دپیسوپاړسوب (انفلاسیون):شبګیر

پاړسوب (انفلاسیون) د نننی  زمانې یوه نړیواله پدیده ده،پدې پانګوالیزه نړۍ کې هیڅ  یوداسې هیواد نه تر سترګو کیږي چې اقتصاد یې د پاړسوب  په بیمارۍ  نه وي اخته ،له همدې کبله د پاړسوب له کلمي سره نه یوازي داقتصاد ذده کړیالان بلکه تر ډېره حده عام وګړي هم بلد دي ،او د پاړسوب له مانااو مفهوم  سره په یورنګ نه یورنګ اشنایي لري. داچې

د لوي اقتصاد سیاستونو اوتګلارو یوه خواره  مهمه موخه  د نرخونو پایداري یا د پاړسوب څارل اوکنترول ګڼل کیږي نو غواړم پدې تنګه او لنډه لیکنه کې به  د پاړسوب درامنځ ته کیدو په لاملونو،ډولونو اود کنترول په  لارو چارو رڼا واچو‌ؤ.

 

تعریف:

په ساده ژبه انفلاسیون په یوه ټاکلې موده کې د توکو او خدمتونو دبیو ټولیز لوړوالی را پیژني، مصرفي محصولاتي او خدمتونه لکه  موټر،وچه ډوډۍ،کالي،رستورانتونه او داسې نور ورځ تر بلې ګرانیږي؛ په روښانه توګه ویلی شو چې دغه حالت هغه وخت رامنځ ته کیږي چې دپیسو ارزښت کم شي او دارزښت دغه کموالی د پیسو د پېر ځواک (درانیولو وړتیا ) کموي چې معمولآ لامل یې دډېرو پیسو شتون په ګوته کوي،یعنې کله چې په مارکیټ کې د توکو او خدمتونو په پرتله پیسې ډېرې شي نو دبیو په لوړوالي منتج کیږي ،دبیو دغه لوړوالی او دپیسو دارزښت کمښت ته انفلاسیون وایي.

دپاړسوب په هکله اقتصاد پوهانو تراوسه پوری داسې کوم معیاري تعریف ندي وړاندې کړی چې ټول اقتصاد پوهان د پرې یوه خوله وي ،ګڼو اقتصاد پوهانو رنګ رنګ تعریفونه کښلي چې غورچاڼ  یې داسې دي:

 فروفیسور کراوتر یې په اړه داسې ویلي :

"هغه حالت چې دپیسو دارزښت په کموالي منتج کیږي ،یعنې بیې  لوړیږي[i]"

پورتنی تعریف هم په تجربوي لحاظ ستونزه لري ،ځکه نوموړی باور لري چې  دنرخونو لوړوالی د پاړسوب زېږنده ده چې داقتصاد لپاره مضر تمامیږي،خو داسې نده ځکه په منځني توګه انفلاسیون داقتصادي ودې  پایله باللی شو،چې  دخلکو دپېر  وړتیا په ګوته کوي او داقتصاد لپاره سالم دی نه مضر .

یو بل اقتصاد پوه فروفیسور هاوټري انفلاسیون داسی تعریفوی :

٫٫دزیاتو پیسو عرضه کولو ته انفلاسیون وایي[ii]٬

په نوموړي تعریف هم نېوکه کیږي چې هاوټرې له زیاتو پیسو نه څومره مراد دي  یعنې څومره پیسو ته مونږ له حده زیاتې پیسې ویلی شو، پس دغه له کنډو ایخوا پیسو تعین ستونزمن دي .

 

خو برومان بل اقصتاد پوه پدې باور وؤ چې دبیو په عمومي نوملړ کې متواتر زیاتوالی ته انفلاسیوان وایي. همدې ته ورته په سلګونو تعریفونه وړاندې شوي دي ،خو په پایله کې دانفلاسیون دوه دودیز لاملونه چې په لومړي مرحله کې دپیسو بې انډوله تولید او په دوهمه مرحله کې دبیو لوړوالی چې د لومړی مرحلې زیږنده بلل کیږي دپام وړ ټکي دي .

 

دانفلاسیون لاملونه:

داچې دپاړسوب اخیری پایله د بیو لوړیدل راښیي،خو دتوکو او خدمتونو دبیو لوړیدل بیا د شیانوا و خدمتونو  د عرضې او تقاضا په مټ ټاکل کیږي ، د همدغه ټکي په نظر کې نیولو سره انفلاسیون هغه وخت رامنځ ته کیږي  چې توکو  ټولیزه تقاضاپر  ټولو شته توکو ور واوړي  یعنې چې له عرضې تقاضا ډېره شي ،چې دغه حالت د جنګ په وخت کې، دپلانونو د پلې کیدو په وخت کې او همدارنګه د تکنالوژي دچټکې ودې په وخت کې تجربه شوي دي.

دپاړسوب دوه عمده لاملونه چې په ګوته شوي عبارت دی له:

۱:-دتوکو او خدمتونو د تقاضا ډېرښت

۲:- د توکو او خدمتونو د تولید کمښت

په دودویزه توګه  د توکو او خدمتونو دتقاضا ډېرښت  لاملونه عبارت دی له:

۱:- ددولت او خصوصي سکتور ونو د لګښتونه ډېروالی

۲:- د  صادراتو دحجم زیاتوالی

۳:- د ټکسونو کموالی

۴:-ددولت لخو د کورني اخستل  شوؤ پورونو چټکه ورکړه

۵:-د نفوس چټکه وده

۶:-بې قانونه مارکیټ (تور مارکیټ)

۷:-دبودجې کسر او

 داسې نور

همدارنګه هغه لاملونه چې د تولید کچه را ټیټوي عبارت له:

۱:-دتولید دفکتورنو کموالی (لکه ځمکه،کارګر،سرمایه،خام مواد...)

کله چې دیوه هیواد اقتصادي سیستم دتولید د پورتنيو فکتورنه له کمښت سره لاس اوګریوان وي ،نو طبعی ده چې توکې او خدمتونه به په کمه اندازاه شتون لري.

۲:-په صنعتي سکتور کې شخړې   (ناهم غږي)

په هغه هیودانو کې چیرته چې سوداګریزې ټولنې پیاوړې او غښتلې وي او په سالمه توګه سوداګریز فعالیتونه پر مخ بیایي دغه ټولنې دانفلاسیون په کمولوکې رول لوبولی شي ،یعنې ځینې وخت دځینو ستونزو له امله دغه ټولنې کارکونکی لاریونونو ته  اړباسي چې دغه  وقفه هم د تولید کچه راکموي.

۳:-طبعې پېښې

طبعې پیښې هم په تولید بدې اغیزې شیندلی شي  دبېلګې په توګه سیلابونه او وچکالي د کرنیزو تولیداتو کچه راکموي چې د خامو موادو او غذایی موادو د کمبود سبب ګرځي

۴:- بې انډوله تولید

دمصرفي محصولاتو په پرتله د عیاشي(لوړې سویې) توکو تولید ته ډېره پاملرنه کول چې دغه بې انډولتوب په مارکیټ کې د تولید د کمښت سبب ګرځی .

۵:- زیرمه کول

ځینې وخت  بیې ورځ تر بلې لوړیږي  او سوداګر په دغه خت کې کوښښ کوي چې خپل مالونه خوندی وساتي تر څو په راتلونکي کې ورته ډېره ګټه وګړي ...دغه ساتنه هم د توکو د کمښت سبب ګرځی چې انفلاسیون ته لاره هواروي.

 

 

دانفلاسیون ډولونه:

دانفلاسیون  مختلف ډولونه وړاندې شوي  چې یو څو دادي

1:  ښوییدونکي (غونځده) انفلاسیون (Creeping inflation)

 کله چې د انفلاسیون کچه دومره زیاته نه وي او په تدریجي ډول  بیې لوړیږي د ښوییدونکي انفلاسیون په نوم یادیږي ،معمولآ د ښوییدونکي انفلاسیون  دکچې سلنه  د   3-0 اټکل شوې ده چې په تجربوی لحاظ د  مخ په غوړیدونکي اقتصاد لپاره ګټور دی

2  - :ګښت  انفلاسیون ( Walking Inflation)

د ښوییدونکي انفلاسیون په پرتله د ګښت انفلاسیون  بیې په چتګي لوړیږي   او د انفلاسیونه د کچې سلنه  یې 7-4  پورې اټکل کیږي

3 : منډې وهونکی  (فراري ) انفلاسیون ( Running Inflation)

په داډول  انفلاسیون  کې  سلنه د فراري انفلاسیون په پرتله زیاته او د 8 سلنې په حدودوکې ټاکل شوی ،کله چې کوم هیود running inflation  ولري باید اغیزمنې تګ لارې په کار واچوي تر څو ددغه  جدي انفلاسیون مخه ونیسي  دغه انفلاسیون ته  .

4  : هایپر انفلاسیون ( Hyper Inflation)

دغه ډول انفلاسیون تر ټولو خاطر ناک انفلاسیون ګڼل کیږي ډیر کم داسې پیښ شوی چې هیوداونه د داسې انفلاسیون شاهد وی ،په دغه ډول انفلاسیون کې بیې ورځ تر بلې لوړیږي او دپیسو ارزښت  بې له اندازې رالویږي  .اوخلک راکړه ورکړه د باندنۍ کرنسۍ په حساب تر سره کوي. جرمني په کال 1920 د دا ډول انفلاسیون شاهد پاتې شوي دي همدارنګه  برازیل او ارجنټین په کال 1990 کې د هایپر انفلاسیون ښکار شوی دي


دانفلاسیون  دکچې محاسبه:

 

ددې لپاره چې په یوه ټاکلي وخت کې انفلاسیون اندازه او محاسبه کړو اړینه ده چې لومړي په لاندې نظر ټکو ځان وپوهوؤ

۱:دبیو عمومي کچه

۲: شاخص عدد (انډکس نمبر)

 انفلاسیون دبیو د عمومی کچې تدریجې زیاتوالی ته ویل کیږي،او

په نظري ډول باید مونږ دټولو هغو توکو او خدمتونو بیې چې په یوه اقتصادکې  تولید شوي او یا خرڅیږي په پام کې ونیسو خو د زرګونو توکو  د شتون له کبله  په عملي ډګر کې  داسې نده شونې چې د ټولو توکو بیې د راټولې شي ،ځکه  له یو پلوه ډېر وخت او له بل لوري  یو لوی مقدر لګښت ته هم ضروت دی  تر څو دغه موخه پوره کړای شو،نو له همدې کبله د ځینو توکو او تولیداتو بیې چې زیات استعمال لری  د نمونې په توګه اخیستل کیږي ددغو زیاتو استعمال توکو لپاره د 1000زرو په شاوخواکو کورنه پوښتل کیږي تر څو زیات استعمالیدونکی توکي تشخیص کړي  او دانفلاسیون کچه پرې وسنجول شي . همدارنګه په دودیزه توګه د 1000-500پورې د توکو او خدمتونو بیې چکیږی   او په عین ورځ دیوه ټاکلی توکي بیه په مختلفو ځایو کې بیه کیږی او اوسطه بیه یې یاداښت کیږي ،  او هغه متودولوژی چې د بیو توپیر پرې سنجول کیږی د شاخص عدد(اینډکس نمبر) په نوم یادیږی ،دشاخص عدد په مټ کولی شو د یوټاکلی توکی د نسبي  بیې توپیر په  یو ټاکلی کال  کې محاسبه کړو چې ورته د اساس (بیس) کال ویل کیږي.

دبېلګې  په توګه فرض کړی دیو قلم بیه په کال ۲۰۰۰ (بېس کال) کې  اته افغانۍ وه او د نوموړي قلم بیه په کال ۲۰۱۰ (جاری کال) کې ۱۲ افغانۍ اټکل شوې ده نو دجارې کال شاخص داسې محاسبه کیږي :

 


په همدا ډول د مختلفو توکو لپاره د شاخص عدد محاسبه کوو

او دغه شاخص عدد نو محاسبه  د مختلفو بیو په اساس کیږي چې یو څو یی عبارت له:

۱: دټولپلور دبیو شاخص (هغه بیې چې په عمده پلورنځیو کې کارول کیږي)

۲:-دتوکپلوردبیو شاخص (هغه بیې چې د پرچون  توګه یې مونږ رانیسو

۳:- د تمام شد دبیو شاخص (هغه  بیې  چې تولیدوؤنکی ته تمام شوې وي )

 

دانفلاسیون کچه (Inflation Rate)

فرض کړی مونږ د ټولپلور بیې شاخص (whole sale prices) په پام کې نیسو اود بېس کال اود جاری کالونو شاخص عددونه په ترتیب سره عبارت دي له 150او160  نو اد انفلاسیون کچه عبارت له

 

 دانفلاسیون کچه                  


 

P1  =  دجاري کال د بیو شاخص

P0 = د بېس کال دبیو شاخص

مثلآ که  د تیر کال د بیو شاخص 150او دسږ کال  دبیو شاخص 160  فرض کړو نو انفلاسیون کچه عبارته له


 

دانفلاسیون کچه معمولا د کال ،میاشتې،یا اونۍ  په بنسټ محاسبه کیږي که مونږ وغواړو دثور دمیاشتې دپاړسوب کچه محاسبه کړو نو د د سږکال د ثور دمیاشتې بیې د تېر کال دثور دمیاشتې سره په پرتله کوو او له پورتني فرموله کار اخلو.

نور بیا....



[i] Crowther,g,An outline of money p. 107

[ii] Hawtrey ,R.G.,Trade and credit ,p.95

 

 

 


دغښتلي او خوځنده ملی قتصاد په هیله

ولي خان شبګیر

دسرچینې په یادولو یې هرنګه کاپې مجاز ده