اسلام د ژوند مكمله لاره ده،اوپه دې كې دري واړه سيستمونه اقتصادي ،ټولنيز  او سياسي سيستم په روښانه توګه شتون لري او داخلاقي اوشرعي چوکاټ په داخل کې بېل بېل تعريف شوي دي.

اسلامي بانکداري داسلامي اقتصاديوه مهمه برخه جوړوي ،داچې داسلامي  بانکدارۍ  دپيدايښت څخه يوازې يو څو لسيزي تېريږي خو په دې کم وخت کې اسلامي بينکنګ په نړۍ کې د پام وړ پرمختګ کړي دي، دغه بانکونه سود نه کوي او مسلمان يوازي د خپلې غوښتنې اندازه مال پکي داخل کوي او بانک تجارتى پروسى په کار اچوي او هر فرد ته د خپل مال ګټه ورکوي. او بانک له احتياطى خصم او اجرو څخه وروسته يوه برخه ځان ته اخلي، يعنى ګټې ثابته اندازه نه لري. همدارنګه داسي پروسى پرمخ بيايي چې د اسلامى دين له اساساتو سره په ټکر کې نه وي.

اسلامي بانکداري دبانکي سيستم هغه اسلامي بانکي مؤسسه ده چې د ګټې (سود)،غرر،نجش او قمارسره اړخ نه لګوي او ټولې کړنې يې د شرعي چوکاټ  په درشل کې تر سره کيږي..

غواړم ځينې هغه عناصرچې  اسلامي بانکداري ورته په خپله ځولۍ کې ځاي نه ورکوي په لنډه توګه وړاندې کړم .

 سود:

  سود چه په عربي كي ورته ربا وايي، يوله  كبيره وو ګناهونو څخه شميرل کيږي  او څوك چه سود اخلي الله(ج) هغوي ته ويلي چه دالله(ج) سره دجنګ لپاره تيار شي. الله(ج) فرمايي "يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا الله وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنْ الرِّبَا إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ (البقرة277) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنْ الله وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَم". (البقرة278) ترجمه:اي هغو كسانو چه ايمان ئي راوړي دي وويريږيئ له الله(ج) نه او پريږديئ هغه چه پاتي شوي دي له سوده كه يئ تاسي مومنان . پس كه ونه كړ تاسي (داكار) نو آګاه شيئ (ځان تياركړيئ) تاسي په جنګ له (طرفه د ) الله(ج) اورسول دده،او كه توبه ګاره شويئ تاسي (له اخستلو دسوده) نوشته تاسو لره اصل دمالونو ستاسي مه كويئ تاسي ظلم (چه سود به هم غواړيئ) او نه دي ظلم كاوه شي پر تاسو (چه له راس الما څخه مو څه كم كړي شي).

غرر:

غررپه لغوي ډول  دخطر  (ريسک ) ،نا معين توب او دوکې مانا خپلوي،او: غرر هغه وخت مينځ ته راځي كله چه ديوه قرار داد يا سودا عواقب يا انجام مبهم پاتي شي .

نجش:

نجش هم منع دي، او هغه دا چه يو څوك ديوه شي دپيرودلو لپاره قيمت جګ ووايي بې غير له دې څخه چه د اخستلو اراده يي وي ددي لپاره چه بل سړي دغه شي په لوړه بيع واخلي.

قمار:

قمار  په ځانګړي ډول  په قسمت پورې تړلي دي،او ټول قسمه ګټې په قمار کې شاملې دي،او قمار هم په داسلام په مبين دين کې منع دي

داسلامي بانکداري تاريخچه

 

 داسلامي بانک مفکوره دلومړي ځل لپاره دشخصي(انفرادي)كوښښونو په وسيله شروع شو او لومړني اسلامي بانك په كال ۱۹۶۳م كښي د ديو څوكسانو دشخصي هلوځلو اوداحمد علينګر  په ځانګړي لارښونه دمصر په يوه ښارګوټي کې چې  د بيت عمر په نوم ياديږي جوړشو، او دحكومت مرسته ورسره نه وه ملګري.په هغه وخت كې دسياسي ملاحظاتو په وجه دغه بانك ته دوي داسلامي بانك نوم نه وه وركړي ،ددي څخه وروسته داسلامي بانكونو جوړيدل پيل شول چه موهم يي په كال ۱۹۷۵ كې داسلامي ترقياتي بانك جوړيدل ووه.دغه بانك ديوه نړيوال بانك يا مرستندويه اداري په ډول چه بي سوده قرض وركوي جوړشو. په همدغه كال كې ددوبي اسلامي بانك جوړشو او ورپسي په كال ۱۹۷۸كې دمصر دالفيصل اسلامي بانك اودسوډان او كويت بانكونه(Finance House)جوړشول ددي نه وروسته دډېرونورو اسلامي بانكونو د جوړيدو لړي پيل شوه او تر اوسه داوم لري....


په پشپړه پښتنه مینه

ولي خان شبګیر/هند

 

 

دلیکنې حق خوندي دی

 

 

--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

 

 په کومه خبره چې نه پوهیزي مه یې کوي او په کومه چې پوهیږي د وړسړیو په منځ کې یې دویلو نه دریغ مه کوي (حضرت غثمان )