|
ویلیام جیم سایدیس، د نړۍ ځيرک تن ؤ چې و يې کولی شول پۀ يوکلنۍ کې ليک لوست وکړي ، پۀ پنځۀ کلنۍ کې د نړۍ پۀ پنځو ژبو خبرې وکړي او پۀ يوولس کلنۍ کې د هارورډ پوهنتون استاد شو. سايديس پۀ ١٨٩٨ کال کې پۀ امريکا کې وزېږېداو پۀ ٤٦ کلنۍ کې مړ شو.
هغۀ د رياضي او ژبو پۀ يادولو کې يو بې ساری قوت درلود. د لومړي ځل لۀ پاره د هغۀ چټکې ذهني ودې د خلکو پام ځانته واړاوۀ. او وروسته يې پۀ خپل ذهن د برلاسۍ لۀ امله ډېر زيات شهرت تر لاسه کړ.
مګر پۀ اخر کې يې د خلکو لۀ نظرونو ځان لرې کړ، لۀ رياضياتو هم زړۀ توری او ګوښه شو ، او پۀ بدلو نومونو يې ليکنې کولې.
نورې ځانګړنې يې دادي چې : هغۀ وکولی شول چې پۀ اتلس مياشتنۍ کې (نيويارک ټايمز) ولولي، پۀ اتۀ کلنۍ کې پۀ اتو ژبو خبرې وکړي ، او پۀ زړۀ پورې دا چې پۀ وروستيو کې يې يوه نوې ژبه منځته راوړه او نوم يې پرې VENDERGOOD کېښود.
د يادونې وړ ده چې د نابغه انسانانو د ځيرکتيا ضريب ١٥٥ نه تر ٢٠٠ پورې دی خو سايديس پۀ دې وتوانېدۀ چې د نړۍ د ځيرکو انسانانو ريکارډ مات کړي .
د بېلګې پۀ ډول ، بايد ووايو چې د ګاليله د ځيرکتيا ضريب ١٨٠ او د بيل ګيټس (چې د مايکروسافټ کمپنۍ بنسټ ايښودونکی دی) ١٦٠ ښودل شوی دی .
انګلستان بيا پاکستان ته ماتې ورکړه! افغان کرکټ لوبډلې سيالي وبايلله، خو ټول زړونه يې وګټل! |