اسلامي بانك

 

اسلامي بانك د لومړي ځل لپاره د شخصي(انفرادي)كوښښونو  په نتيجه كى را مينځته  شو ځكه چې معاصر بانكونه په سود باندې ولاړ وو اوسود د اسلام له نظره ناروا دى، نو ځكه ځنې ويښ مسلمانان  د حكومتونو له بې تفاوتۍ څخه مايوسه شول او په انفرادي ډول يې دا هلې ځلې شروع كړې خو وروسته ځنې اسلامي هيوادونه په دې كوښښ كې ورسره شامل شول لكه پاكستان،ايران،سوډان....

لومړنى اسلامي بانك په كال ۱۹۶۳م كې د مصر په يوه وړوكي ښار چې د بيت عمر په نوم ياديږي جوړشو، دغه بانك ديو څوكسانو د شخصي هلوځلو په نتيجه كى جوړشو د حكومت مرسته ورسره نه وه ملګرې. په هغه وخت كې د سياسي ملاحظاتو په وجه دوى دغه بانك ته د اسلامي بانك نوم نه و وركړى. لدينه وروسته د اسلامي بانكونو جوړيدل پيل شول چې مهم يې په كال ۱۹۷۵ كې د اسلامي پرمختيايي بانك جوړيدل و. دغه بانك د يوه نړيوال بانك يا مرستندويه ادارې په ډول چې بې سوده قرض وركوي جوړشو.

په همدغه كال كې  د دوبۍ اسلامي بانك جوړ شو او ورپسې په كال ۱۹۷۸كې د مصر د الفيصل اسلامي بانك او د سوډان او كويت بانكونه(FinanceHouse) جوړشول لدينه وروسته د ډېرو نورو اسلامي بانكونو د جوړيدو لړۍ پيل شوه او تر اوسه داوم لري.

دكويټ اسلامي بانك څوارلس څانګې لري، د مصرد الفيصل اسلامي بانك څلورويشت څانګې لري چې د مصر په ټولو ښارونوكې خورې دي.اسلامي پرمختيايي بانك د پانګونې او پرمختګ اوه څانګې لري. د اسلامي هيوادونو له جملې څخه د سوډان هيواد تر ټولو ډېر اسلامي بانكونه لري لكه البركه بانك، فيصل اسلامي بانك، اسلامي بانك د مغربي سوډان لپاره، د سوډان اسلامي بانك اوځنې نور چې ټول بې سوده پانګونه(سرمايه اچونه)او قرض برابروي  وجودلري.

د اردن اسلامي بانك څوارلس څانګې لري او له برياليو بانكونو څخه دى دا بانك ۶۵۰۰۰ څخه زيات پيسې اچونكي او مالي حساب لرونكي (Depositor)لري .   د نورو اسلامي بانكونو بر خلاف دې بانك ته كمپنۍ ويل كېږي او ددې د حصصو يا ونډو(Shares) تجارت د عمان د حصصو د راكړې وركړې په ماركېټ يا سټاك اكسچينج كې ترسره کېږي. او ددې بانك ونډې د اردن  د ټولو نورو بانكونو له حصصو څخه ښه فعاليت كوي . 

 

په لنډ ډول ويلى شو چې تر اوسه پورې د ټولو اسلامي بانكونو شميره تقريباّ له ۲۶۵ څخه زياته ده او په ټولو اسلامي بانكونو كې د$۲۴۰بيلونه روپيو څخه زياته سرمايه (كپيټل) په كار اچول شويده .

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د ګټې او تاوان د شريكولو پر بنياد ولاړ دي . د اسلامي بانكونو وده يا پرمختګ (Growth rate)په كال كې د۱۰%څخه تر ۲۰% پورى دى. په پيل کې له خلکو سره دا ګمان و چې اسلامي بانكونه به كامياب  نه شي او د غربي او په سود ولاړ سيستم د مقابلې توان به ونلري مګر ددغو توقعاتو برخلاف اسلامي بانكونه ډېر بريالي وختل او د غربي بانكونو ښه مقابله يې وكړه  او په همدې وجه غربي بانكونه متاّثر شول او ځينو غربي بانكونو هم د اسلامي بانكونو كړكۍ خلاصې كړې  او زيار يې وكړ تر څو د اسلامي بانكارۍ تقليد وكړي د دغو بانكونو څخه څو مهم په لاندې ډول دي

 

  • سټنډرډ چارټر بانك
  •   سيټي بنك   ( City Bank)  چې په كال ۱۹۸۳ کې يې د اسلامي بانك كړكۍ خلاصه كړه
  •     Klient Benson(Unit Trust)Credit, Swiss
  •    First Boston(Personal Investment account)
  • Austrian Leader’s Bank (Unit trust)

د چين دشانگهاي بانك

 

  دغه لیکنه له پورتني  کتاب څخه اخستل شوې ده

 

دمعاصر اسلامي اقتصاد پیژنده

لیکوال بشیرالله نجیمي



اقتصاد بلاګ  له لیکوال (نجیمي) څخه مننه کوي

چې دغه ښکلې اوارزښتنا ک کتاب یې ورته ډالۍ کړئ

  شبګیر