|
چې ډکه وي لۀ درده او لۀ غمه، ای جانانه! ګڼي ستا عاشقان هغه لار سمه، ای جانانه! پۀ کوم نامۀ دې وبولم ، پۀ کوم لقب دې ياد کړم؟ ای ياره، ای نګاره، ای صنمه، ای جانانه! دا رنګه راته وګورې چې کړي هر يو باڼۀ دې زما د ژوندانۀ يوه شپه کمه، ای جانانه! شايد ستا عاشقانو هغه شپه ژړلي نۀ وو ګلان وو سهار پاتې بې شبنمه، ای جانانه! ګرمي د هر سفر وه بيا دروېش ته بې اثره چې لاړ ستا پۀ سايه کې څو قدمه، ای جانانه! |
|
|