د افغان معلولينو او آسيب پذيرو ټولنې (ADVS) لۀ خوا دکرکټ څلور ورځنی ټورنمنټ د UNMACCA پۀ مالي لګښت پۀ ننګرهارکې جوړ شوی ؤ چې پکې د بيلابيلو (افغان معلولينو لوبډلې،بهارلوبډلې،ظفرآباد لوبډلې،حمزه خېل لوبډلې او لمر لوبډلې.) ترمنځ سيالۍ وشوې چې پۀ پايله کې د افغان معلولينو ټولنې (ADVS) لخوا د د روزل شوو معلولو ځوانانو لوبډله او بهار لوبډلې پايلوبې ته لاره پيدا کړه او پايلوبه نن دچهارشنبې پۀ ورځ د سهار پۀ ١٠ بجو پۀ درونټه کې د ننګرهار اسلامي پوهنتون پۀ لوبغالي کې پيل شوه،  پۀ پيل کې د دواړو لوبډلو ترمنځ پچه واچول شوه چې پچه د افغان معلولينو د کرکټ لوبډلې وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه .

لومړی د افغان معلولينو د کرکټ لوبډلې لۀ خوا نبي الله او عبيدالله توپ وهنه پيل کړه او تر يوولسم آور پورې يې ملګرتيا وکړه اوعبيدالله د ٧٥منډو پۀ جوړولو سره پۀ ١١ آور کې وسوځېدۀ ورپسې فريدالله توپ وهنې ته راغی  خو ددۀ او نبي الله  ملګرتيا ډېره اوږده نۀ شوه او پۀ ١٤ آور کې يې خپل ملګری نبي الله پۀ ٣٥ منډو لۀ لاسه ورکړ لۀ دې وروسته جهانزيب توپ وهنې ته راغی خو دۀ هم خپل ملګری فريدالله د ٣٢ منډو پۀ جوړولوپۀ ١٥ آور کې لۀ لاسه ورکړ ورپسې سنګر توپ وهنې ته راغی او تر آخري (١٦) آور پورې ولوبېدل سنګر٣٠  او جهانزيب ٧ منډې وکړې او مقابلې ډلې ته يې ١٧٩ هدف وټاکۀ ، له دې وروسته بهار لوبډلې توپ وهنه پيل کړه او پۀ ټاکل شويو ١٦ آورونو کې د ٤ لوبغاړو پۀ سوځېدو سره ١٣٦ منډې جوړې کړې او ويې نۀ شو کولای چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي او لو به د افغان معلولينو کرکټ لوبډلې پۀ ګټه تمامه شوه او معلولو ځوانانو اتلولي خپل کړه .

د لوبې لۀ پای ته رسېدو وروسته د ډاليو د وېشلو پۀ مراسمو کې لومړی  دافغان معلولينو او آسيب پذيرو ټولنې (ADVS) ريس الحاج سيد محمدحسين صداقت افتتاحي وينا وکړه او ميلمنو ته يې ښۀ راغلاست ووايه  ورپسې د UNMACCA د موسسې د معلولينو د پروژو آفسر ښاغلي نجيب الله ناصري وينا وکړه او ځوانان يې ورزش ته تشويق کړل ورپسې د ابرار ـوسسې ريس ښاغلي ډاکټر عبدالبصير توريالي وينا وکړه او د معلولوځوانانو لوبډله يې ډېره وستايله  ورپسې د UNMACCA موسسې د معلولينو د پروژو مشر ښاغلي ذبيح الله حيدر وينا وکړه او ويې ويل چې : معلولو ځوانانو نن وښودله چې معلولين د خلکو د اوږو بار نۀ دي او کولای شي چې لۀ روغو خلکو سره پۀ ټولنيزو، اقتصادي،سياسي او ورزشي چاروکې اوږه پۀ اوږه کار وکړي لۀ دې وروسته د مين پاکۍ د موسسې د ساحوي دفتر مسؤل ښاغلي انجنيرعبدالوکيل وينا وکړه اولۀ خلکو يې وغوښتل چې معلولينو ته د معيوب کلمه  ونۀ کاروي لۀ دې وروسته د بشر د حقوقو د سازمان کارکوونکي ښاغلي نظيم الله سريحي وينا وکړه او بريالۍ لوبډلې ته يې د مبارکۍ ترڅنګ ماتې خوړلې لوبډلې ته ډاډ ورکړ او ورزش ته يې وهڅول لۀ دې وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ د ننګرهار د څانګې مشر ښاغلي روزي خان زرمتي خبرې وکړې او د معلولينو لوبډلې سره يې د مرستو او همکاريو ژمنه وکړه پۀ پای کې د ډاليواو کپونو وېش پيل شو چې د (ADVS) د لوبډلې روزونکي محمد يونس او د لوبډلې کپتان خوشال ته مډالونه ورکړل شول او بيا د دويم مقام ګټونګي ته کوچنی او د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته غټ کپ ورکړل شو او مراسم د ماسپښين د دوه بجو پۀ شااو خوا کې پای ته ورسېدل.

_

_