پــــــــــه لاندې انځور کې یو بایسکل چلونکی په داسې حال کې لیدل کیږي چې دشرابو نشې له دې نړۍ کوم بل خیالی جهان ته وړئ دی. او ورسره دغه دری ټایره بایسکل (ریکشا) چې په هندوستان کې د وګړو دلږ واټن دترانسپورټ په موخه  کارول کیږي ،او کشوونکی یې په ډېرمحنت ایله بېله دورځې دومره پسې پرې نغده وي چې شپه پرې صبا کړی خو بیا هم هغه  ګټلې پیسې  ټولې یا  ډیرۍ برخه د شرابواخستلو ته ځانګړې کوي .

داچې دلته په هندوستان کې  شراب څښل یوه عادي خبره ده او شراب  دژوند اړتیا بولې خو ځینې لنډغر ځوانان یې بیا د افراط تر پولې څښي چې حال یې تاسو په خپله په انځور کې لیدلی شی ،دا زمـــــا لومړی خاطره نده ډېر ځل ګڼ شمیر شرابیان  دسړکونو په غاړه  بې هوشه تر سترګو کیږي .

 

 

 

 

 

 

دروښان او بشپړ اسلامي افغانستان په هیله

 

ولي خان شبګیر