اتل احمد زى
دعوایدو او ګمركونو مرستيال د لرې كيدو سره د افغانستان عوايد يو ځل بيا د مافيا ښكار شول.
د عوايدو او ګمرکاتو پخوانى مرستیال او د پښتنې بانك اوسنی رئيس د هېواد د اقتصادي مافيا ښكار شو . د ګمركونو مرستیال ښاغلی ګل مقصود ثابت، لومړنی شخص ؤ، چې د افغانستان د مالياتو په تاريخ كې یې د عوايدو د ټولولو ريكارډ ټينګ كړ.
نوموړی د لومړي ځل لپاره د عوایدو هغه معیار پوره کړ، چې د دولت او هم د نړیوال وجهی صندوق (IMF) لخوا ورته ټاکل شوی ؤ. خو څرنګه، چې په افغانستان کې د مافیا ریښې پراخې او د حکومت او دولت ډېرې کړۍ یې په خپله ولکه کې رانیولې، ځکه خو مافیا نوموړي د ځان لپاره خطر وباله او له دندې یې ګوښه او د پښتنې بانګ د رئيس په توګه وټاکل شو.
ښاغلی ګل مقصود ثابت په ۱۳۸۷ کال کې هغه مهال د عوايدو او ګمركونو د مرستیال په توګه وټاکل شو چې د كال پاى ته یوازې دوه نيمي مياشتې پاتې وې او له بلې خوا په همدې ۱۳۸۷ کال کې نړيوال وجهې صندوق (IMF) لخوا د افغانستان حكومت د عوايدو د ټولولو لپاره ۴۰ ميليارده افغانۍ هدف ټاکل شوی ؤ. د ۱۳۸۷ کال په اوږدو کې د نوموړي هدف د ترلاسه کولو لپاره لږ کار شوی ؤ، خو ښاغلی ثابت په ډېر مهارت سره نوموړي هدف پوره او ان دوه ميليارده افغانۍ تر هدف ډېرې راټولې او د دولت خزانې ته واچول شوې، چې دا افغانستان حكومت لپاره يو ستر برياليتوب ؤ.
په ۱۳۸۸ كال کې بيا هم نړيوال وجهي صندوق (IMF) د افغانستان لپاره د عوایدو ۵۴ ميليارده افغانۍ هدف وټاکه، چې ښاغلی ثابت دغه هدف د همدې کال د مرغومې (جدی) په میاشت کې پوره کړ او تر اوسه ۲ مليارده افغانۍ زياتې راټولې شوې دی.
ښاغلی ثابت لس ورځ مخكې د سلواغې په ۲۰ نېټه په داسې حال کې له دندې ګوښه او د پښتنې بانك د رئيس په توګه وټاکل شو، چې د ګمرکاتو عوايد نږدې ۵۷ ميلياردو افغانیو ته رسيدلي ؤ، چې دغه اندازه هره ورځ د چټکې ودې په حال کې وه. خو د نوموړي له ګوښه كيدو راهیسې، تر اوسه اولس ورځې تېرې شوې خو عوايد په همغه اندازه په ټپه ولاړ او هېڅ ډېروالی پکې نه دی رامنځ ته شوی. له دې څخه په ډاګه کېږي، چې ښاغلی ګل مقصود هغو خلکو ګوښه کړ، چې د عواید چور او تالان ته یې لار هوارول غوښتل. همدا اوس د دولت عوايد ټول خپلو شخصی چيبونو ته لوېږي. اوس د ګمرکاتو عوایدو د دولتي خزانې پرځای د شخصي جیبونو لار نیولې ده.
له دولت او چارواکو څخه زموږ هیله دا ده، چې د بیت المال په اړه خدای ج او وږی تږی ملت په پام کې ونیسی او پرنېږدي، چې له عوایدو څخه نا مشروع ګټه واخیستل شي. دولت باید ټینګه پاملرنه وکړي، چې په ګمرکاتو کې فساد خپور نشي. د افغانستان و لسمشر بايد كوښښ وكړي چې تر څو د دولت د عوايد د چور كيدولو مخه ونيسي.