دادم سمېت ژوند ته ځغلنده کتنه (۱۷۲۳م-۱۷۹۹م)

آدم سمېت چې داقتصاد علم پلاربلل کیږي په کال ۱۷۲۳ د جون په پنځمه دسکاټلنډ په خاوره کې دنیا ته سترګې رڼې کړې،دژوند ډېرکالونه یې ذده کړې اوعلمي پلټنې ته ډالي کړي وؤ،نوموړی دڅوارلسو کالووؤچې د ګلاسګودپوهنتون  په دروازه ورننوت او دریاضی په څانګه کې یې ځان  داخله واخیسته ،له دری کلنې دورې (۱۷۴۰-۱۷۳۷) وروسته انګلستان ته کډه شو او شپږ کاله یې نورې داکسفورډ په پوهنتون کې خپلې ذده کړې وغزولې .په ۱۷۴۶ بیرته سکاټلنډته ستون شه او هلته د ګلاسګو په پوهنتون کې دمنطق او فلسفې تدریس ته ملا وتړله هېره دنه وي چې په همغه وخت په اروپا کې  نوموړي پوهنتون د وتلی پوهنتون بلل کیده،په ۱۷۵۹ کال کې یې د  Theory of moral sentiment(دعاطفوي احساس نظریه) په نوم کتاب ولیکه یعنې کومې اخلاقي او عاطفوي انګیزې  انسان  پاروي  تر څواقتصادي فعالیتنو پر مخ بوزي،هغه په خپل کتاب کې شپږ غرېزې ښودلې چې دانسان ټولو کړو وړو ته ټېله ورکوی،د یادشوي کتاب چاپ د ادم سمېت په مشهوتیا کې رغنده ونډه ولوبوله ؛دژوند په څلویښتم کال یې استازۍ ته شاکړه اود فزیوکرات د مکتب له پلویانو سره یې انډیوالي ونیوله او داقتصاد دعلم سپیړل اوڅیړل یې پیل کړل چې په۱۷۶۷م کال یې د (ملتونوثروت) په  کتاب  پیل وکړ او په ۱۷۷۳م کال یې  کار پای ته ورسیده خو ادم سمیت لندن ته لاړ کتاب یې  دیو څه ځنډ په ۱۷۷۶م کال کې په دریو جلدو او پنځو برخوکې له چاپه راوباسه  چې داقتصادي نظریو ډېر ارزښتناک کتاب ګڼل کیږي .ادم سمیت دژوند تر اخیرو کالو پورې داقتصاد په ډګر کې پاتې شه  اوځښتې زیاتې لاسته راوړنې یې مونږ ته په میراث پرېښودې .

 

       په بشپړه پښتنه مینه

شبګیر منګل

 

==================================================================================

دولت او شتمنی د لړم په څېر ده  دلاس له  وروړلونه مخکې یې باید منتر ذده شی ،منتر یې دادی چې په حلاله لاره تر لاسه او په سمه لاره کې خرڅ شی.- حضرت یحیی معاذ