|
زياتره وخت لۀ فيس بوک او نورو سرچينو څخه ياهو، هاټ مېل، جي ميل او نورو برېښناليک ادرسونو ته پۀ پرله پسې ډول زيات شمېر بې کاره (نا خوښه) برېښناليکونه راځي چې د خلکو د ځور لامل کيږي .
دا چې نن ، سبا د فيس بوک کارول ډېر عام دي او ډېر ورونه پۀ فيسبوک کې اکاونټونه لري، او پۀ فيس بوک کې د هر کار پۀ سرته رسېدو سره يو برېښناليک تر لاسه کوي ، چې کله ، کله دا برېښناليکونه دومره ډېر شي چې سړي نه لاره ورکه کړي، پۀ ځانګړي ډول هغه وخت، کله چې يو تن څو ورځې فيس بوک و نۀ کاروي .
دا بې کاره او نا خوښه برېښناليکونه چې لۀ هرې سرچينې څخه راغلي وي مخنيوی يې ډېر ساده او اسانه دی ، دا چې د ټولو سرچينو د برېښناليکونو د مخنيوي بېل ، بېل ذکر کول ممکن نۀ دي نو لۀ دې کبله دلته يوازې د فيس بوک لۀ خوا نه د راتلونکو برېښناليکونو د مخنيوي طريقه را اخلو.
د يادونې وړ ده چې د ټولو سرچينو د بې کاره برېښناليکونو د مخنيوي طريقه يو شان ده او کېدای شي ډېر کم توپير ولري چې د دې طريقې لۀ يادولو څخه وروسته به د نورو هغو، مخنيوی پۀ خپله ډېر پۀ اسانۍ سره وکړئ .
لومړی خپل ياهو، هاټ مېل ، جي ميل . . . (هر يو کې چې ستاسو اکاونټ وي) را خلاص کړئ او بيا پۀ انبکس کې نوموړی برېښناليک راخلاص کړئ .
کله مو چې برېښناليک خلاص کړ نو لۀ لاندې شکل سره مخ کيږئ :
پۀ پورتني شکل کې وينئ چې د برېښنا ليک پۀ پای کې Unsubscribe ليکل شوي او ما پۀ سور خط په نښه کړی ، همدغه Unsubscribe کليک کړی، لۀ کليک کولو څخه وروسته لۀ لاندې شکل سره مخ کېږئ!
لکه څنګه چې پۀ پورتني شکل کې وينئ! د Confirm بټن کليک کړئ، لۀ دې وروسته به لۀ لاندې وروستي شکل سره مخ شئ چې د Okay پۀ کليک کولو سره پای ته رسيږي او لۀ بې کاره برېښناليکونو خلاصی مومئ .
پورتنۍ طريقه پۀ درې ټکو کې خلاصه کوو :
- Unsubscribe
- Confirm
- Okay
|