داقتصاد علم
الحمدالله رب العلمین ......دلوي او خپلواک څښتن په سپېڅلې نامه داقتصاد بلاګ لومړي لیکنه په لیکه کوم،هیله من یم چې دبلاګ له منځپناګې ګټه واخلی،او په وړاندیزونو،نیوکو،مشورو زمونږ هوډاو او احساس لا کړندی کړی.
کیسه به له سره پیل کړو که مو خوښه وي،لکه څرنګه تاسو ښه پوهیږي هغه څوک چې داقتصاد علم دلوستلو لیوال دی او غواړي چې داقصادعلم سپړل او څیړل پیل کړي ،لومړی باید داقتصاد په تعریف اومعنی ځان پوه کړی نو اړینه بولم چې دهرڅه دمخه داقتصاد په تعریف او معنی پسې ډیوه بله کړواوددې ویړ ډګر دښه پوهاوي لپاره غواړم داقتصاد تعریف مختلفو اړخونو وڅیړم.
د ويي (کلمې) په لحاظ:-
اقتصادEconomics)) له دوؤ یوناني کلمو Oikos او Nemeinڅخه رغېدلی دی ،اویکوس د کور(خونې) مانا او نمین د سمبالښت او مدیریت مانا خپلوي،پس دویوني (کلمې) په اساس اقتصاد دکورنۍمدیریت بللی شو.
پخواني تعريفونه ( دثروت علم)
پخواني اقتصاد پوهان داقتصادعلم د بډاینې (ثروت)څیړنه او پوهنه بولي .....یعنې اقتصاد هغه ټولنیز ساینس بولي چې دثروت له تولید او مصرف څخه بحث کوي .
دبیلګې په توګه د څوپخوانیو اقتصادپوهانو نظریات او تعریفونه ټیکي په ټیکي راخلو.
دپخواني اقتصاد پلار ادم سمیت اقتصاد داسې تعریفوي
اقتصاد دملتونو دبډاینې دسببونو او ماهیت علم دی
“Economics is a study of nature and causes of wealth of nations” (Adam smith)
همدارنګه سیز او والکر یوبل ته ورته تعریفونه وړاندې کړي دي
سېز:- اقتصاد هغه علم دی چې ثروت څیړي
“Economics is the science which treats of wealth” (J.B.Say)
والکر:-اقتصاد دپوهنې هغه کالبود دي کوم چې په ثروت پورې تړل کیږي .
“Economics is the body of knowledge which relates to wealth” (F.A.Walker)
د الفريد مارشا ل تعريف مفهوم :-
دمارشل دتعریف غورچڼ کولی شو په لاندې توګه بیان کړو.....داقتصاد علم دانسان دعادي ژوند دکړنو له برسي څخه عبارت دي،یعنې څنګه عواید لاسته راوړلي او څنګه یې بیرته لګوي....؛
بېلابېل تعريفونه:ـ
داقتصا د علم دانسان د هغو فعا لیتو نو او څیړ نو بر رسی ده؛ چې تو لید او لګښت ته جوړ ښت او سازما ن ور کوې. یا
اقتصادهغه علم دی چې د کالیواو خدمتونو له تولید،لګښت او توزیع څخه بحث کوي
داچې داقتصاد په ډګر کې اقتصادپوهانو لخوا ګڼ شمیرتعریفونه وړاندې شوي دي، چې ځینې یې د وګړو تر انتقاد ا وځینې یې د منښت تر پولي رسیدلي،دهغوي ټولو تعریفونو په نظر کې نیولو سره غواړم د هغوي له غېږې دوه ډېر مهم ټکي چې تاسو سره به داقتصاد دتعریف په پوهاوي کې ګټورتمام شي وړاندې کوم.
الف:دانسان نه ختميدونکي غوښتنې
داچې مونږ ټول انسانان نه ختمیدونکې او بې پولې خواهشات او غوښتنې لرو او دخپلو غوښتنو د پشپړوي په خاطر ټول پوره هلې ځلې کوؤ خو دا غوښتنې ښکاره خبره ده تر هغې نه پوره کیږي تر څو دمرګ له خواږو او ترخو څکه ونکړو.....
ب: تړلې او محدودې پانګې
دبشر دنامحدودو غوښتنو سره سره هغه پانګې او سرچینې چې باید دغو غوښتنو ته ځواب وؤایي په ډېره کمه محدوده کچه شتون لري مثلآ
طبعي پانګې، ټولنیزې، پانګې بشري پانګې او مالي پانګې
پس د پورتنیو دوؤ ټکو په نظر کې نیولوسره (د تقاضا او غوښتنو پړسوب او د پانګو کمښت) کولی شو اقتصاد داسې تعریف کړو.
هغه علم چې دبشر نامحدوده غوښتنې او محدودې پانګې اومنابع څیړي اقتصاد بلل کیږي.
په پښتنه مینه
شبګیر منګل/هند
ورکړه کې چې څه خوند دی هغه بیا په راکړه کې نشته (حافظ شیرازی " رح"