کتنې:

کتنې:

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ دغه درېمه نړۍ واله يوه ورځنۍ سيالي  پۀ متحده عربي اماراتو کې نن د شنبې پۀ ورځ د٢٠١٢ م کال دفبروري د مياشتې پۀ ١٨مه نېټه پيل شوه.

پۀ پيل کې پچه پاکستان وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه چې پۀ ٥٠ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو پۀ سوځېدوسره ٢٢٢ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ٢٢٣ منډو هدف وټاکۀ .

پاکستان دريمې ماتې سره مخ شو!

انګلستان پۀ خپله پاڼۍ کې ډېره پۀ زړۀ پورې او بريدکوونکې توپ وهنه وکړه، د انګلستان اوپنرانو (کوک)او (پيټرسن) ١٧٠ منډې ملګرتيا وکړه، (کوک) پۀ تېرو دوه سيالو کې سر پۀ سر سل، سل منډې جوړې کړې وې  خو؛ دا ځل ورسره بخت ياري ونۀ کړه او د ٢٩ آور پۀ دويم بال باندې د سيداجمل لۀ خوا پۀ اتيا منډو وسوځېدۀ .

کۀ څۀ هم (کوک) د سليزې ارمان لۀ ځان سره يووړ، خو د دۀ پر ځای بيا (پيټرسن) وکولای شوچې د خپلې لوبډلې پۀ ګټه سليزه ووهي .

پاکستان لۀ درېمې ماتې سره مخ شو!

 پيټرسن پۀ دې وتوانېدۀ چې نژدې درې کاله وروسته  پۀ نړۍ والو يو ورځنيو سياليو کې سليزه ووهي . دا د پيټرسن لۀ درې کاله انتظار وروسته پۀ يو ورځنيو سياليو کې لومړۍ سليزه وه، نوموړي پۀ ٢٠٠٨ ميلادي کال کې د هندوستان خلاف پۀ نړۍ واله يو ورځنۍ سيالۍ کې سليزه وهلې وه او پۀ ١١١ منډو ناسوځېدلی پاتې شوی ؤ چې پۀ ننۍ سيالی کې هم کټ مټ هماغسې وشول او پۀ ١١١ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

انګلستان پۀ اسانۍ سره ورکړل شوی هدف پۀ ٣٧.٢ آورونو کې د يو لوبغاړي پۀ سوځېدو سره پوره کړ او دغه سيالي د انګلستان پۀ بري پای ته ورسېده.

څو نورې ليکنې:

انګلستان بيا پاکستان ته ماتې ورکړه!

افغان کرکټ لوبډلې سيالي وبايلله، خو ټول زړونه يې وګټل!

څنګه کولی شو د بې کاره برېښناليکونو مخنيوی وکړو!

دوه کاله پۀ تشناب کې ژوند!

د نړۍ ځيرک سړی !