د پلور د ډېرښت لپاره د مارکېټ موندنې ۱۰۰ ټکي
ژباړن: انبيا ژمن
ټوليز ټکي
- مه پرېږدئ چې ورځ مو د مارکېټ موندنې له لږ تر لږه يوه فعاليت پرته شپه شي.
- د خپل ناخالص عايد له سلنې څخه يوه برخه د مارکېټ موندنې د کلنۍ بودجې په سرليک وټاکئ.
- هر کال د مارکېټ موندنې ځانګړې موخې وټاکئ او هرې درې مياشتې وروسته يې يو ځل وڅېړئ او تنظيم يې کړئ.
- د مارکېټ موندنې اړوند مالوماتو د ساتلو لپاره يوه دوسيه ځانګړې کړئ.
- هره ورځ او هره ګړئ خپل وېزېټ کارت له ځان سره ولرئ.
- د ځان لپاره يو ټومبنى (سنجاق) چې د شرکت نوم او نښان ولري جوړ کړئ او په لويو غونډو کې يې په خپله اوږه ټينګ كړئ.
د موخې مارکېټ
- د هغو بدلونونو په اړه چې کېداى شي ستاسو د موخې په مارکېټ، محصول او د مارکېټ موندنې په سټراټيجۍ اغېزه وکړي، هوښيار اوسئ.
- د خپل مسلک، صنعت، محصول او خپل د موخې مارکېټ په اړه د مارکېټ موندنې څېړنې او اړوند تحقيقات ولولئ.
- د خپلو سيالانو سوداګريزې خبرتياوې راټولې کړئ او د هغې په مطالعې سره د هغوى د سټراټيجۍ او د محصولاتو د څرنګوالي او غوره والي په اړه مالومات تر لاسه کړئ.
- له پېرودونکو څخه پوښتنه وکړئ چې ولې يې تاسو انتخاب کړي ياستئ او د څرنګوالي (کيفيت) د ښه والي په اړه ترې د لارښوونې غوښتنه وکړئ.
- له خپلو پخوانيو پېرودونکو څخه پوښتنه وکړئ چې ولې يې تاسو پرېښي ياستئ.
- نوى مارکېټ وپېژنئ.
- د خپل مسلک اړوند له يوې برېښناليکې ډلې سره يو ځاى شئ.
د محصول پراختيا
- يو نوى خدمت، مهارت يا محصول وړاندې کړئ.
- د خپل محصول يا خدمت تر ټولو ساده، ارزانه يا وړه بېلګه ښکاره کړئ.
- د خپل محصول يا خدمت تر ټولو ښايسته، ګرانه، چټكه يا لويه بېلګه وړاندې کړئ.
- خپل خدمتونه په وخت سره برابر کړئ.
زده کړه، سرچينې او مالومات
- د مارکېټ موندنې او ټوليزو اړيکو په برخه کې د همکارانو او ورته کسب او کارونو له څښتنانو څخه د سلاکارۍ يو ګډ ټيم جوړ کړئ او خپل اندونه او صنفي مسايل تبادله کړئ.
- د خپلو کار کوونکو لپاره د وړانديزونو يو بکس کېږدئ.
- د مارکېټ موندنې په سمينارونو کې ګډون وکړئ.
- د مارکېټ موندنې کتابونه ولولئ.
- د مارکېټ موندنې په خبرپاڼو کې ګډون وکړئ.
- په هره مياشت کې يو ځل له خپلو کارکوونکو او سلاکارانو سره غونډه وکړئ ترڅو د سټراټيجۍ او د مارکېټ د وضعيت په اړه بحث وکړئ او نوې لارې چارې ورته پيدا کړئ.
- له اړوندو ټولنو او هم مسلکه سازمانونو سره يو ځاى شئ.
- د طراحانو، ليکونکو او د مارکېټ موندنې نورو اړوندو مسلکونو لپاره يوه دوسيه ځانګړې کړئ.
- د همفکرۍ لپاره د مارکېټ موندنې يو سلاکار وګومارئ.
- يوه پرمختللي ښار يا هېواد ته يو «پنځوونکى سفر» وکړئ ترڅو د هغه ځاى د مارکېټ موندنې تکنيکونه زده کړئ.
بيه ټاکنه او تاديه
- د بيې ټاکنې جوړښت مو وڅېړئ او شننه يې وکړئ او وګورئ چې کوم ځاى يې سمونې او تنظيم ته اړتيا لري.
- پېرودونکو ته امکان برابر کړئ چې وکولاى شي په خپل اعتباري کارت سره تاديه وکړي.
- همېشنيو پېرودونکو ته کمښت ورکړئ.
- د راکړې ورکړې تکنيکونه زده کړئ. د کلپونو ځينو غړو، مسلکي ډلو او هغو سازمانونو ته چې په خپلو خپرونو کې ستاسې محصولات او خدمتونه خپروي، کمښت ورکړئ.
- د چټكو او نغدو تاديو لپاره کمښت ورکړئ.
د مارکېټ موندنې اړيکې
- د اوسنيو او ځواکمنو پېرودونکو لپاره يوه خبرپاڼه خپره کړئ.
- د خپلو محصولاتو او خدمتونو بروشور (کتابګى) چاپ کړئ.
- په خپلو بروشورونو کې داآند غوښتنې يوه پاڼه هم واچوئ. په دې ترتيب کولاى شى له پېرودونکو څخه ارزښتناکه غبرګون تر لاسه کړئ.
- په ياد مو وي چې په بکس کې د وېزېټ کارت ساتل هېڅ ګټه نه لري، خامخا هغه خپاره کړئ. هر پېرودونکي ته دوه د وېزېټ کارټونه او بروشورونه ورکړئ ترڅو يو يې وساتي او بل خپل دوست ته ورکړي.
- د خپل موخې مارکېټ د هرې برخې لپاره يو ځانګړى بروشور او وېزېټ کارت جوړ کړئ، د بېلګې په توګه يو د دولتي سازمانونو او ټولنو لپاره او بل د سوداګرو او پېرودونکو لپاره.
- د خپل شرکت په نښان سره يو پوسټر يا کليزه چاپ کړئ او پېرودونکو ته يې ډالۍ کړئ.
- د ليک په سر او په حساب پاڼو باندې مو خپل شعار يا خپل لرليدي ټکي وليكئ.
- په خپلو بروشورونو کې د خپلو خدمتونو په اړه د پېرودونکو مثبت اندونه چاپ کړئ.
- يو نوى برښناليکي لېست و آزمويئ. که ګټه يې وکړه هغه د اوسنيو مستقيمو برېښناليکونو په نوملړ کې زيات کړئ او يا يې د داسې برېښناليک په ځاى واچوئ چې نه شي کولاى ستاسو هيلې پوره کړي.
- د ليک په بڼه د مارکېټ موندنې لپاره له رنګه او سترو پاکټونو څخه استفاده وکړئ او يا په ساده سپين پاکټ کې ليک واستوئ ترڅو د تر لاسه کوونکي کنجکاوي وپاروي.
له رسنيو سره اړيکه
- خپل رسنيز نوملړ تل نوى کوئ ترڅو خپل خبر وړ رسنۍ او وګړي ته واستوئ.
- په عادي يا اقتصادي ورځپاڼو او ځانګړو خپرونو کې مطلب وليكئ ترڅو د خلکو پام شي چې تاسو په خپل صنعت کې يو ويښ او جدي کس ياستئ.
- يوه مقاله خپره کړئ او کاپي يې همکارانو ته ووېشئ.
- د خپل شرکت د فعاليت د اخبار په تنظيم کې هڅه وکړئ او هغه په وخت او څو ځله رسنيو ته ولېږئ.
- خپل يو سل او يووم، پنځه سوه يم يا يو لکم پېرودونکي په رسنيو کې معرفي کړئ.
- يوه کلنۍ جايزه په لاره واچوئ او د خپل شرکت يا سازمان د کال غوره کار کوونکي ته يې ډالۍ کړئ.
- د رسنۍ او ټوليزو اړيکو په برخه کې زده کړې تر لاسه کړئ او د هغه په باره کې مطالب ولولئ.
- په راډيويي او ټلويزيوني خپرونو کې ځان څرګند کړئ.
- د خپل صنعت يا تخصص په اړه د يوې ټلوېزيوني خپرونې فرمايش ورکړئ او هغه خپلې محلي شبکې ته ورکړئ ترڅو هغه د يوې عادي خپرونې په سرليک سره خپره کړي.
- د خپلې سيمه ييزې مجلې يا ورځپاڼې مسول مدير ته يو ليک واستوئ او غرمنۍ ته يې راوبولئ.
- خپل خبر له اړوند انځور سره يو ځاى مطبوعاتو ته ولېږئ.
- په مرتب ډول د ټوليزو اړيکو د فرصت پيدا کولو لپاره مجلې او ورځپاڼې ولولئ.
- مطبوعاتو ته د خپل کسب او کار ځانګړى (لارښود) مقالې او ليکنې واستوئ.
- په خپل صنعت کې څېړنه وکړئ او د مهم کشف له پيدا کولو وروسته هغه د مطبوعاتو په واک کې ورکړئ.
د پېرودونکي لپاره خدمتونه او له پېرودونکي سره اړيکه
- له خپلو پېرودونکو څخه وغواړئ چې بېرته راوګرځي.
- د پېرودونکو ټليفوني اړيکې ته د وخت له تېرېدو پرته ځواب ورکړئ.
- يو پيغام اخيستونکى ماشين برابر کړئ ترڅو د پېرودونکو پيغامونه، مهمې اړيکي، پتې او مالومات ثبت کړي.
- په ټليفوني پيغام اخيستونکي ماشين کې پاتې كېدونکى پيغام «د ورځې خبره» ثبت کړئ.
- د خپلو پېرودونکو لپاره نندارتونونه يا نورې په زړه پورې او سپورټي پېښې ترتيب کړئ او يا د تياتر، سينما او ... ټکټونه ور ولېږئ.
- په دفتر کې مو له خپلو پېرودونکو سره يو سمينار جوړ کړئ.
- خپلو پېرودونکو ته ښکلې لاس ليکلې مننپاڼې واستوئ. کولاى شئ د هغوى د زوکړې د جشن او د کال نورو غونډو په اړه هغوى ته د مبارکۍ کارټ واستوئ.
- هېښنده ليکنې کاپي کړئ او له وېزېټ کارت او بروشور سره يو ځاى يې خپلو اوسنيو او ځواکمنو پېرودونکو ته واستوئ.
- د خپلې وېب پاڼې يوه برخه پېرودونکو ته ځانګړې کړئ.
- خپل دفتر او له پېرودونکو سره د ليدو ځاى سينګار کړئ.
د ځنځيري او ژبنيو اړيکو تبليغات
- له يوې سوداګريزې خونې يا نورو اړوند سازمانونو سره يو ځاى شئ.
- خپل بروشور د هغو سازمانونو غړو ته چې تاسو يې غړيتوب لرئ واستوئ.
- د رخصتۍ په ورځو کې سوداګريزه مېلمستيا جوړه کړئ.
- په يوه غونډه کې له ګډون وروسته ګډونوالو ته ليک واستوئ.
تبليغات
- د هر سوداګريز فعاليت په بهير کې د خپل کسب او کار له پاره تبليغ وکړئ.
- يوه اسانه او په ياد پاتې کېدونکې ټليفون شمېره وپېرئ.
- د خپلې وېب پاڼې لپاره په ياد پاتې کېدونکې پته وټاكئ او په ټولو سوداګريزو اړيکو کې يې ثبت کړئ.
- د مستقيم برېښناليک له لارې له نورو مسلکي وګړو سره په ګډه خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړئ.
- په يوه ځانګړې ډايرېکټري (لارښود) يا ژېړ کتاب کې تبليغ وکړئ.
- بهرنيو مارکېټونو ته د لاسرسۍ لپاره دوه ژبې يا څو ژبې سوداګريزې خبرتياوې چاپ کړئ او دا سوداګريزې خبرتياوې په يوه مشهوره خپرونه کې هم خپرې كړئ.
- خپلو پېرودونکو ته تبليغاتي ډالۍ لکه ساعت، راډيو، قلم، ګيلاس او داسې نور ورکړئ.
- د ليک يا مکتوب د پاکټ په منځ کې ښه څيزونه لکه انځورونه، نمونې او نور ښکلي څيزونه کېږدئ ترڅو د تر لاسه کوونکي کنجکاوي وپاروي.
- د دفتر پلې لارې ته مخامخ يو برېښنايي تبليغاتي پيغام وځلوئ.
- د خپل موټر لپاره هېښنده او ښکلى سرېښ لرونکى بمپر جوړ کړئ.
- سوداګريزو خبرتياوو ته مو کود ورکړئ او پايلې يې وڅارئ.
- د خپلې ودانۍ لوحو، كورنيو او بهرنيو لارښودونو ته مو پرمختګ ورکړئ.
- که فکر کوئ چې د شرکت نښان مو خراب شوى يا پيکه شوى دى له سره رنګ ورکړئ.
- د يوې سپورټي سيالۍ او يا راډيويي يا ټلويزيوني خپرونې مالي مسؤليت په غاړه واخلئ.
ځانګړې پېښې
- د خپل مسلک په اړوند نندارتونونو کې خامخا يوه کوډلۍ (غرفه) ونيسئ.
- د نه ګټندويه سازمانونو، لکه له معيوبو ماشومانو څخه د ملاتړ مؤسسې د يوې خپرونې يا مېلمستيا کوربه شئ.
- په ښوونځيو کې ويناوې وکړئ او زده کوونکو ته د هغوى د راتلونکي مسلک په اړه سپارښتنه وکړئ.
- په خپله جغرافيايي سيمه کې يو سړک وټاكئ او څرګنده کړئ چې ستاسو شرکت يا سازمان د دې سړک پاکوالى په غاړه اخلي. تېرېدونکي ستاسو د نوم او نښان په ليدلو سره ستاسو د ستاينې وړ اقدام ته پام اړوي.
- د خپل وخت او پيسو يوه اندازه خيريه يا نه ګټندويه سازمانونو ته ځانګړې کړئ او پايلې يې په رسنيو کې چاپ کړئ.
- د خپلو خدمتونو په اړه يوه سي ډي يا ښوونيز فلم چمتو کړئ.
- د خپلو كړو كارونو په اړه يو لارښود کتاب وليكئ.
د پلور ټکي
- د نويو سوداګريزو فرصتونو او د شرکتونو د رامنځ ته کېدو او پرمختګ په اړه د مالوماتو لاس ته راوړلو په موخه مسلکي ورځپاڼې او خپرونې ولولئ.
- د مارکېټ موندنې شعارونه او سټراټيجۍ مو وکيل، حسابدار، بانکدار، د کار ودانۍ او تبليغاتي مرکز ته ورسوئ او په دې ترتيب سره مو د پلور ځواک ته په وړيا توګه پراختيا ورکړئ.
- د خپل فعاليت ساعتونه ډېر کړئ.
- آن په رخصتيو کې يوه کاري ډله پېرودونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه ځانګړې کړئ.
- د خپلو محصولاتو بېلګې په دفتر کې نندارې ته وړاندې کړئ.
- مخکينيو پېرودونکو ته مو ټليفون وکړئ يا ليک ورته واستوئ ترڅو هغوى بيا جذب کړئ.
- د انټرنېټ له لارې سپارښتنې تر لاسه کړئ.
- خپلو انټرنېټي پېرودونکو ته مو ډاډ ورکړئ چې ستاسو د وېب پاڼې امنيتي سېسټم د ډاډ وړ دئ.
- سپارښتنو ته د ځواب ويلو وخت کم کړئ او د نويو سپارښتنو بهير اسانه کړئ.
اخځليک: http://www.strategic-alliance.com/Top100.htm
له زیارکښ انبیاژمن څخه نړۍ مننه چې بلاګ یې پدې ښکلې ژباړه لارنګین کړ
شبګیر