داسلامي او غير اسلامي اقتصادي سيستمونو پرتله

 

د اسلامي اقتصادي سيستم او نورو  اقتصادي سيستمونو تر مينځ ډېر توپيرونه وجود لري چې  مهم يې په لاندې دول دي :

  • اسلامي اقتصاد د اسلامي دين او ژوند لپاره  د اسلامى دود لارې يوه بر خه ده او نور اقتصادي سيستمونه د انسانانو پر نظريو او قوانينو ولاړ دي.
  • په اسلامي اقتصادي سيستم كې زكا ت شته په نوروسيستمونو كې زكات نشته.
  • په اسلام كې سود حرام دى مګر په نورواقتصادي سيستمونو كې سود كارول كېږي.

اوس به په هر يوه باندې په لنډ ډول سره رڼا واچوو.

اسلام او سوسياليزم:

سوسياليزم د انفراديت يوه نظريه ده، چې په هغه كې حكومت ته پراخ واك وركول كېږي.

سوسياليزم د كارل ماركس په وسيله مينځ ته راغى  لومړى په روسيه او وروسته په شمالي كوريا، كېوبا، چين او د شرقي اورپا په ځينو هيوادونو كې عملي شو،  پدې وسيله يې ډېر شهرت پيدا كړ. ماركس دا نظريه درلوده  چې مادي او اقتصادي حالات د تاريخ د مهمو پيښو د راوړل كېدو اساسي وجه يا عامل دى او دغه فكتور(ماده،اقتصادي حالت) د ټولنې دود، عنعنات او طبيعت جوړوي او نور ټول فكتورونه لكه كلچر، مذهب، دين، ټولنيز تعلقات او سياسي كارونه  ټول په اقتصاد پورې تړاو لري.

ماركس د تاريخ په شرحه كې د دياليکتيک ماترياليزم (Dialecticmaterialism) له نظريې څخه كار اخستلو. سوسياليزم په حكومتي ملكېت (Public ownership) باندې ولاړ دى او په اكثرو مسا ئلو كې حكومتي پلان ضروري گڼي او ددې تر څنګ عايد په مساوي ډول ويشي.د سوسيالزم له مخې د ټولو بد بختيو او حوادثو اصلي عامل د شخصي ملکېت حق دى او له همدې ځايه دوى عقيده لری چې د شخصي ملکېت حق بايد له چا سره نه وي .

 

د سوسيالزم مهم خواص:

  • د توليد د وسايلو عمومي ملکيت: يعنې د توليد ټول وسايل  بايد له عوامو څخه واخستل شي يا د حكومت په كنټرول کې شي او يا اشتراکي فارم ورته جوړ شي چې ټول وګړي په کې په ګډه كار وكړي.
  • مركزي اقتصادي فلان: د حكومت له خوا د اقتصادي امورو له پاره لكه تجارت، صنعت او داسې نور مركزي پلان جوړيږي او د همغه اهدافو د لاسته راوړلو له پاره هر شخص يا هرې فابريکې ته وظيفه وركول کېږي چې لازم عمل وكړي .
  • د شخصي آزادۍ له مينځه وړل: په دې سيستم کې ټول وګړي مكلف دي چې د مركزي پلان مطابق كار وكړي، ټول د ټولنې خدمتكار ګڼل کېږي او اقتصادي آزادي نه لري.
  • د عايد مساويانه ويش: په سوسياليستي يا كمونستي اقتصادي سيستم کې عايد  په مساويانه ډول سره ويشل کېږي پرته له دې چې طبيعي توپير په نظر کې ونيول شي او دا ددې باعث ګرځي چې خلك له كار كولو څخه ډډه وكړي.په اسلام کې د عايد ويش په عادلانه ډول سره دى خو طبيعي توپير په نظر کې نيسي د بيلګې په توګه كه څوك ډير كاركوي ډير عايد به لاسته راوړي او كه كم كار كوي كم عايد به لاسته راوړي .

د سوسياليزم ناوړه اغيزې:

  • له كار كولو څخه ډه ډه كول : لكه څرنګه مو چې مخکې ذكر وكړ په سوسياليزم کې د شخصي ملکېت حق نشته او عايد په مساويانه ډول سره ويشل کېږي نو ځكه څوك ديته زړه نه ښه كوي چې ډير كار وكړي ځكه پدې كى دوى ته خاصه ګټه نه وي.
  • زياتره وخت  عرضه له تقاضا څخه كمه وي ځكه حكومت د ځينو شيانو نرخ له خپل اصلي قيمت څخه كم ټاکي او دا ددې باعث ګرځي چې تقاضا زياته كړي او په مقابل کې يې عرضه دومره نه وي، چې دا  بيا د راشن  كولو باعث ګرځي او په ځينو حالاتو کې د تور مارکېټ د مينځ ته راتګ باعث هم ګرځي چې په هغه کې بيا څيزونه له حكومتي ټاكل شوي قيمت څخه په لوړ قيمت خرڅيږي .
  • څرنګه چې د توليد وسايل لكه فابريکې او داسې نور د حكومت په لاس کې وي نو دا د كمپنيو تر مينځ د رقابت د كمولو او يا له مينځه وړلو باعث ګرڅي او په دې سره د وسايلو د موثر استعمال مخنيوى کېږي.

 

اسلام د ماركس نظريه په مکمله توګه ردوي

كارل ماركس له مذهب  څخه انكار كوي او مذهب د اقتصادي حالت تابع ګڼي چې  دده دا ادعا حقيقت نلري. د ماركس د  دياليکتيک ماترياليزم(Dialecticmaterialis ) نظريه هم د منلو وړ نده او د نړۍ ډېر جنګونه او تاريخي پيښې صرف په مادي شيانو او اقتصادي حالت پورې  ندي تړلې، لدينه علاوه اسلام شخصي ملكېت ته اجازه وركوي كوم چې د ماركس په فلسفه كې وجود نلري.

 د ۱۹۹۰كلونو په پيل كې دكارل ماركس په فلسفه ولاړ سوسياليستي سيستم د روسيې د ماتې سره يو ځاى له زوال سره مخ شو، او سوسياليستي هيوادونو د سوسياليزم يا كمونيزم د  ۷۵ كلنې تجربې څخه وروسته سوسياليستي سيستم پريښود او كپيټاليستي سيستم ته بيا را وګر ځيدل

ددې تر څنګ كمونيزم دكپيټاليزم په شان عقيده لري چې خوشحالي او ذهني سكون د مادي اړتياوو په پوره كولو پورى تړلى دى چې دا هم حقيقت نلري او دا موضوع مونږ مخكې ياد كړې وه ، خو په لنډ ډول ويلى شو چې روحي خوشحالي د الله (ج) له طرفه ده او په دولت او دارايۍ پورې مكمل تړاو نلري الله تعالى فرمايلي:..... أَلَا بِذِكْرِ الله تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد27). يعنې بيشكه چې د ا لله په ذكر سره زړونه سكون مومي.

د پخواني شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته د كپيتاليزم آزاد ماركېټ نورهم قوت وموند سربيره پر دې د ګلوبلايزشن ناره نور هم د كپيتاليستي سيستم د تقويه كولو     كوښښ كوي.مګر په پوره آزاد ماركېټي سيستم كې هم ډېر مشكلات شته، لكه انحصار (Monopoly)، د ماركېټ نا موثريت، او د امير او غريب تر مينځ د توپير زياتوالى.

د اسلام له نظره د حكومت رول محدود مګر اړين (ضروري او اهم )دى او دا موضوع، د حكومت رول په اقتصاد كې، تر عنوان لاندې په تفصيل سره ذكر شويده. دلته يوازې پدې بسنه كوو چې د ځينو عام المنفعه شيانو برابرول د حكومت و ظيفه ده او شخصي سكټور ته د هغوى وركول موثر ندي او يا په بل عبارت دا  د عوامو په ضرر تماميږي.

اسلام او كپيټاليزم:

كپيټاليزم يو اقتصادي سيستم دى په كوم كى چې د توليد ټول او يا زيات وسايل لكه مځكه، فابريکې، سړكونه ... او د ويش سيستم تر شخصي ادارې (Management) لاندې كارول کېږي چې گټه ترلاسه كړي. په لومړنيو مراحلو کې به په دغه سيستم  کې ټوله سلسله د  زيات رقابت په وسيله مخکې بيول کېده  چې په دې سره د څو كسانو سره د دولت د جمع کېدو ميل نور هم پياوړى شو ، مګر وروسته لوى شركتونه مينځ ته راغلل او د حكومت مداخله او كنټرول  په  مارکېټ کې زيات  شو([1]).

كپيټاليزم د صنعتي انقلاب په دوران كې مينځ ته راغى او په انفراديت                               (Individualism) اوخود غرضۍ يا شخصي مفاد (Self interest)باندې  تكېه لري.

د كپيټالزم مهم خواص:

  • اقتصادي آزادي : په كپيټاليزم کې پوره اقتصادي آزادي شته څوك چې هرڅه وغواړي توليد كړي توليدولى يې شي. هر څوک كولى شي چې خپلې پيسې بل چاته په سود وركړي او يا په سود سره قرض واخلي او داسې نور پداسې حال كى چې په اسلام کې سود ناروا دى او د   حلال او حرام مفكوره شته ده
  • د شخصي ملکېت حق: د شخصي مكليت حق په كپيټاليزم کې شته هر فرد كولى شي چې خپل عايد څرنګه چې وغواړي  ويې كاروي او خپل دولت او شخصي مال زيات كړي حكومت په کې د مداخلې حق نه لري. په اسلام کې هم د شخصي ملکېت حق شته مګر تر شرعي اصولو لاندې .
  • د حكومت محدود رول: د کېپټاليستي اقتصادي سيستم بل صفت دا دى چې حكومت بايد په مارکېټ کې مداخله ونه كړي، خو پدې وروستيو کې په كپيټاليستي سيستم کې هم په اقتصادي فعاليتونو کې د حكومت لاسوهنه تر يوه حده منل شويده، مګر د حكومت رول په کې محدود دى. په اسلامي اقصادي سيستم کې د حكومت رول محدود مګر مهم دى او هغه په تفصيل سره په نهم فصل کې راځي.
  • د عايد غير عادلانه ويش: كپيټاليستي سيستم داسې اصول لري چې د هغې  په وجه سره امير نور هم امير کېږي او غريب نورهم غريب کېږي، په دغه سيستم کې شتمن د غريبو خلكو له غريبۍ څخه ناوړه ګټه اخلي، سود په دغه سيستم کې وجود لري چې په دې سره له شتمنوسره د دولت جمع کېدل شروع کېږي  او په ټولنه کې دوه طبقې مينځ ته راوړي يوه  لويه غريبه طبقه او بله كوچنۍ اميره طبقه.
  • غير مفيد اقتصادي فعاليتونه: ځنې وخت كله چې ښه فصل يا ښه توليد شوى وي او عرضه له تقاضا څخه زياته شي نو په كپيټاليستي سيستم كى توليدونکى د نرخونو د کميدو له ويرې خپل توليد كړي توکې له مينځه وړي تر څو نرخونه كښته نشي. په داسې حال کې چې ډير خلك به هغه شي ته اړتيا لري . ددې ډيرعملي  مثالونه شته دي چې يو يې د نرخونو د ښکته کيدو او ګټې د کميدو له ويرې  د امريكا د متحده ايالاتو له خوا غنم په سمندر کې اچول دي .
  • مضر رقابت:په كپيتاليستي سيستم کې د فابريكو او صنعت كارانو تر مينځ سخت رقابت موجود وي، رقابت د اقتصادي پرمختګ او د نويو شيانو او تكنالوژۍ د ايجاد لپاره ښه دى مګر چې هغه تعميري رقابت وي خو له بده مرغه ځنې وخت داسې رقابت صورت نيسي چې په هغه سره يو قوي صنعت كار يا فابريكه يوه ضعيفه فابريكه يا صنعت كار له پښو غورځوي چې دغه ډول رقابت غير مفيد دى. د مثال په توګه كله چې يوه نوې كمپنۍ مارکېټ ته داخليږي ددې له ويرې چې په راتلونکى  کې به قيمتونه ښکته شي د مارکېټ پخوانۍ كمپنۍ په قصدي ډول  سره د محدود وخت لپاره د خپلو توليداتو قيمتونه ښکته كوي او كله چې هغه نوې داخله شوې كمپنۍ مجبورا له مارکېټ څخه ووزي دغه كمپنۍ بيا خپل نرخونه ډير او چت كړي او په دې وسيله له عوامو سره زياتى او ظلم كوي.

د كپيټاليزم ناوړتيا:

د نولسمې پيړۍ په آخر كې سوسياليستانو او كارګرو پدې سيستم باندې ډېرې نيوكې وكړې، او د ادم سميت كپيټاليزم (آزاد ماركېټ سيستم )يې د مشكلاتو سره مخ كړ، او د حكومت د مداخلې غوښتنه يې وكړه. په شلمه پيړۍ كې د اقتصادي لوى زوال (Great depression)  ۱۹۲۹_۱۹۳۳  په وجه ډېر شيان بدل شول او په كپيټاليستي سيستم كې ډېر بدلون راغى چې په هغه كې يې د حكومت مداخله قبوله كړه.د انحصار (Monopoly) په ضد قانون جوړ شو ددې تر څنګ د كارګرو  منظمې او فعالى ټولنې جوړې شوې.

يو ډېر اهم شي چې اسلامي اقتصاد له نورو څخه بيلوي هغه نظريه ده، اسلام د نړۍ ژوند يو امتحان بولي .اسلامي اقتصادي  سيستم د اسلامي اصولو په نظر کې نيولو په بنا جوړ شويدى، كوم چې د انسانانو لپاره د دواړو جهانونو كاميابي غواړي نو ځكه ددغه سيستم ريښې په اسلامي شريعت كې دي.

ددغه سيستم هدف په يوه وخت کى د ژوند  د مادي او روحي  اړتياوو پوره كول دي، بالعكس كپيټاليزم په مادي فلسفه باندې ولاړ دى او په مكمل ډول په مادي پرمختګ او غوره کيدو تمرکز لري  هغه هم  يوازې په دې جهان كې، آخرت له پامه غورځوي.  د اسلامي اقتصاد بل صفت دا دى چې ټول اقتصادي كارونه يا فعاليتونه لكه  مصارف، پانګه اچونه، توليد، او اقتصادي پرمختګ او داسې نور په پټه توګه د اسلامي اخلاقو تابع وي لدې امله شخصي مفاد (خود غرضي) او د شخصي ګټې قوانين په مكمل ډول سره د عملي کېدو وړندي، يانه كارول كېږي .له بله اړخه خود غرضي او معاشرتي ګډوډي له كپيټاليزم څخه سر چينه اخلي.

ورورګلوي او ساده ژوند د اسلامي اقتصا د يو صفت دى بالعكس ځان ښودنه او ناوړه رقابت د كپيټاليزم غوښتنه ده.

د اسلام له نظره له انسان سره چې كو م مال او دولت دى هغه ورسره د امانت په ډول  ايښودل شويدى او هغه با يد د الله (ج) د اوامرو مطابق  وكارول شي، خو د  كپيټاليستي نظريې مطابق  هر سړى د خپل مال اصلي مالك ګڼل كېږي او هر رنګه يې چې وغواړي كارولى (استعمالولى ) شي.

په اسلامي اقتصادي سيستم كې د حكومت رول د معاشروي اهدافو  په لاسته راوړلو كې ډېر فعال او اهم دى مګر په كپيټاليستي سيستم كې دومره فعال ندى.

اسلام د يوه او يا څو كسانو سره د دولت د جمع كېدو خلاف دى،  زكات او صدقه د دې رنځ او مشکل مخنيوى كوي مګر په نورو سيستمونو كې دا ډول علاج وجود نلري.

 

 

 

 

 

 

 


[1]-

Webstor’s new college dictionary, pp 208

 

  دغه لیکنه له پورتني  کتاب څخه اخستل شوې ده

 

دمعاصر اسلامي اقتصاد پیژنده

لیکوال بشیرالله نجیمي



اقتصاد بلاګ  له لیکوال (نجیمي) څخه مننه کوي

چې دغه ښکلې اوارزښتنا ک کتاب یې ورته ډالۍ کړئ

  شبګیر