زما د قتل پۀ الزام کې چرته ګېره نۀ شې!
د ﻻس نکريزو دې د وينو پۀ شان رنګ کړی دی
دا د بارودو اور وهلې زمونږ خوارې ځمکې
غله به نۀ کوي ، خو تخم يې د بنګ کړی دی
اسرار اتل
ډېر څه مې نشته پـه نصیب کې شکایت نۀ کوم
ارمان! چې یو پکې له تانه جـدایي هم نۀ وای
ښه شوه چې مینه یې دارو کړه د بېمار ژونـدانۀ
ددې مرض کېدای شي بله دوایي هم نۀ وای
ممتاز اورکزی
دا دې زنه، اننګي دي او کۀ شونډې!
کۀ د خولې نه دې ګلان ښکاري چاپېره
دا زما د ولس مټې دي، خو مړې دي
دا چې ګل غوندې ځوانان ښکاري چاپېره
اباسين يوسفزی
نوره نړۍ د ماشومانو زړونه لاس کې ساتي
زمونږ ماشومان خو يا اوبۀ او يا سابۀ خرڅوي
بختيار ساحل
سود مې پۀ بل نۀ شي خپله يو بڅری خاوره هم
زۀ ګوره پۀ دې هکله قارون ، يمه پښتون يمه
رحمت شاه سايل
زهر هله زهر شي چې يار يې پۀ يار وڅښوي
زهر د دښمن د لاسه څۀ دي خو بس مړينه ده
سيف الرحمن سليم
31.01.2012
- سيدجمال الدين فاطمي
د آنجل ځوړوبی (ابشار) د نړۍ تر ټولو لوړ ځوړوبی دی، چې لوړوالی يې ٩٧٩ مترو ته رسيږي . دغه ځوړوبی د ونزويلا هيواد، د بوليوار ايالت ، د کانايما ملي پارک پۀ لرې پرتو ځنګلونو کې موقعيت لري .
څۀ رنګه چې دغه ځوړوبی پۀ ګڼوځنګلونو کې واقع دی ، د وينزويلا هيواد يې تر ١٩٣٠ لسيزې پورې د هوا لۀ لارې پلټنه نۀ وه کړې نو لۀ همدې امله ناپېژندل شوی پاتې ؤ....
05.02.2012
- سيدجمال الدين فاطمي
يوې ٥٨ کلنې سنګاپورۍ ښځې د رواني ګډوډۍ لۀ امله د خپل ژوند ٩٣٢ ورځې پۀ تشناب کې تېرې کړې. دې ښځې پۀ تېرو دوه کلنو کې پۀ تشناب کې ډوډۍ خوړه او همغلته يې خوب کاوۀ او پۀ هېڅ ډول يې نۀ غوښتل چې لۀ تشناب څخه د باندې راووځي .
د دې ښځې ٦٤ کلن خاوند “اونگ کین آن” وايي : مېرمن مې ٩٣٢ ورځې پۀ تشناب کې ويده کېده، همغلته يې ډوډۍ خوړه او داسې احساس يې کاوۀ چې څوک هغې ته لۀ تشناب څخه د راوتلو اجازه نۀ ورکوي .
هغۀ همدارنګه وويل : مېرمن مې لۀ ډېرې مودې راهيسې پۀ ژ...