کتنې: 

کتنې: 

د عزيزالله خان رالېږنه

پۀ  اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې د نيويارک، شيکاګو او نورو لوړو ودانيو پۀ اړه ټول خبر دي، خو کېدای شي ډېر کم خلک لۀ دې خبر وي چې  د يمن پۀ يوۀ ښار کې  دوه زره کلنې زړې د (شيبام) ودانۍ لۀ خاورو او خامو خښتو نه جوړې شوې دي .

د دې ودانيو شمېر (٥٠٠) دی، او لۀ  (٥) څخه تر (١١) پوړيزو لرونکې دي چې لۀ همدې امله پۀ نړۍ کې لۀ خاورو څخه د جوړو شويو لوړ پوړيزو ودانيو شهرت  ور پۀ برخه دی .

د خټو لرغونې ودانۍ

پۀ دغو ودانيو کې يې ځينې تر ١٠٠ فټه هم لوړې دي ، دا ښار چې ٢٠٠٠ کاله پخوانی دی ، کله ، کله دا فکر کيږي چې دابه دشپاړسمې پېړۍ ښار وي ، دا ښار هم د نورو ښارونو پۀ څېر بدلون مومې  هغه داسې چې پۀ تېرو څو پېړيو کې  يې ځينې کورونه د دويم ځل لۀ پاره جوړ شوي دي .

لۀ پيړيو نه وروسته د کورونو د دويم ځل جوړول د بارانونو لۀ امله ؤ چې پۀ دوامداره توګه ورته يو لوی ګواښ دی، د کورنو د ژغورنې لۀ پاره به ځايي اوسېدونکو دېوالونه او بامونه پۀ پنډې  او ډبلې خټې سره پوښل .

شل کاله وړاندې ځايي اوسېدونکو د هوسا ژوند پۀ لټون دا ځايونه خوشې کړل او لاړل چې پۀ نتيجه کې دا ځای د بارانونواو سېلابونو لۀ ګواښ سره مخامخ شو، خو د ښار د رغونې د پروګرامونو لۀ امله دا ښار وژغورل شو.

پۀ ٢٠٠٨ ميلادي کال کې د سختو سېلابونو لۀ امله د ودانيو بنسټونو ته ډېر تاوان ورسېد او ان دا ځای يې تر نړېدو پورې ورساوۀ .

د يونسکو پۀ نړۍ وال کلتوري ميراثونو کې دا يوه ډېره زړه او بهترينه بېلګه ده .

څو نورې ليکنې:

څنګه کولی شو د بې کاره برېښناليکونو مخنيوی وکړو!

دوه کاله پۀ تشناب کې ژوند!

د نړۍ تر ټولو لوړ ځوړوبی!

هغه وخت پوه شوم !

د نړۍ ځيرک سړی !