په نیوراک ښارکې د Pratt کالج یو زده کړیال سویون کیم بالاخره په دې وتوانیده چې دکاڼو لپاره یو غږلیږدی (مبایل) جوړکړي چې کاڼه هم دخبرو اتر په ډګر کې ترې ګټه واخلي،دغه تکنالوژي ددې توان لري چې متن په غږ او غږ په متن واړوي , همدارنګه دغه تلیفون یو لمسی لیک دړی لري چې پکې حروف ،اعداد او سمبولونه لیکل کیدلی شي،دخپلې خوښې متن دلیکلو وروسته د ځانګړي پوستکالي په مټ چې دفون په پنل کې ځای پر ځای شوی په غږ بدلیږي او مقابل لورې ته یې استوي ، اوهمداراز دمقابل لوري غږ د پنل ته په رارسیدو په متن بدلیږي .


سرچینه
په دې هیله چې یووخت همداسې پښتون مبایل ولرو
ولي خان شبګیر
02.02.2010
- ولی خان شبګیر
پــــــــــه لاندې انځور کې یو بایسکل چلونکی په داسې حال کې لیدل کیږي چې دشرابو نشې له دې نړۍ کوم بل خیالی جهان ته وړئ دی. او ورسره دغه دری ټایره بایسکل (ریکشا) چې په هندوستان کې د وګړو دلږ واټن دترانسپورټ په موخه کارول کیږي ،او کشوونکی یې په ډېرمحنت ایله بېله دورځې دومره پسې پرې نغده وي چې شپه پرې صبا کړی خو بیا هم هغه ګټلې پیسې ټولې یا ډیرۍ برخه د شرابواخستلو ته ځانګړې کوي .
داچې دلته په ه...
06.02.2010
- ولی خان شبګیر
داسلامي او غير اسلامي اقتصادي سيستمونو پرتله
د اسلامي اقتصادي سيستم او نورو اقتصادي سيستمونو تر مينځ ډېر توپيرونه وجود لري چې مهم يې په لاندې دول دي :
اسلامي اقتصاد د اسلامي دين او ژوند لپاره د اسلامى دود لارې يوه بر خه ده او نور اقتصادي سيستمونه د انسانانو پر نظريو او قوانينو ولاړ دي.
په اسلامي اقتصادي سيستم كې زكا ت شته په نوروسيستمونو كې زكات نشته...