]په کې شامل دي. لکه څرنګه مو چى مخکې يادونه وكړه د افغا نستان په اړوند د اړتيا وړ ديټا نشته نو ځكه افغا نستان په دغه لست کې ځاى نه لري مګر بيا هم افغا نستان د هغو هيوادونو په ډله کې راځي چې د لږ بشري پرمختګ انډيكس لرونکي دي (وروسته پاتي هيوادونه)، كه چيرې مونږ د بشري پرمختګ د انډيكس په حساب د هيوادونو طبقه بندي د كال ۱۹۹۷او ۲۰۰۲ سره پر تله كړو دا به جوته شي چې زياتره اسلامي هيوادونه په شا تللي [كويت د ۳۵ نمبر څخه ۴۴ ته تللى دى او پاكستان د ۱۳۸ نمبر څخه چې د اوسط بشري پرمختګ په ډله کې راځي ۱۴۲ نمبر ته په شا شوي چې په لږ بشري پرمختګ لرونکو هيوادوکې وشميرل شي] د اسلامي هيوادونو له جملې څخه يوا زې سوډان او بنګلديش پر مختللي دي او د اوسط بشري پرمختګ د انډيكس لرونكو هيوادونو په ډله کې حساب شوي دي.[سوډان د ۱۴۲ نمبر څخه ۱۳۹ ته پورته شوى، بنګلديش د ۱۵۰ نمبر څخه ۱۳۸ نمبر ته ختلى دى دغه دواړه هيوادونه وړاندې په لږ بشري پرمختګ لرونكو هيوادونو کې شامل وو]
پرمختګ د اسلام له نظره :
ډاكتر عبدالرحمان يسري په كال ۱۹۸۱ كې اقتصادي پر مختګ د قرآنكريم د ۲۹مې سپارې د سوره نوح د لاندنيو آيتونو په رڼا كې بيان او څرګند كړ ويې ويل:
په اقتصادي معامله كې گناه مه كوئ يعنې ربا، احتكار، غرر او داسې نور ناروا اعمال پريږدئ او په دې اړوند د الله (ج) څخه معافي وغواړئ (توبه و باسئ) له ګناه څخه ليرې لاړشئ نو الله (ج) به دغه ټول كړاونه او ستونزى حل كړي او اقتصادي پر مختګ به مينځ ته راشي او امت به د پخوا ني اسلامي دوران غوندې اقتصادي پرمختګ وکړي.
نوموړي اقتصاد پوه دغه پورتنى مطلب له لاندې آيت شريف څخه اخستى دى:
[فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا (نوح10) يُرْسِلْ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا (نوح11) وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا]
ترجمه: نو ومې ويل دوى ته بښنه وغواړئ له ربه خپله بيشكه هغه (الله(ج)) دى ډېر بښونكى، راوبه ليږي باران پر تاسې باندې ډېر اوريدونكى (باران) او در ډېروي كومك به كوي له تاسې سره په مالونو او زامنو سره او وبه ګرځوي تاسې ته باغونه او و به ګرځوي تا سوته ويالې .
نوموړي اقتصاد پوه په كال ۱۹۹۱ كې د اقتصادي پر مختګ بل تعريف په دې ډول وكړ:
پرمختګ په ټولنيزاو اقتصادي چاپيريال كې يو ساختماني بدلون دی چې د اسلامي قوانينو(شريعت)او اخلاقي ارزښتونو(عقيدې) په نظرکې نيولو سره صورت نيسي او ورسره په يو وخت کې د مادي او معنوي اهدافو تر منځ د لازمې موازنې په پام کې نيولو سره د عظمي او ممکن غوره توليد او وسايلو د په ځاى استعمال پخاطر له بشري توليدي قوې او موجودو وسايلو څخه اعظمي كاراخستنه او استعمال يې.
اسلام مونږ ته حكم كوي چې ټول وسايل په موثر ډول په كار واچوو، خو له بده مرغه چې په اوسني حالت كې اسلامي هيوادونه داكار نه كوي، بلکه نور رنځونه لکه رشوت اخستنه او اداري فساد په كې زيات دي. په يوه حديث كې راځي
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ أَنَّ رَجُلًا مِنْ الْأَنْصَارِ جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْأَلُهُ فَقَالَ لَكَ فِي بَيْتِكَ شَيْءٌ قَالَ بَلَى حِلْسٌ نَلْبَسُ بَعْضَهُ وَنَبْسُطُ بَعْضَهُ وَقَدَحٌ نَشْرَبُ فِيهِ الْمَاءَ قَالَ ائْتِنِي بِهِمَا قَالَ فَأَتَاهُ بِهِمَا فَأَخَذَهُمَا رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِيَدِهِ ثُمَّ قَالَ مَنْ يَشْتَرِي هَذَيْنِ فَقَالَ رَجُلٌ أَنَا آخُذُهُمَا بِدِرْهَمٍ قَالَ مَنْ يَزِيدُ عَلَى دِرْهَمٍ مَرَّتَيْنِ أَوْ ثَلَاثًا قَالَ رَجُلٌ أَنَا آخُذُهُمَا بِدِرْهَمَيْنِ فَأَعْطَاهُمَا إِيَّاهُ وَأَخَذَ الدِّرْهَمَيْنِ فَأَعْطَاهُمَا الْأَنْصَارِيَّ وَقَالَ اشْتَرِ بِأَحَدِهِمَا طَعَامًا فَانْبِذْهُ إِلَى أَهْلِكَ وَاشْتَرِ بِالْآخَرِ قَدُومًا فَأْتِنِي بِهِ فَفَعَلَ فَأَخَذَهُ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَشَدَّ فِيهِ عُودًا بِيَدِهِ وَقَالَ اذْهَبْ فَاحْتَطِبْ وَلَا أَرَاكَ خَمْسَةَ عَشَرَ يَوْمًا فَجَعَلَ يَحْتَطِبُ وَيَبِيعُ فَجَاءَ وَقَدْ أَصَابَ عَشْرَةَ دَرَاهِمَ فَقَالَ اشْتَرِ بِبَعْضِهَا طَعَامًا وَبِبَعْضِهَا ثَوْبًا ثُمَّ قَالَ هَذَا خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تَجِيءَ وَالْمَسْأَلَةُ نُكْتَةٌ فِي وَجْهِكَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ الْمَسْأَلَةَ لَا تَصْلُحُ إِلَّا لِذِي فَقْرٍ مُدْقِعٍ أَوْ لِذِي غُرْمٍ مُفْظِعٍ أَوْ دَمٍ مُوجِعٍ ([5])
ترجمه له انس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت دى چې له انصارو نه يو سړى نبي كريم صلى الله عليه وسلم ته راغى سوال يې ترينه كولو، نبي كريم صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: په كور كې دې څه شته؟ هغه وويل هو يو لمڅى دى په يوه برخه يې ځان پټوو، او يوه برخه يې په ځمكه غوړوو، او يو جام دى په هغه اوبه كې څښو، ويې فرمايل هغه دواړه ما ته راوړه، انس رضي الله تعالى عنه وايي نو دواړه يې ورته راوړل، نبي عليه السلام په خپل مبارك لا س كې واخيستل، بيا يې وفرمايل: څوك دا دواړه اخلي، يوه سړي وويل زه يې په يو درهم اخلم، بيا يې دوه كه درې ځلې وفرمايل: څوك يې له دې نه په زيات قيمت اخلي؟ يوه سړي وويل زه يې په دوه درهمه اخلم، نو هغه ته يې وركړل او دوه درهمه يې واخيستل او هغه انصاري ته يې وركړل او ورته ويې ويل: په يوه خپل كور ته خواړه واخله او په بل يو تبر واخله او ما ته يې راوړه، هغه همداسې وكړل، نبي كريم صلى الله عليه وسلم په تبر كې په خپل مبارك لا س لا ستى واچولو او ورته ويې ويل ځه د لرګو كار كوه او پنځه لس ورځې دې ونه ګورم، هغه سړي د لرګو كار پيل كړ او خرڅول به يې، كله چې راغى لس درهمه يې ګټلي وو، نو نبي عليه السلام ورته وفرمايل: په يو څه يې خواړه او په يو څه يې جامې واخله، بيا يې وفرمايل: دا تاته له هغه نه ښه دى چې په ورځ دقيامت راشې او سوال دې په مخ کې داغ وي ، سوال كول د سختې خوارۍ، دروند پور او دردونكې وينې (ديت) له څښتن نه پرته د بل چا لپاره وړ نه دى.
په يوه بل حديث شريف كې راځى:
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ الله قَالَ قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا فَإِنْ لَمْ يَزْرَعْهَا فَلْيُزْرِعْهَا أَخَاهُ ([6])
ترحمه: له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دى وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې ځمكه ولري ويې دې كري، كه يې نه كري، نو خپل مسلمان ورور ته يې دې وركړي چې ويې كري.
له پورتنيو احاديثو څخه دكار كولو، حلال رزق ګټلو او د وسايلو د موثر استعمال اهميت څرګنديږي او اقتصادي پرمختګ هم په كار او د وسايلو په موثر استعمال پورې تړاو لري.داسلام له نظره اقتصادي پر مختګ بايد داسې وشي چې د مادي او روحي اړتياوو تر مينځ تعادل برقرار وي ځكه چې د سالم او كامياب ژوند لپاره دا دواړه ضروري دي ځنې خلك په دې نظر دي چې مسلمانان بايد آخرت ته ډير پام وكړي او په دنياوي كارونو ډير وخت ونه لګوي ، زه دا منم چې د مسلمانانو اصلي هدف آخر ت دى مګر د آخرت تر لاسه كول هم زمونږ ددنيا په ژوند پورې تړلى دى لكه امام غزالي(رح)چې وايي: ،،خراب الدنيا خراب الدين لان الدنيا مزرعة الاخرة ،، ژباړه : ددنيا خرابي د دين خرابي ده ځكه دنيا د آخرت توښه ده.
او كه مونږ په دنيا کې ښه ژوند ولرو نود آخرت د ښه کېدلو مواقع مو زياتې دي دا په هغه صورت کې چى كه چيرې د الله په لا ره کې خپلې پيسې ولګوو . د اسلام له نظره د يو شخص لګښت يا مصارف د لاندې ګراف په مرسته ښود ل کېدى شي.په دغه شكل کې:
مونږ ګورو چې نوموړى شخص بايد د دنيوي او اخروي لګښتونو په مينځ کې انتخاب وكړي كه مونږ فرض كړو ([7]) د هغه صغرى دنيوي اړتياوې(w), اوصغرى اخروي اړتياوې (P) وي نو د هغه شخص د مصارفو د پيل نقطه (e) راځي . اوس د نوموړي شخص لپاره دوه لارې شته يوه دا چې د عايد له زياتيدو سره خپل لګښت په مادي اړتياوو زيات كړي يعنې د(e) له ټکي څخه پورته په افقي ډول سره د (P) په لور حركت وكړي او روحي اهداف(د الله په لاره کې مصارف) په پخوانۍ صغرى نقطه کې پريږدي دوهم دا چې دومره دنيوي لګښت وكړي چې دده د ژوند بقا ورباندې وشي او نور وخت او پيـسې د الله په لاره کې ولګوي يعنې د (e) له ټکي څخه پورته د (W) په لور عمودي ډول حركت وكړي .مونږ بايد دا په پام کې ولرو چې د الله په لاره کې لګښت د مادي اړتياوو د ترلاسه كولو له لګښت څخه ډير ارزښت (ثواب) لري مګر لكه څرنګه مو چې وړاندې عرض وكړ د دنيوي ژوند لپاره هم مصارفو ته اړتيا شته او بهتره لاره د روحي او مادي اهدافو په منځ كى اوسط لګښت دى يعنې په پورته ګراف کې eb وكتور په لاره باندې تلل غوره دي، چې د دنيا او آخرت دواړو برياليتوبونه ترلاسه شي (في الدنيا حسنة وفي الاخرة حسنة)
څرنګه پرمختګ؟
په غربي او نورو غير اسلامي هيوادونو كې د اقتصادي پرمختګ تر څنګ خلكو خپله عقيده اعمال اوكلتور هم بدل كړ او خپل كلتور يي له پامه وغورځولو لادينيت يي قبول كړ، دغه شان پرمختګ مسلمانانو ته دقبول وړندي.
د پرمختګ په اړوند لاندي دري نظريې وجودلري:
- خپل ځان د غربيانو په شان تبديل كړى يعنې څه چې هغوى كوي هغه تاسو هم وكړئ كومې اقتصادي تيورۍ چې هغوى په كار اچوي تاسو هم همغه وكاروئ .مګر مونږ په دې پوهيږو چې د طبيعي او اجتماعي علومو تر مينځ ډېر توپير وجود لري طبيعي فارمولې په ټوله نړۍ كې يو شان دي مثلا: هايدروجن او آكسيجن چې سره يو ځاي شي اوبه جوړيږي دا په امريكا او افغانستان كې يو شان نتيجه وركوي مګر اجتماعي علوم چې اقتصاد هم له هغې جملې څخه دى يوه تيوري شايد په يوه ځاى ((غرب)) کې ښه نتيجه وركړي مګر په بل ځاى كې ((اسلامي هيوادونو او نورو وروسته پاتي هيوادو كې)) شايد موثره او مفيده واقع نه شي.ځكه چې د غربي هيوادونو شرايط او زمونږ د هيوادونو وضعيت او حالات يو برابر ندي او زمونږ د وګړو عادات، عقيده او كلتور د هغوى له وګړو سره زيات توپير لري. بله اهمه خبره دا ده چې د مسلمانانو عقيده ثابته ده او په عقيده كې بدلون نه راځي نو ځكه مونږ د هغوى دټولو اعمالو پيښې نه شو كولى.
- دوه ګوني توب يا دوه مخي(Dualism): دا نظريه داسې وايي چې د خپلې ګټې لپاره په غربي اخلاقي اصولو ولاړې غربي تيورۍ د يوې مودې لپاره استعمالولى شو، خو دا د اوږد مهال لپاره ګټور او ممكن كار نه دى. ددې نظريې مطلب دا دى چې د اسلامي او غربي اخلاقو او عاداتو تر مينځ توازن وساتل شي، يو څه غربي اصول او ځنې خپل اصول په كار واچوو خو ددې بده اغيزه دا ده چې اخلاق او كلتور سره ګډوډوي او د اسلامي ټولنې د ناراحتۍ لامل ګرځي.
- د شريعت مطابق پرمختګ، دا داوږد مهال حل دى يعنې مونږ بايد خپلې نظريې او تيورۍ ايجاد او تقويه كړو اوپه اسلامي اصولو ولاړې داسې تيورۍ او قوانين جوړ كړو چې زمونږ د هيوادونو دغه اوسنۍ بدبختي اووروسته پاتې والى له مينځه يوسي او له هغو غربي اصولو او قوانينو څخه كار وا نه خلو كوم چې زمونږ له دين سره په ټكر كې دي.
ځنې غربي اقتصادي تيوريو ته كتنه
د اقتصادي پرمختګ په اړوند ډېرې تيورۍ اونظريې وركړل شويدي مونږ په دې ځاى كې يوازې درى تر څيړنې لاندې نيسو ([8]):.
د سوسياليستى اقتصاد پوهانو نظريه:
- سوسياليست اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې د وروسته پاتې نړۍ د وروسته پاتي كېدو اصلي عوامل پرمختللي او ښکېلاكګر هيوادونه دي چې د خپل تسلط په دوران كې يې ددغو هيوادونو پر شتمنيو باندې قبضه كړې وه او دوى يې اقتصادي پرمختګ ته نه دي پريښودي، دوى عقيده لري چې وروسته پاتې هيوادونه په اقتصادي ډګر كې په كپيټالستي هيوادونو پوري تړلي دي.
كپيټالستي هيوادونه د نړۍ اقتصادي او مالي مركز او غريب هيوادونه يى اطراف جوړوي، د غريبو هيوادونو وسايل مركز ته راوړل کېږي او د هغوى د اقتصادي پرمختګ لپاره استعمالېږي او امير هيوادونه غريب هيوادونه په اقتصادي توګه سره تر خپل كنټرول لاندې ساتي. دوى دا هم وايي چې استعماري هيوادونه اوس هم د وروسته پاتې هيوادونو له وسايلو څخه كار اخلي او پدې اساس ښکېلاك دوام لري ، خو دغه استعمار په پوځي توګه د وروسته پاتې هيوادونو په نيولو سره نه بلكې د نړيوالو كمپنيو (مولټي نيشنل كمپنيز) د مستقيمې او يا غير مستقيمې پانګونې په وسيله تر سره كېږي. سوسياليست اقتصاد پوهان د وروسته پاتې هيوادونو د پر مختګ په خاطر لانديني دوه وړانديزونه لري:
الف:په ځان متكي اقتصادي پاليسي پداسې ډول سره چې د هيواد د پرمختګ لپاره په خپلو كورنيو وسايلو ډېره تكيه وشي اوپه بهرنيو وارداتو لوړه ماليه ولګيږي تر څو كورنى صنعت او فابريكي په پښو ودريږي او وده وكړي.
پر خپلو وسايلو د تکېه كولو اقتصادي پاليسي ښه ده خو په هغه صورت كې چې د هغې په وسيله يو هيواد وكولى شي د ملك داخلي وسايل په ښه او موثره توګه وكاروي او په دې وسيله وكولى شي چې خپلې فابريكې په پښو ودروي مګر ددې مقصد لپاره په وارداتو لوړ ټكس لګول يوازې په هغه صورت كې په ځاى اقدام دى چې د لنډې مودې لپاره وي خو د اوږدې مودى لپاره داخلي فابريكې بايد ديته وهڅول شي چې له بهرنيو تجارتي كمپنيو يا تجارتي توكيو سره آزاد رقابت وكړي او خپل معيار ښه كړي.
ب: په حكومتي سكتور باندې تكېه كول او د خصوصي سكتور او آزاد ماركېټ د مكانيزم په ځاى مركزي پلان جوړونه، خو په ياد بايد ولرو چې په هر څه حكومتي كنټرول مناسب نه دى د اسلام له نظره د خلكو شخصي آزادي سلبول جواز نلري، د حكومت له خوا د غير مفيدو اقتصادي فعاليتونو کنترول او مخنيوى گټور تماميږي لكه د انحصار (مناپولي) او داسې نورو له مينځه وړل او مخنيوى.
دغه تيوري سره له دې چې يو شمير ښه او ګټور اړخونه لري خو په ځينو هيوادونو كې د سياسي حربې په توګه وكارول شوې نو ښه نتيجه يې ورنكړه او هغه هيوادونه بيا د آزاد ماركېټ د ميكانيزم لوري ته لاړل. بله دا چې زياتره غريب هيوادونه ددې توان نه لري چې په موثر ډول سره خپل وسايل وكاروي او خپلو هيوادوالو ته دكار شرايط برابر كړي نو ځكه دوى مجبور دي چې بهرنۍ پانګونې ((نړيوالې كمپنۍ)) ته په خلاص زړه ځاى وركړي سره له دې چې هغوى زياتره په لومړنيو توكېو كې پانګه اچوي كوم توكې چې د دوى دكمپنيو د چلښت لپاره پكار وي او وروسته پاتې هيوادونو ته پر مختللې ټكنالوژي چې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړينه ده په ډېره كمه اندازه نقلوي.
بشير الله نجيمي
[1]- د UN راپور د بشري حقوقو په اړوند، دي نيوز ورځپاڼه، اكتوبر 30/2005
[2]- د UN راپور د بشري حقوقو په اړوند، دي نيوز ورځپاڼه، اكتوبر 30/2005
[3]-دغه معلومات د محترم ورو ضياالرحمن څخه تر لاسه شوي چې د ماليې په وزارت كې د مالياتو په برخه كې كار كوي. د افغانستان د مالي چارو په اړوند د نورو معلوماتو لپاره په دغه www.imf.org ويب پاڼه كي د افغا نستان برخه كتلي شى .
[4]- د انترنيټ لاندې پته د بشري پرمختګ د راپور لپاره كارولى شي:
http://hdr.undp.org/docs/statistics/indices/hdi_2004.pdf
[5]- المصدر: سنن ابن ماجه، الكتاب:التجارات ، الباب: بيع المزايده ، رقم الحديث: ۲۱۸۹
[6]- المصدر: صحيح مسلم، الكتاب: البيوع، الباب: كراء الارض، رقم الحديث: ۲۸۶۲
[7]- د روحي او مادي اهدافو ټاكنه هر شخص په خپله ښه كولى شي او د هر شخص لپاره مختلفه پايله ده.
[8]-د اقتصادي پرمختګ دتيوريو په اړوند د زياتو معلوماتو د تر لاسه كولو لپاره د Economic development كتاب څلورم فصل چې Michael P.Todaro. ليكلى دى كتلى شى.