اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟
اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي
د پانګه اچونې اسلامي شكلونه په لاندې ډول دي :
- مشاركت
- مضاربت
- مرابحه
- بيع سلم
- بيع موجل
- اجاره
- استصناع
- قرض حسنه
دغه ټول په پنځم فصل كې په تفصيل سره ذكر شويدي او دلته يې يوازې د نومونو يادول كفايت كوي.
بانكي خدمتونه:
د اسلامي بانك لخوا وړاندې كېدونكي خدمتونه په لاندې ډول سره دي.
1) جاري حساب (Current account): اسلامى بانكونه هم د نورو عادي بانكونو په شان دا خدمت سرته رسوي يوازينى توپير يې دا دى چې له پيسې ايښودونکي نه ددې اجازه اخلي چې دغه پيسې په خپلو نورو بانكي فعاليتونو كې وکاروي .بانك په دې باندې كومه ګټه نه وركوي او يوازې د ساتنې دنده لري او مالك يې هر وخت كولى شي له خپل بانكي حساب څخه پيسې وباسي، بانك ددغه بانكي حساب ضامن دى او د دوى لخوا تضمين كېږي.
2) د پس اندازحساب (Saving account): اسلامي بانک دغه خدمت د څه مصرف (لګښت) څخه پرته اجراكوي، هيڅ سود او يا ګټه نه وركوي مګر د بيرته سپارلو په وخت كې شايد ځنې بانكونه پيسې اچونكي ته د تشويق پخاطر يو خاص امتياز وركړي. د بيلګې په توګه : د يوې وړې پروژې تمويلول او يا ځنې تحفې وركول او دا هغو كسانو ته وركول كېږي كوم چې زياته سپما(saving) كوي او دا سود نه ګڼل كېږي ځكه له مخكې معين شوى ندى او د بانك په خوښه پورې اړه لري چې وركوي يې او كه نه او كه وركوي يې نو څومره وركوي؟ ددې د جواز دليل د نبي كريم صلى الله عليه وسلم (ص) يو حديث دي چى فرمايي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ الله عَنْهُ قَالَ كَانَ لِرَجُلٍ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سِنٌّ مِنْ الْإِبِلِ فَجَاءَهُ يَتَقَاضَاهُ فَقَالَ أَعْطُوهُ فَطَلَبُوا سِنَّهُ فَلَمْ يَجِدُوا لَهُ إِلَّا سِنًّا فَوْقَهَا فَقَالَ أَعْطُوهُ فَقَالَ أَوْفَيْتَنِي أَوْفَى الله بِكَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ خِيَارَكُمْ أَحْسَنُكُمْ قَضَاءً ([1])
ترجمه: له ابي هريرة رضي الله عنه څخه روايت دى وايي: د يو سړي په نبي كريم صلى الله عليه وسلم اوښ پور ؤ، نو راغى د خپل پور غوښتنه يې كوله، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل ورته وريې كړئ، اصحابو رضي الله تعالى عنهم اوښ ولټاوه خو هغه ته برابر يې ونه موند، بلكې له هغه نه يې ښه وموند، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل ورته وريې كړئ، هغه سړي وويل زما حق دې پوره راكړ، الله پاك دې ستا حق پوره دركړي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: بيشكه ستاسې غوره ستاسې غوره راكړه وركړه كوونكي دى.
ددغه پورته حديث څخه څرګنديږي چې دا زيادت سود نه بلكه د احسان په معنى دى اواحسان ګڼل كېږي.
٣) د پانګونې حساب (Investment deposit) :دغه ډول بانكي حساب د اسلامي بانكونو ځانګړى خدمت دى ، چې له “سپرده پس انداز و يا سپرده ثابت” سره څه اندازه ورته والى لري، خو تر مينځ يې ډېر توپير هم شته.
د تيورۍ له مخې دا پيسې اچونه (deposit) نده بلكې بانك ته پيسې وركول دي چې هغه يې د مضاربت په اساس دده له اړخه وکالتا وکاروي پدې صورت کې پيسې ايښودونکى رب المال يا د مال خاوند او بانك مينجر(مضارب) يا وكېل دى. پيسې پدې شرط بانك ته وركول كېږي چې ګټه او تاوان پكې شريك وي خو دګټې حصه يا اندازه له وړاندې نه د بانک او پيسې ورکونکي له خوا ټاکل كېږي. يا په بل عبارت د دغو پيسو له کارونې نه چې کومه ګټه لاسته راځي هغه د دوه اړخيزې موافقې په اساس ويشل كېږي او بانک نشي کولى له مخكې نه دا ووايي چې پيسې اچونكي ته به څومره ګټه وركوي مثلا لس زره، شل زره ....بلكې يوازې فيصدي يې ټاکل كېږي د مثال په توګه داسې موافقه کيږي چې د ګټې ۶۰% به د پيسې وركونكي او پاتې ۴۰% به د بانك بر خه وي.
د پيسو د ليږدونې خدمت:
اسلامي بانك د نورو بانكونو په شان له يوه ځاى نه بل ته د پيسو په ليږدونه كې هم مرسته كوي او ددې خدمت په بدل كې كميشن (مزدوري) اخلي او همدارنګه د تجارت په كولوكې له تجار سره مرسته كوي او ددې په بدل كې هم يوه اندازه مزد يا اجوره اخلي چې دا شر عاّ جواز لري.
د اسلامي بانګي سيستم غوره والى:
اسلامي بانك پر سودي بانكونو باندې په څلورو دلايلو سره غوره والى لري:
1) عدل
2) موثريت
3) ثبات
4) پرمختګ يا وده
دا په لاندې ډول سره په لنډه توګه شرحه کوو او ورسره به په دغو څلورو شيانو كې اسلامي بانك له نورو بانكونو سره پر تله كړو.
۱) عدل: د اسلامي بانك بنسټ پر عدل ولاړ دى د پيسو وركونکي (Depositor) او سرمايه كارونكي (Investor) تر منځ پوره انصاف کوي يعنې ګټه او تاوان يې سره شريك دى. په سودي سيستم كې ظلم دا دى چې پيسې وركونکي ته ټاکلى سود وركول كېږي او د اړونده پروژې په ګټه پورې څه تړاو نه لري هغه ګټه كه زياته وي او كه كمه د پيسو وركو نكي لپاره سود ټاکل شويدى او په ځينو حالاتو كې د پيسو وركونكي حقيقي ګټه د انفلاسيون له امله منفي هم شي ځكه پدې سره د پيسو د اخستنې قدرت كميږي يعنې پيسې بي قدره كېږي.
حقيقي سود=نامينل سود-انفلاسيون. په هره اندازه چې انفلاسيون زياتيږي په هغمه اندازه سره حقيقي سود كميږي .
همدارنګه سودي بانكونه له پيسو كارونكي (investor) څخه غواړي چې راس المال سره له سوده (په قرض اخستل شوې پيسې+سود) واپس كړي كه هغه ګټه كړې وي او كه تاوان، يعنې هرومرو به پيسې سره له سوده بيرته وركوي چې پدې سره ځنې وخت نوموړى ديته اړ كېږي چې خپله كمپنۍ له اصلي قيمت څخه په كمه بيه خرڅه كړي تر څو په سود اخستل شوې پيسې واپس ور كړي چې په دې سره ډېر وګړي بيكاره كېږي. په اسلامي اقتصادي سيستم كې څرنګه چې سود ناروا دى نو بانكونه د ګټې او تاوان د شريكولو په بنياد پروژې تمويلوي او د پيسو وركونكي ګټه د پروژې له ګټې سره تړلې ده.
۲) موثريت: په اسلامي بانكي سيستم كې تمويلول (Financing) دكار يا پروژې پر موثريت ولاړ دى او يوازې هغو پروژو ته پانګه وركو ل كېږي كومې چې ډېره ګټه ولري ځكه چې بانك په خپله په ګټه او تاوان كې شرېك دى اوكه په كوم كار كې ګټه ونه شي نو بانك هيڅ شي نه شي تر لاسه كولاى. بالعكس په سودي بانكې سيستم كې بانك دكار و بار له برياليتوب او ګټې سره څه خاصه علاقه نلري د دوى هدف يوازې د خپلو پيسو سره له سوده ترلاسه كول دي، ګټه که لږ وشي كه ډېره ددوى سود ټاکلى دى او ددې لپاره چې ددوى پيسې سره له سوده واپس شي دوى زياته ګروي اخلي، او هغه چا ته پور وركوي كوم چې شتمن وي که څه هم هغه کار يا پروژه د کومې لپاره چې دغه سړى پور اخلي غير موثره يا بې فايدې وي، مطلب دا چې بانك يوازې د پور اخستونكي(Credit worthiness) د ضمانت ارزښت ته ګوري، د کار له موثريت سره يې علاقه نه وي.
۳) اقتصادي ثبات: څرنګه چې په اسلامي بانكي سيستم كې پيسې برابرونه (Deposit) او پيسې كارونه (Investment)دګټې ا و تاوان د شريكولو پر بنسټ ولاړ دي، نو ځكه مسووليت(Liability) او شتمنی (Asset) دواړه بدلون منونکى دي، چې په دې وجه هميشه تعادل برقرار وي. ددې لپاره چې دا موضوع څرګنده شي يو څه تشريع ته اړتيا لري ، مونږ ته دا معلومه ده چې په سودي سيستم كې سود له مخكې ټاكل كېږي او د پيسو كارونكي ته به هرومرو همغه اندازه ګټه وركوي، نو په ځينوحالاتو كې چې د هغه شخص همغه كار و بار يا كمپنۍ دكومې لپاره يې چې پيسې اخستي دي ګټه ونکړى او د پيسو او ورسره د سود د وركولو وخت راشي، بانك نوموړى شخص مجبوروي چې خپل كار و بار او يا كمپنۍ بنده كړي، سامان يې خرڅ كړي تر څو ددوى پيسې ورکړى شي چې په دې وجه په ټولنه كې بيكاري نوره هم زياتيږي .
سربيره پر دې كه چيرې مونږ سودي سيستم په نظر كې ونيسو نو سود په خپله د ناثباتۍ يو مهم عامل دى او هغه په دې ډول كه چيرې په يوه هيواد كې سود لږ كم شي او يا په يوه بانك كې سود كم كړي شي، نو خلك خپلې پيسې له دې بانك څخه بل بانك او يا بل داسې هيواد ته نقلوي چې لوړ سود وركوي او دغه د پيسو انتقال (capital flight) د داخلي اقتصادي سيستم دګډوډۍ او ركود باعث ګرځي. له نيكمرغه چې په اسلامي بانكي سيستم كې ګټه او تاوان سره شريك دي نو دګټې د نه كېدو په صورت كې بانك ته هيڅ هم نه وركول كېږي او د هغه سړي كار و بار دوام مومي تر څو ګټه وکړي .
۴) اقتصادي پرمختګ (Growth) :اقتصادي پر مختګ هغه وخت ممکن دى چې د نوي تكنالوژۍ، پرمختللې بشري قوې اويا دكومې بلې وجې په اثر د يوه مللك پيداوار زيات شي او په دې سره د خلكو د ژوند سطحه لوړه شي.
د نوې او پرمختللې تكنالوژۍ او د توليد د نويو لارو پيداكول ډېرو تجربو او زيات لګښت ته اړتيالري، ورسره د تاوان احتمال هم پکې زيات وي ځكه ځنې وخت نوي ايجاد شوې تكنالوژۍ او يا تجارتي توكي ماركېټ نلري او يا ښه كار نه كوي نو ددغه پورته ذكر شويو دلايلو په وجه صنعت كار ديته زړه نه ښه كوي چې په دې ډول پروژو باندې پانګه ولګوي ځكه كه تاوان هم وشي دى به هرومرو سود او اصل پيسې بانك ته واپس وركوي. خو څرنګه چې په اسلامي اقتصادي سيستم كې ګټه او تاوان شريك دي نو صنعت كار او يا كار و بار كونكى په ډاډه زړه په نويو پروژو باندې پانګه لګولى شي ځکه د بانک او صنعت کار تر منځ گټه او تاوان دواړه شريك دي.
[1]-المصدر: صحيح بخاري، الكتاب: الوكاله، ،الباب: وكاله الشاهد والغائب جائزه ، رقم الحديث:۲۱۴۰
لیکوال بشیرالله نجیمي
اقتصاد بلاګ له لیکوال (نجیمي) څخه مننه کوي
چې (دمعاصر اسلامي اقتصاده پېژنده )ښکلې اوارزښتنا ک کتاب یې ورته ډالۍ کړئ
شبګیر