ګرانو هیوادوالو!
په لاندې انځورنو کې نه د کوم مشهور فلم د شوټنګ صحنې وړاندې شوې او نه د کومو مراسمو د لمانځلو په موخه اسمان ته کومې پټاکۍ توغول شوي ،خو که دغه انځورنو له سترګو تیرکړی نو درته به مالومه شي چې اوس هغه د بشر د حقونو ټیکداران چیري دي ؟ او دغه حیوان صفته یرغلونه او توغندي توغول د بشر دحقوقو په دایره راتلای شي او که نه ؟؟
دغه دانځورنه د غزې په تړانګه کې په یو ښونځي دسپینو فاسفورسو باران راښیي .
.
سپین فاسفورس کارول د نړیوال جنګې اصولو خلاف عمل دی ،او استعمال یې جرم بلل کیږي چې له کاروؤنکي هیواده باید نړیواله ټولنه پوښتنه وکړي ، دغه مواد په افغانستان کې هم د یرغلګرو ځواکونو لخوا په پریمانه کچه کارول کیږي او او مارجه یې ښه بېلګه ده.
هیره د نه وي چې دغه مواد له اکسجن سره تعامل کوي او سپین دود تولیدوي چې پوستکی او د بدن غوښي له منځه وړي ،که مود نېواکګرو په وحشیانه بریدنوکې لیدلی ټول شهیدان ددې موادو ښکار شوي چې دجنګ له قانون څخه سرغړوي دي
دغه د بشر د حقوقو ډنډوره چیان بل څوک ندي ،بلکه د خرجدال د بې شمېره خولو ځینې یوه خوله ده !
ولي خان شبګیر