اسلام د ژوند مكمل نظام دى او په دې كې ټول درې واړه سيستمونه  اقتصادي ، ټولنيز او سياسي سيستمونه يو له  بل سره تړاو لري او د يوه او بل په موثريت باندې زياته اغيزه لري.او ددوى ټولو مركزي ټكى يا اصل اخلاقي (شريعت،عقيده) سيستم دى.  


داسلامي اقتصادي سيستم اساسي خواص مخکې ذكر شوي دلته يوازې يو څو بيا تكراروو.

اسلامي اقتصاد د اخلاقو په وسيله تنظيم شوى اقتصادي سيستم دى او د اسلام د اخلاقي فلسفې يوه برخه ده. مګر په مقابل كې غير اسلامي اقتصادي سيستمونه  اخلاق په نظركې نه نيسي.

شخصي فعاليتونه آزاد دي مګر د شريعت تر چوكاټ لاندې، داسې  مطلقه آزادي كومه چې په كپيټاليستي سيستم كې شته په اسلام كې نشته  او داسلام له نظره د هر  شي اصلي مالك الله (ج) دى او مونږ با يد د هغه د اوامرو مطا بق عمل وكړو.

اسلامي اقتصاد يو واضح هدف لري  او هغه د ټولنيزې هوساينې او ورورګلوۍ مينځ ته راوړل او ساتنه  ده.

كار د توليد اهم فكتور دى او كار د عايد  د توليدولو او ويشلو  او د عايد د لاسته راوړلو قانوني لاره ده.

سود حرام دى د اسلام له نظره.پيسې يوازې د پير او پلور ((Exchange  وسيله او د شتمنۍ ذخيره  (Store of wealth) ده او په پيسو باندې د سود اخستل حرام دي.

 

په اسلامي اقتصادي سيستم كې ثبات:

په اسلام كې سود سخت منع شويدى. اسلامي اقتصاد غواړي چې د پيسو برابرونه په كاروبار كې د شراكت (Equity) په بنا وشي، نه د سودي قرض او پروژو په بناء، بلكې لازمي ده  د نورو اسلامى لارو لكه مشاركت، مضاربت او داسې نورو په بنا تمويل            (Financ) شي. لدې څخه څرګنديږي چې اسلامي اقتصاد په ونډو يا شراكت  (Equity base) ولاړ سيستم دى  او بالمقابل كپيټاليستي سيستم په سودي قرض باندې ولاړ دى.

د ثبا ت د كتلو لارې: د يوه اقتصادي سيستم ثبات كېدى شي چې په تجربي                  (Empirical) او يا په تحليلي(Analytical)ډول سره وڅيړل شي. څرنګه چې تر اوسه داسې يو هيواد نشته چې په پوره ډول يې اسلامي اقتصادي سيستم عملي كړى وي . نو مونږ كوښښ كوو چې له تحليلي طريقې څخه كار واخلو او په دې ډول د اسلامي اقتصادي سيستم ثبات وښيو، ددې هدف لپاره كولى شو چې لږ ترلږه درى دليلونه وړاندې كړو.

 

ډېر اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې دكپيټاليستي سيستم د نا ثباتۍ يوه اهمه وجه دا ده چې دا سيستم په سودي قرض باندې ولاړ دى يعنې زياترې پروژې او يا فابريكې په سودي قرض باندې چليږي چې دغه د بې ثباتۍ غټ عامل دى.يو اقتصاد پوه ((مينسکي(Minsky)) دا نظر لري چې معا صر كپيټاليستي سيستم په لنډ مهاله قرضو باندې ولاړ دى، يعنې د كمپنيو زياتره ماشين آلات يا كپيټلl ([1]) په قرضي پيسو باندې اخستل شوي دي او كله چې ددغه لنډ مهاله قرضونو د بيرته سپارلو وخت راشي كمپنۍ نور لنډ مهاله قرض اخلي تر څو پخوانى قرض سره له سوده ادا كړي او دا سلسله دوام پيداكوي.كه چيرې كمپنۍ خوش قسمته وي او گټه زياته وكړي نو ښه تر ښه ټول قرض به اداكړي، خو كه كمپنۍ تاوان وكړي او يا اقتصادي زوال مينځ ته راشي نو بيا دكمپنۍ سره پيسې نه وي چې قرض ادا كړي نو پدې صورت کې به يا كمپنۍ له مينځه ځي، يا     (Bank carupt) کېږي.

 هينري سايمن (Henry Simon) يو بل اقتصاد پوه وايي: د اقتصادي بې ثباتۍ خطر هغه وخت كميدلى شي چى قرض وانه خستل شي خصوصا لنډ مها له قرض، يعنې كه چيرې د شراكت ((Equityپه بنا پانګونه وشي غوره به وي.

 

 سفته بازي (Speculation): د پيسو هغه ډول  تقاضا او ساتنه چې لوړ سود ورباندې وګټل شي يا د پيسو احتكار آميزه تقاضا (Speculative demand of Money)  د اقتصادي سيستم د بې ثبا تۍ يو عامل ګڼل كېږى. په اسلامي سيستم كې د نا ثباتۍ دغه عامل او  وجه ډېره كمه وي، ځکه له يوه اړخه په اسلام كې سود منع دى او له بله اړخه د زكات عملي كول خلك ديته هڅوي چې اضافي پيسې له ځان سره ونه ساتي كومې چې ددې (Speculation) هدف له پاره په كاريږي، همدارنګه اسلامي اخلاقي اوامر احتكار سخت منع كوي نو ځكه پدې سيستم كې د (Speculative) فعاليت كم دى

.

نړيواله پانګونه: (International Finance):

كه چيرې نړيواله پانګه اچونه او د پيسو انتقال له يوه هيواده بل هيواد ته په نظركې ونيسو نو د معمولي سود (Interest rate) په فرق سره د يوه هيواد څخه بل هيواد ته خلك پيسې نقلوي او  پدې وجه په يوه هيواد كې كله پيسې زياتيږي او كله كميږي چې دا هم د ا قتصادي بې ثباتۍ يو عامل دى.

كله چې په يوه هيواد کې د سود  حد زيات وي هغه هيواد ته له بهر څخه پيسې داخليږي   (Capital inflow) او كله چې د سود اندازه كمه شي، نو له هغه هيواد څخه پيسي بهرته انتقاليږي، يعنى (Capital outflow) صورت نيسي، چې په دې سره د يوه هيواد د پولي واحد ارزښت را لويږي .

په اسلامي اقتصادي سيستم كې سود نشته او پانګه اچونه دګټې او تاوان د شريكولو په بنيادكېږي، يعنې اسلامي سيستم په حصصو يا ونډو (Shares ,Equity) باندې ولاړ دى او دا د اوږدې مودې لپاره وي، نو ځكه كه په يوه اسلامي هيواد كې دګټې اندازه زياته او يا كمه شي عوام په لنډ وخت كې پيسې له يوه هيواد نه بل ته نه انتقالوي، يعنې كه د ګټې معمولي توپير وجود هم ولري ډېر خلك نه غواړي چې خپل حصص ونډې           (Shares) له يوه هيواد څخه بل هيواد ته يوسي (په يوه هيواد كې يې خرڅ او بل كې يې واخلي) ځكه دوى د اوږدې مودې لپاره پانګونه كړې وي .




[1]- هر هغه شي ته وايي چه يو اقتصادي ارزښت ولري لكه كور،مځكه، ماشين الات، موټر ....

  دغه لیکنه له پورتني  کتاب څخه اخستل شوې ده

 

دمعاصر اسلامي اقتصاد پیژنده

لیکوال بشیرالله نجیمي



اقتصاد بلاګ  له لیکوال (نجیمي) څخه مننه کوي

چې دغه ښکلې اوارزښتنا ک کتاب یې ورته ډالۍ کړئ

  شبګیر