يوې ٥٨ کلنې سنګاپورۍ ښځې د رواني ګډوډۍ لۀ امله د خپل ژوند ٩٣٢ ورځې پۀ تشناب کې تېرې کړې. دې ښځې پۀ تېرو دوه کلنو کې پۀ تشناب کې ډوډۍ خوړه او همغلته يې خوب کاوۀ او پۀ هېڅ ډول يې نۀ غوښتل چې لۀ تشناب څخه د باندې راووځي .
د دې ښځې ٦٤ کلن خاوند “اونگ کین آن” وايي : مېرمن مې ٩٣٢ ورځې پۀ تشناب کې ويده کېده، همغلته يې ډوډۍ خوړه او داسې احساس يې کاوۀ چې څوک هغې ته لۀ تشناب څخه د راوتلو اجازه نۀ ورکوي .
هغۀ همدارنګه وويل : مېرمن مې لۀ ډېرې مودې راهيسې پۀ ژور خفګان اخته وه او ورځ تر بلې يې حالت خرابېدۀ، هغۀ زياته کړه : د ٢٠٠٩ ميلادي کال د می د مياشتې ٢٥مه نېټه وه چې مېرمن مې تشناب ته لاړه او نور يې ونۀ غوښتل چې د باندې راووځي.
د دوه کلنو لۀ تېرېدو وروسته د دې ښځې خاوند لۀ (ايمرجنسي) سره اړيکه ونيوله او لۀ تشناب څخه يې د باندې د مېرمنې د راوېستلو پرېکړه وکړه . د ( ايمرجنسي) مامورين د هغې پۀ را وېستلو بريالي شول او ٥٨ کلنه ښځه يې لۀ تشناب څخه د باندې راووېسته .
اوس مهال دغه ښځه پۀ يو رواني مرکز کې بستر ده او د تداوۍ لاندې ده .
|